د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

ملګرو ملتونو د برما کودتا وغندله او دغه هېواد ته یې د وسلو پر لېږد بندیز ولګاوه


برما کې وسله وال پوځ
برما کې وسله وال پوځ

ملګرو ملتونو په یوه ډېر نادر اقدام کې د شنبې (د غبرګولي ۲۹مه) په ورځ یو پرېکړه لیک صادر کړ، د برما وروستۍ پوځي کودتا یې وغندله او دغه هېواد ته یې د وسلو په لېږد بندیز ولګاوه.

د ملګروملتونو غړو هېوادونو د انګ سان سوچي او نورو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د بې حده زور کارولو او د مظاهره چیانو خلاف زور زیاتي څخه باید لاس واخېستل شي.

په داسې حال کې چې پرېکړه لیک الزامي نه دی، خو د برما پوځیانو ته یو سیاسي پیغام رسوي.

په ملګرو ملتونو کې د اروپایي اتحادیې سفیر اولوف سکوګ وایي، پرېکړه لیک د برما د پوځي مشرانو واک مشروع نه ګڼي، د خپل ولس پر وړاندې د دوی زور زیاتی غندي او څرګندوي چې دوی څومره د نړیوالو په سترګو کې منزوي دي؟

۱۱۹ هېوادونو د دې پرېکړې لیک ملاتړ وکړ، خو د چین او روسیې په شمول چې دواړه د وسلو لوی صادروونکي هېوادونه دي، ۳۶ هېوادونو له رای ورکولو ډډه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د برما سفیر کیاو موی تون چې د پوځیانو واک نه مني او اوس هم د پخوانۍ ملکي واکمنۍ استازیتوب کوي هم د پرېکړه لیک ملاتړ وکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ

هغه وویل چې دا مهمه ده چې هېڅ کوم هېواد باید د برما د پوځ ملاتړ ونه کړي.

د پرېکړه لیک له تصویب وروسته د برما لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې کریستین شرانر بورګنر عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې په برما کې د یوې پراخې کورنې جګړې د احتمال خبرداری ورکړ.

د برما پوځ د تیرې فبرورې میاشتې د لومړۍ نېټې له کودتا وروسته د وسله والو قومي ډلو پر وړاندې نوي جنګ ته داخل شوی او د نسکور شوي ملکي حکومت پلویان تقریباً هره ورځ مظاهرې کوي.

مېرمن سوچي چې اوس په کور کې نظربنده ساتل کېږي په اداري فساد، د ارتباط د وسایلو غیرقانوني واردولو او د کووېډ- ۱۹ وبا د مقرراتو په ماتولو تورنه شوې ده.

خو پلویان یې دغه تورونه بې بنسټه ګڼي او وایي چې د دې لپاره لګول شوی چې مېرمن سوچي د سیاست له ډګره لېرې کړای شي.

د نسکور شوي ملکي حکومت پلویان تقریباً هره ورځ مظاهرې کوي
د نسکور شوي ملکي حکومت پلویان تقریباً هره ورځ مظاهرې کوي

د برما اردو وایي ځکه یې کودتا وکړه چې د نوومبر په انتخاباتو کې درغلی شوي دي، خو نړیوال څارونکي وایي، دغه انتخابات پرته له کومو لویو خلاف ورزیو ترسره شوي.

د امنیت د شورا ۱۵ غړو هېوادونو چې پنځه یې امریکا، فرانسه، بریتانیا، روسیه او چین د ویټو حق لري سره له دې چې د برما په هکله څو ځلي غونډې وکړې، خو کوم الزامي پرېکړه لیک یې صادر نه کړ. دوی یوازې د اعلامیو په صادرولو سره هلته روان زور زیاتی وغانده.

د امریکا او اروپایي اتحادیې بندیزونو د برما پوځي مشران منزوي کړي دي.

مېرمن سوچي مخکې له دې چې په ۲۰۱۰ میلادي کال خوشې شي د پوځیانو د پخواني واک په دوران کې ۱۵ کاله نظربنده وه.

هغې ولسواکۍ ته د جزیې انتقال د یوې پروسې مشري کوله، څو برما د نیمې پیړۍ انزوا څخه وژغوري.

  • 16x9 Image

    سلطان سرور

    سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG