د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۰

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو تازه لړۍ پیل شوه

له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال، انځور د ۲۰۲۳کال دی
له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال، انځور د ۲۰۲۳کال دی

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو تازه لړۍ د جمعې په ورځ د (جولای لسمه) پیل شوې ده.

د پاکستان حکومت په وروستیو کې اعلان کړې وه چې د جولای له لسمې وراخوا د هغوو افغانانو نیول پیلوي چې په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني ویزه او اسناد نه لري.

زه دغې پریکړې پریشانه کړې یم، د نیول کیدو او اخراج له خطر سره مخ کړې یم، د پاکستان حکومت دې یو ځل بیا په دې پریکړه غور وکړي او د افغانانو د جبري نیولو او د اخراج لړۍ دې ودروي
په پاکستانه میشته افغانه

دغې پریکړې د پلازمینې اسلام اباد په ګډون د دې هېواد په بیلابیلو ښارونو کې افغان کډوال پریشانه کړې.

د دغو افغان کډوالو په خبره،"د نیولو کیدو او اخراج له خطر سره مخ دي".

دوی وايي، په افغانستان کې يې ژوند په خطر کې وو، ځکه پاکستان ته کډوال شول.

په پاکستان کې میشتې یوې افغانې کډوالې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل،

"زه دغې پریکړې پریشانه کړې یم، د نیول کیدو او اخراج له خطر سره مخ کړې یم، د پاکستان حکومت دې یو ځل بیا په دې پریکړه غور وکړي او د افغانانو د جبري نیولو او د اخراج لړۍ دې ودروي، په ځانګړې توګه د هغوو کسانو چې په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ دي".

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د کورنیو چارو وزارت د پلازمینې اسلام اباد په ګډون د پاکستان په ټولو ښارونو کې چارواکو ته د هغوو افغانانو د نیولو او شړلو امر کړی چې قانوني ویزې او اسناد نه لري.

د بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د غیر قانوني بهرنيانو د اخراج په اړه یو کمپاین پیل کړی.

له کراچۍ وطن ته روان افغان کډوال وايي په نیمه بیه د کور سامانونه خرڅوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

پاکستاني چارواکي وايي، ښايي د اخراج په دې لړۍ کې څه باندې ۲۰زره افغان کډوال په جبري توګه یوازې له پېښور څخه افغانستان ته اخراج شي.

د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره هممهاله، اسلام اباد په دې هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د اخراج پروسه ګرندۍ کړې ده.

د طالبانو حکومت وايي، د تیرې پنجشنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې او اسلام قلعه له لارې شاوخوا درې زره افغان کډوال له پاکستانه، هېواد راستانه شوي وو.

د کډوالو او راستنیدو وزارت بیا وايي، نژدې ۶نیم زره افغانان له د پاکستان له زندانیانو ازاد او بیرته هېواد ته راغلي دي.

دغه افغان کډوال په داسې حال کې بیرته افغانستان ته ستنیږي چې ملګرو ملتونو ویلي، "له ۲۰۲۳کال راهیسې څه باندې ۶میلیونه افغان کډوال افغانستان ته اخراج شوي".

د دغه سازمان په ټکو، یوازې په روان کال کې څه باندې ۷۵۰ افغان کډوال بیرته هېواد ته راغلي دي.

ملګري ملتونه وړاندوینه کوي چې د روان کال تر پایه به دوه نیم میلیونه نور افغان کډوال افغانستان ته راستانه شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG