سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.
وروسته لدې چې د کونړ ،باجوړ او مهمندو ایجنسۍ د قومي مشرانو په منځګړیتوب د غويي په ۱۴ هلته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته اوربند رامینځ ته شو د سیمې خلک وايي چې له دریو ورځو راهیسې اوربند ټینګ او سیمه کې وضعیت ارامه دی. کابل او اسلام اباد د قومي مشرانو د هوکړې هرکلی کړی.
په داسې حال کې چې افغانستان ته له ګاوڼډیو هیوادونو د ګڼ شمیر کډوالو ستنیدو او د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله د لسګونه زرو کسانو بیځایه کیدو خوراکي موادو ته اړتیا زیاته کړې،د خوړو نړیوال پروګرام وايي افغانستان ته د خوراکي موادو لیږل سیمه کې د ج له امله نسبت پخوا ته ګران شوي دي.
د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق ،یونیسیف وايي چې په روان میلادي کال کې غواړي په افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره هغو ماشومانو ته درملنه ورسوي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. یونیسیف وايي دا کار به د اسیا د پراختیايي بانک په ملاتړ په ټول افغانستان کې ترسره شي.
په کونړ د پاکستاني ځواکونو د دوشنبې ورځ بریدونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده. طالبان وايي د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون لسګونه محصلین او ښځې او کوچنیان په ټپیانو کې شامل دي. خو پاکستان پر استوګنیزو سیمو بریدونه رد کړي دي.
د اوبو د منابعو کارپوهان وايی سږکال د افغانستان په ځینو سیمو کې تراوسه ښه او ځینو نورو کې کمه واوره او بارانونه شوي خو د تیرې څلورکلنې شدیدې وچکالۍ د دوام اندیښنه یې لیرې کړې. بزګران وايی د غرونو په سرونو واوره پرته ده او لاهم د وریا دموسم دوه میاشتې پاته دي.