د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۹

میرضیایف: د ترانس- افغان د ریللارې پر پروژې عملا کار روان دی

تاشکند کې دپانګونې فورم غونډه
تاشکند کې دپانګونې فورم غونډه

د ازبکستان ولسشمر شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې فورم ته وویل چې هیواد یې دترانس- افغان د ریللارې په پروژې عملا کار کوي. دغه پروژه چې د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان او پاکستان له لارې سمندري بندرونو سره تړي کارپوهان یې د سیمې د اقتصادي تحول لپاره ډیره مهمه ګڼي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې په پنځم نړیوال فورم کې وویل چې هېواد یې د ټرانس‌-افغان رېللارې پر پروژه په فعاله توګه کار کوي. د هغه په وینا، دغه دهلېز به د سیمې هېوادونو ته جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي او اسیا به له دې لارې اروپا سره ونښلوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي د تاشکند د غونډې د بحثونو د اهمیت په هکله ازادي راډیو ته وویل چې دا غونډه نه تنها د افغانستان بلکه د منطقې لپاره ځکه مهمه وه چې د مرکزي اسیا ټول هیوادونه او دافغانستان په شمول د جنوبي اسیا هیوادونه او بالخصوص د کوربه هیواد ولسمشر د ترانس- افغان د سترې پروژې د پلي کولو لپاره لیوالتیا څرګنده کړه.

دا ډیره مهمه او اساسي غونډه وه او په دې کې دافغان- ترانس نه علاوه په نورو مسایلو باندې چې د منطقې اقتصاد ته وده ورکوي په هغې هم خبرې وشولې.
د افغانستان او پاکستان د سوداګري د ګډې خونې مشر خانجان الکوزی

ښاغلی الکوزی زیاتوي چې ترانس- افغان د پروژې په ترسره کیدو سره به په سیمه کې لوی اقتصادي خوځښت او سوکالي رامینځ ته شي.

بلخوا د افغانستان لپاره د متحدو ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ترانس- افغان د دهلیز د ملاتړ اومشرۍ په برخه کې د ازبکستان د ولسشمر ستاینه کړې.

خلیلزاد په خپله ایکسپاڼه لیکلي دي چې "ددې پروژې بریالیتوب کولای شي له مرکزي اسیا، افغانستان، او پاکستان سره مرسته وکړي چې لاډیر سوکاله او باثباته شي."

ښاغلی خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمینځ روان کړکیچ ددې ستراتیژیکې پروژې په وړاندې یو لوی خنډ ګڼي او وایي چې د پروژې څرګندې او لويي احتمالي ګټي باید دواړه هیوادونه وهڅوي چې خپلې شخړې د ډیپلوماټیک تفاهم او جوړجاړي له لارې حل کړي.

خلیلزاد زیاتوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې پروژې سره خپله لیوالتیا څرګنده کړې او په ټکو یې د پاکستان پوځي مشران هم باید ورته مثبت ځواب ورکړي او "دواړه لوري باید د تیرو تیروتنو دتکرار پرځای هغه مثبت راتلونکی په پام کې ونیسي چې ددوی پروړاندې پروت دی."

د یادونې وړده چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ سوداګري لارې د اتو میاشتو راهیسې تړلي دي او تجارت په ټپه ولاړ دی.

افغانستان، پاکستان او ازبکستان په ۲۰۲۱ کال کې دترانس- افغان د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې رېللارې د جوړولو هوکړه‌ لاسلیک کړې. د پروژې لګښت ۴.۸ میلیارده ډالر اټکل شوی. روسیې هم په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال مولوي احمد الله زاهد په مشرۍ یو پلاوي د تاشکند فورم (TIIF -2026) په غونډه کې ګډون وکړ.

د تاشکند فورم درې ورځنۍ غونډه چې د " راتلونکې لپاره د پانګونې" ترشعارلاندې دایره او د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیده د چارواکو په وینا په کې د لسګونو هیوادونو زرګونو ، چارواکو ، پانګه والو او تاجرانو برخه واخیستله.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    سلطان سرور

    سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG