د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۳

ټرمپ په داسې حال کې په انقره کې د ناټو غونډه کې ګډون کوي چې تړون له سختو ازمیښتونو سره مخ دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان انقره کې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هرکلي په مهال.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان انقره کې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هرکلي په مهال.

ولسشمرټرمپ انقره کې د ناټو د ۳۲ هیوادونو د مشرانو په غونډه کې په داسې حال کې ګډون کوي چې دغه تړون له اوکراین نیولې ترمنځني ختیځ پورې سختو ازمیښتونو سره مخ دی. د اروپا امنیت او د امنیتي بودیجې لوړول د اجنډا مهمې برخې دي. خو وروستیو تحولاتو ته په پاملرنې سره به د منځني ختیځ په هکله هم خبرې وشي .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د مشرانو غونډه کې ګډون لپاره انقرې ته ورسید.

دا غونډه په وروستیو کلونو کې دناټو ترټولو مهمو مشریزو غونډو څخه ځکه ګڼل کیږي چه نه یواځې داچې تمه ده لويې لاس ته راوړنې به ولري بلکه ددې لپاره هم چې ښايي دا غونډه وټاکي چې د امریکا د څو لسیزو له پراخ پوځي مشرتابه وروسته به ناټو څه ډول بڼه خپله کړي.

داغوڼده په داسې مهال دایریږي چې واشنګتڼ اروپايي متحدینو ته خبر ورکړی چې امریکا په اروپا کې خپل پوځي حضور په تدریجي ډول کموي.

له متحدینو دا هم غوښتل شوي چې خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي یا په بل عبارت چې داروپا امنیت باید ترډیره د اروپا د خپلو هیوادونو پرغاړه وي.

سربیره پردې،د امریکا ولسمشر دا انتقاد هم کړی چې په ټکو یې ډیری متحد هیوادونه په امنیتي چارو کافي لګښت نه کوي اوپه امریکا تکیه دي.

خو ددغو څرګندونو ترشا د ناټو د راتلونکي برخلیک په هکله یو ډیر ژور او مهم بحث هم روان دی. او هغه دا چې پرته لدې چې د روسیې په وړاندې دناټو دفاعي ځواک کمزوری شي څنګه د ائتلاف دننه مسؤلیتونه او بار په متوازن ډول ووېشل شي.

د غونډې په درشل کې ، لوړ پوړو امریکايي چارواکو ويلي چې د امریکا ددفاع وزارت لخوا ارزونه کیدای شي دې نتیجې ته ورسیږي چې په اروپا کې د امریکايي ځواکونو حضور کم کړای شي.

یو امریکايي چارواکي ویلي: "دا د حیرانتیا وړ نه ده چې موږ د خپلو ځواکونو د حضور او چمتووالي ارزونه کوو. امکان لري چې د دې ارزونې له مخې خپل پوځي حضور کې بدلون ځکه راولو چې غواړو اروپایي هېوادونه د خپلې دفاع او امنیت ډېره برخه مسؤلیت پر غاړه واخلي."

دغه راز یو بل امریکايي چارواکي د جولای په شپږمه د ازادې اروپا راډیو / ازادي راډیو ته وویل دغه ارزونه د امریکايي ځواکونو لپاره نړیوالې اړتیاوې منعکسوي او ټینګار یې وکړ چې د ځواکونو په هرډول بدلون کې د سیاسي ملاحظاتو پرځای ستراتیژیکې اړتیاوې په پام کې نیول کیږي.

یوه مشریزه غونډه چې د اروپا چمتوالی ارزوي

دامریکا د حکومت لپاره د انقرې غونډه د اعلامیو او ژمنو ځای نه بلکې د عملي پایلو او ارزونو معیار دی. سپینه ماڼۍ غواړي دا یقیني شي چې اروپايي متحدین خپلې ژمنې په رښتینو پوځي وړتیاوو او عملي ځواک بدلوي.

په ناټو کې دمتحدو ایالاتو سفیر ماتیو وایتاکر د انقرې د غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل:

موږ تمه لرو چې ټول متحدین د دفاعي لګښتونو په برخه کې، هم د کمیت او هم د کیفيت له پلوه، د پام وړ پرمختګ وښيي
ماتیو وایتاکر


"موږ تمه لرو چې ټول متحدین د دفاعي لګښتونو په برخه کې، هم د کمیت او هم د کیفيت له پلوه، د پام وړ پرمختګ وښيي، څو د بار شریکول لا عادلانه شي."
ښاغلي وایتاکر پولنډ، جرمني، او د شمالي اروپا او بالتیک هېوادونه د هغو متحدینو په توګه یاد کړل چې د لګښتونو په اړه یې سمه تګ لاره غوره کړې.

خو د ولسمشر ډونالډټرمپ دریځ دومره دیپلوماتیک نه دی.

هغه تیره اونۍ سپینه ماڼۍ کې د ناټو سرمنشي مارک روته سره د لیدو په مهال وویل :

زه له ایټالیا څخه ناهیلی شوم. زه له بریتانیا څخه هم ناهیلی شوم... موږ له جرمني او فرانسې هم ناهیلي یو
ولسمشر ټرمپ


"زه له ایټالیا څخه ناهیلی شوم. زه له بریتانیا څخه هم ناهیلی شوم... موږ له جرمني او فرانسې هم ناهیلي یو. هسپانیه خو یو ډېر خراب حالت لري. هسپانیه ډېره بده ده... هغوی فکر کوي چې د نورو په اوږو به بار وړیا سفر کوي."

که څه هم د ناټو تړون ترټولو زیات لګښتونه د متحدو ایالاتو لخوا دي خو د ناټو څو غړي هېوادونه لکه پولنډ، لیتوانیا، لاتویا، استونیا او ناروې د خپل کورني ناخالص تولید (GDP)په کچه د امریکا په پرتله لوړه سلنه په دفاعي چارو لګوي.

د تېر کال د هاګ په سرمشریزه کې د شویو ژمنو له مخې، تمه کېږي چې د ناټو غړي هېوادونه به په انقره کې داسې عملي پلانونه وړاندې کړي چې وښيي څنګه به تر ۲۰۳۵ کال پورې خپل دفاعي لګښتونه د GDP پنځه سلنې ته ورسوي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د دفاعي ستراتیژۍ او پالیسۍ پخوانی ځانګړی سلاکار ماتیو کروینیګ باور لري چې په انقره کې دمشرانو غونډه به په عملي ډول د «ارزونې یا نمرې ورکولو سرمشریزه» وي.

هغه د جولای په ۶مه د بروکنګز د څیړنو دمرکز په یوه بحث کې وویل:

"اصلي پوښتنه دا ده چې ایا اروپایي هېوادونه رښتیا هم د هغه مسؤلیت د انتقال لپاره چې د ټرمپ اداره یې غواړي، کافي ګامونه پورته کوي او که نه."
ماتیو کروینیګ

ښاغلی کرویینګ دا مني چې یوڅه پرمختګونه شوي خو وايي چې امریکايي چارواکي لا هم ځکه اندېښمن دي چې ډېری متحدین تر اوسه داسې د باور وړ پلانونه نه لري چې د ژمنو سره سم دخپلو دفاعي لګښتونو اهدافو ته ورسېږي. نوموړي دا خبره هم وکړه چې د اروپا دفاعي صنعتګر د ناټو د ګډ ځواک د اغیزمنې پیاوړتیا پرځای امکان لري هغه وړتیاوې تکرار کړي چې دمخه د امریکايي تولیدوونکو له خوا جوړې شوي دي.

اوکراین د عملي لاس ته راوړنو په تمه دی

د اوکراین ولسمشر په داسې حال کې انقرې ته رسیږي چې دغه هیواد د روسیې د سختو راکټي بریدونو او دافع هوا وسلو له کمښت سره مخ دی.

ولودیمیر زیلنسکي چې په کیف باندې د روسیې له یوبل مرګوني برید وروسته یې یوځل بیا د پیټریوت ډوله امریکايي دافع هوا سیستمونو غوښتنه کړې تمه ده د ناټو د غونډې په درشل کې د متحدو ایالاتو ولسمشرډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د اوکراین لپاره دامریکا د ځانګړي استازي پخوانی مرستیال تایسون بارکر په دې باور دی چې د کیف لپاره به بریالیتوب په سیاسي اعلانونو کې نه بلکه په دې کې وي چې واقعي پوځي ژمنې وشي.

منځنی ختیځ د ناټو اجنډا پراخوي

که څه هم د اوکراین جګړه د ناټو د مشرانو دغونډې د امنیتي اجنډا اصلي موضوع ده، خو انقره به په دې ټینګار وکړي چې منځني ختیځ ته هم پاملرنه وشي .

لوړو پوړو امریکايي چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ غواړي دناټو غړي هیوادونه د هرمز تنګي له لارې د نړیوال تجارت د خوندیتوب لپاره خصوصا له وروستیو نا کراریو وروسته لا زیات مسؤلیت پر غاړه واخلي.

د انقرې لخوا د مشریزې کوربتوب هم د ترکیې د زیاتیدونکي جیوپولیټیک اهمیت څرګندونه کوي.

تمه ده چې ولسمشر ټرمپ د ترکیې ولسمشر اردوغان ، د اوکراین ولسمشر زیلنسکي او د سوریې ولسشمر احمد الشرع سره دوه اړخیزې غونډې هم ولري او لدې ښکاري چې د وروستیو میاشتو له کړکیچونو وروسته واشنګټن په سیمه کې خپل ډیپلوماتیک تعامل او اړیکې یوځل بیا پیاوړې کوي.

  • 16x9 Image

    سلطان سرور

    سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG