د افغان محصلانو نړیوالې ټولنې (ایاېاساې) د لاهور د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې افغان محصلانو ته د پوهنتون د لیلیې د تخلیې امر شوی او خبرداری یې ورکړی چې د دې پرېکړې ناڅاپي پلي کېدل به د افغان محصلانو لپاره جدي تعلیمي او بشري پایلې ولري.
د ټولنې اعلامیه وايي چې د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون چارواکو هغو افغان محصلانو، ډاکترانو او نورو افغان وګړو ته چې په لیلیه کې اوسېږي او ویزې یې نهدي تمدید شوي، یوازې ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې لیلیه پرېږدي، که نه نو په زور به ترې وایستل شي.
افغان محصلانو ته یوازې ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې لیلیه پرېږدي، که نه نو په زور به ترې وایستل شي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د لاهور د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون له افغان محصلانو سره خبرې وکړي، خو د راپور تر چمتو کېدو پورې په دې کار ونهتوانېده.
د افغان محصلانو نړیوالې ټولنې د پاکستان له فدرالي حکومت، د پنجاب ایالتي حکومت او د یاد پوهنتون له ادارې غوښتي چې د انساني چلند له مخې افغان محصلانو ته کافي وخت، روښانه لارښوونې او د ویزو د ستونزو د حل لپاره لازمې مرستې برابرې کړي او د هغوی د سمدستي ایستلو مخه ونیسي.
یادې ټولنې همداراز له نړیوالو بنسټونو، لکه د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار)، یونسکو، یونېسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) څخه غوښتنه کړې چې د افغان محصلانو د ملاتړ او د هغوی د زدهکړو د دوام د تضمین لپاره عملي اقدامات او همکاري وکړي.
په اسلاماباد کې د «یو اېن اېچ سی ار» ویاند قیصر افریدي ازادي راډیو ته وویل چې دا اداره د افغان محصلانو د برخلیک په اړه له پاکستاني حکومت سره په اړیکه کې ده او هڅه کوي چې د هغوی د ایستلو مخه ونیول شي.
هغه وویل: "د پاکستان حکومت باید خلک، په ځانګړې توګه محصلان، ونهباسي، ځکه د هغوی زدهکړې روانې دي او ایستلیې د توجیه وړ نهدی. موږ په دې اړه له پاکستاني حکومت سره خبرې روانې ساتلې دي."
په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوال وایي چې پاکستان داسې مهال د بېاسناده افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ چټکه کړي چې د افغانانو لپاره د ویزو ورکول او غځول هم درېدلي دي.
د افغانانو لپاره د ویزو ورکول او غځول هم درېدلي دي.
زرینې دانشجو چې په پاکستان کې مېشته یوه افغانه کډواله ده، ازادي راډیو ته وویل: "له درېیو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږم او له ملګرو ملتونو سره ثبت یم. په پیل کې مې ویزه لرله، خو چې مودهیې پای ته ورسېده، پاکستان بیا ویزه رانهکړه. اوس د ویزو ورکول او تمدید په بشپړه توګه بند دي او هغه مهال چې ویزه اخیستل ممکن هم و، لګښتیې ډېر لوړ و. زموږ په څېر کسانو ته چې د کار اجازه هم نهلرو، د ویزې ترلاسه کول ډېر ستونزمن و."
هغې زیاته کړه چې د جبري ایستلو د بهیر له چټکېدو سره، افغان کډوال له سختو او اندېښمنو شرایطو سره مخ دي: "زه او نور افغانان چې له ملګرو ملتونو سره ثبت یو، له ډېرو ستونزو سره مخ یو. د ملګرو ملتونو اسناد هېڅ اعتبار نهلري او د نیول کېدو له وېرې له خپلو کورونو هم نهشو وتلی."
د پاکستان حکومت چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او سلګونه زره افغانانیې ایستلي، د جولای له ۱۰مې نېټې راهیسې یې د هغو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو نوې لړۍ پیل کړې چې د دوی په وینا د استوګنې د اعتبار وړ اسناد نهلري.
پاکستاني چارواکو تر اوسه نهدي ویلي چې له دغې نېټې راهیسې یې څومره افغانان نیولي یا ایستلي دي، خو په اسلاماباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند علمي مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې له همدې نېټې راهیسې لسګونه افغان کډوال نیول شوي یا په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د جولای له ۱۰مې نېټې لسګونه افغان کډوال نیول شوي یا په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، خو اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې د افغانانو د نیولو او ایستلو لړۍ دومره شدیده شوې ده؟
سیاسي شنونکی او خبریال سمېع یوسفزی وایي چې افغان کډوال د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچ قربانیان شوي دي.
هغه وویل: "د افغان پناه غوښتونکو موضوع پر طالبانو د سیاسي فشار یوه وسیله ده. زما په اند دا د پاکستان لپاره امنیتي موضوع نهده، ځکه میلیونونه افغانان له څلورو لسیزو یا ۴۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدلي دي او هېڅکلهیې د پاکستان په امنیتي او سیاسي چارو کې لاسوهنه نهده کړې، خو اوس، له بده مرغه، افغان کډوال د طالبانو او اسلاماباد د سیاستونو قربانیان شوي دي."
د کابل او اسلاماباد اړیکې د تېر میلادي کال له وروستیو راهیسې، د سرحدي کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، خرابې شوې دي.
پاکستان افغان طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) غړو تهیې پناه ورکړې او وایي چې په پاکستان کې بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې هېچا ته اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هېواد پر ضد کار واخلي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سی ار) وایي چې پاکستان د ۲۰۲۴ کال تر پایه د ۲،۸ میلیونه څخه د زیاتو افغانانو کوربه و چې پهکې ثبت شوي کډوال، د افغان تابعیت کارت (اېسيسي) لرونکي او بېاسناده افغانان شامل وو.
پاکستان د ۲۰۲۴ کال تر پایه د ۲،۸ میلیونه څخه د زیاتو افغانانو کوربه و.
د دې ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه له ۱۵۸ زرو څخه ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې پهکې دواړه داوطلبانه او جبري بېرته ستنېدنې شاملې دي.
په داسې حالاتو کې دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې ایا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان، د دومره ستنو شویو کډوالو د منلو ظرفیت لري؟
د بشري حقونو څېړونکی محمد ابوالاحرار رامزپور وایي، د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت له امله د سلګونو زرو بېرته ستنېدونکو راتګ به موجودې ستونزې نورې هم زیاتې کړي: "افغانستان اوس له سخت اقتصادي بحران، پراخې بېکارۍ، د کورونو له کمښت، د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو له محدودیت، وچکالۍ، طبیعي افتونو او د نړیوالو مرستو له کمېدو سره مخ دی. په داسې شرایطو کې د سلګونو زرو راستنېدونکو راتګ به پر هېواد لا زیات فشار واچوي."
همدارنګه، په افغانستان کې د «یو اېن اېچ سي ار» ویاند چارلي ګوډلېک هم په دې وروستیو کې ویلي چې تمه کېږي د ۲۰۲۶ کال تر پایه له دوو تر دوه نیمو میلیونو پورې نور افغان کډوال هېواد ته ستانه شي، هغه بهیر چې د ده په وینا به د افغانستان بشري بحران لا ژور کړي.