د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۰

بې‌پولې ډاکتران: په پاکستان کې افغان کډوال د نیولو له وېرې له درملنې هم محرومېږي

ارشیف، یو شمېر پاکستاني پولیس د یو افغان کډوال د اسناد د څېړلو پر مهال
ارشیف، یو شمېر پاکستاني پولیس د یو افغان کډوال د اسناد د څېړلو پر مهال

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان (اېم‌اېس‌اېف) وايي په پاکستان کې افغان کډوال د نیول کېدو، د کار او عاید له لاسه ورکولو او بېرته افغانستان ته د ستنولو له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.

د بشري مرستو دغه نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي.

«اېم‌اېس‌اېف» د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي.

یاد سازمان زیاتوي چې د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو د ستنولو پلان روغتیايي خدماتو ته د دغو کډوالو پر لاسرسي د اندېښنې وړ اغېز ځکه کړی دی چې ډېری کډوال د نیول کېدو له وېرې خپل طبي معاینات او درملنه ځنډوي یا ترې په بشپړ ډول لاس اخلي.

افغان کډوال علي رحیمي چې له ۴ کلونو راهیسې پاکستان کې اوسي ازادي راډیو ته وویل چې د کډوالو د ستنولو لپاره د پاکستان نوي کمپاین په افغان مهاجرینو فشارونه زیات کړي دي: "کله نه چې د پاکستان حکومت د جولای په ۱۰مه اعلان وکړ چې نور پرته له ویزې افغانان دلته اوسېدلی نه‌شي او خپل وطن ته دې ولاړ شي، نو حالت ډېر خراب شوی دی، اکثریت خلک خپل کاروبار ته نه‌شي وتلی کورونو کې ناست دي. دغه خلک که مریض ولري کور کې په ډېرو مشکلاتو شفاخانې پورې تللی شي، دې نه وېره لري چې څوک مو په لار کې ونه‌نیسي ډیپورټ مو نه‌کړي."

ارشیف، پېښور کې د ځلوزو په نوم د افغان کډوالو کمپ ته نږدې یو شمېر پاکستاني امنیتي ځواکونه چې د دې کمپ تړلو ته راټول شوي دي.
ارشیف، پېښور کې د ځلوزو په نوم د افغان کډوالو کمپ ته نږدې یو شمېر پاکستاني امنیتي ځواکونه چې د دې کمپ تړلو ته راټول شوي دي.

ښاغلی امیري زیاتوي چې هغه افغان کډ‌وال چې مارکېټونو او دکانونو کې کاروبار کوي یا د سړک له غاړې څه خرڅوي هغوی هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د «اې‌سي‌سي» یا افغان تابعیت او دغه‌راز د راجسترېشن د ثبوت یا «پي‌اوار» کارټونه چې پاکستان کې د دوی د قانوني اوسېدلو اسناد ګڼل کېدل، بې‌اعتباره اعلان کړل.

اسلام‌اباد د روانې جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغان کډوالو د ستنولو د چټکتیا نوی پړاو پیل کړ او پولیسو ته لارښوونه شوې هغه افغانان چې پاکستان کې د استوګنې لپاره د اعتبار وړ ویزې ونه‌لري فوراً نیول کېږي او ستنول کېږي.

اسلام‌اباد د روانې جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغان کډوالو د ستنولو د چټکتیا نوی پړاو پیل کړ.

د زرینې دانشجو په نوم پاکستان کې مېشتې یوې افغان کډوالې څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته وویل چې د جبري ستنولو د بهیر له چټکېدو سره، افغان کډوال له سختو او اندېښمنو شرایطو سره مخ دي: "زه او نور افغانان چې له ملګرو ملتونو سره ثبت یو، له ډېرو ستونزو سره مخ یو. د ملګرو ملتونو اسناد هېڅ اعتبار نه‌لري او د نیول کېدو له وېرې له خپلو کورونو هم نه‌شو وتلی."

دغه‌راز، یو شمېر هغو افغانانو چې پاکستان کې لسګونه کاله اوسېدلي وو او هلته‌یې کاروبار او تجارت درلود مجبور شول چې خپلې شتمنۍ پرېږدي یا یې په نیمایي بیه خرڅې کړي او افغانستان ته ستانه شي.

ارشیف، د افغان کډوالو په کډو بار کاروان چې د پاکستان حکومت له لوري افغانستان ته په زوره ایستل کېږي.
ارشیف، د افغان کډوالو په کډو بار کاروان چې د پاکستان حکومت له لوري افغانستان ته په زوره ایستل کېږي.

سمېع‌الله احمدزی چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستون شوی ازادي راډیو ته وویل چې د میلیونو کلدارو شتمني ترې پاته شوې: "هلته د ما تقریباً یو کروړ او ۷۳ لکه شتمني پاته شوې ده. ما سره اوس هغه اسناد هم شته، ما د ټوپۍ د ضلعې «ډې سي» ته، «اېس‌اېچ‌او» ته درخواستونه ورکړي وو، په کراتو مراتو باندې. د ما خپله یو کروړ او ۷۳ لکه روپۍ هلته پاته شوې."

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره خپلې هلې ځلې د (ای‌اېف‌ارپي) یا د غیر قانوني بهرنیانو د ستنولو د پلان لاندې ترسره کوي چې د ۲۰۲۳ کال سپټمبر کې یې پیل کړی او په ترڅ کې یې تر اوسه څه د پاسه ۲.۵ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

پاکستان تر اوسه څه د پاسه ۲.۵ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

وروسته له دې چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د تېر کال د اکټوبر میاشتې د نښتو په نتیجه کې نورې هم کړکېچنې شوې، پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ته زور ورکړ.

پاکستان تور لګوي چې کابل هغو وسله‌والو ته پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې پاکستان کې د وسله‌والو فعالیت د پاکستان خپله کورنۍ مسئله ده او پاکستان دې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان نه‌اچوي.

ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي یو راپور کې ویلي چې پاکستان تر اوسه داسې کره شواهد نه‌دي وړاندې کړي چې ثابته کړي چې پاکستان کې وسله‌وال بریدونه د افغان طالبانو په لارښوونه کېږي.

  • 16x9 Image

    سلطان سرور

    سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG