د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۴۰

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او هیواد ته د ستنولو کمپاین جدي روان دی

د پاکستان پولیس او په پاکستان کې د افغان کډوالو یوه مدافع ټولنه وایي چې د جولای له لسمې راپدیخوا په دې هیواد کې د غیرقانوني کډوالو د نیولو او له هیواده د ایستلو لړۍ ګړندۍ روانه ده.

د پاکستان دولت د افغانانو نیول ډیرجدي نیولې دي، خاصتاً، خاصتاً په پیښورکې، په کویټه کې

په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند علمي افغان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان دغه لړۍ ډیره جدي مخ ته وړې او پیښور او کویټه کې چې ډیری افغانان اوسي، دغه لړۍ لاتیزه شوې ده. د هغه په خبره اکثره افغانان په ویره کې دي چې کله به یې پولیس په کورچاپه وهي او نیسي به یې. " له لسم د جولای نه راپدیخوا ډیره جدي روانه ده. د پاکستان دولت د افغانانو نیول ډیرجدي نیولې دي، خاصتاً، خاصتاً په پیښورکې، په کویټه کې، او په لاهور، اسلام آباد او په پنډۍ کې ډیرتغیرات ندي راغلي چون دلته څوک پاتې هم ندي، ولې کور په کورګرځي، دغه نن هم موږ شاهدان وو چې راغلل، بعضې کورونه یې وکتل او یو تعداد افغانان یې ونیول او حاجي کمپ ته یې بوتلل. هیڅ څوک نه پوهیږي چې د شپې راځي، د ورځې راځي، هروخت امکان شته چې پولیس راشي او افغانان له خپلو کورونو نه، سړکونونونه، له پارکونونونه حتي له مسجدونو نه ونیسي او ډیپورټ یې کاندي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په هغه هیواد کې د افغانانو په ګډون د هغو بهرنیانو چې د استوګني قانوني اسناد نه لري د نیولو او له هیواده د ایستلو دغه نوی کمپاین داسې مهال پیل کړی چې له دې مخکې یې د افغانانو د نیولو او ایستلو په هغې لړۍ کې چې د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې پیل کړې وه، په سلګونو زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي او بیرته یې خپل هیواد ته استولي دي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه چې د جولای له لسمې راهیسې د دغه نوي کمپاین په ترڅ کې یې څومره افغان کډوال نیولي او له هیواده ایستلي، څه ندي ویلي خو ښاغلی افغان وایي چې شمیریې ډیرزیات دی.

اکثره افغانانو مخکې له دې چې د جولای لسمه راورسیږي، ترهغې مخکې خپل ټول کاروبار، کورونه پریښول او لاړل

" دقیقاً خو دا شمیره هیڅوک هم نه لري چون ډیرزیات چې نیول شوي په پیښور کې نیول شوي او ډیپورټ شوي دي او بدون له نیولو دوی دغه اعلان ډیرجدي کړی و، اکثره افغانانو مخکې له دې چې د جولای لسمه راورسیږي، ترهغې مخکې خپل ټول کاروبار، کورونه پریښول او لاړل او یو تعداد یې اوس هم روان دي چې شمیریې هم ډیرزیات دی."

په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ په سیند ایالت کې د پولیسو له قوله راپورورکوي چې وایي په لاهور ښارکې د غیرقانوني کډوالو په وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۱ افغانان نیول شوي دي. د لاهور د پولیسو یوه ویاند ویلي چې د نیول شویو کسانو د اسنادو له څیړلو وروسته ۲۸ افغانان چې د استوګنې قانوني اسناد یې تایید شول، بیرته خوشې شول او پاتې ۹۳ افغانان چې په دې هېواد کې په ناقانونه توګه اوسیدل د نورو قانوني اقداماتو لپاره د ټهوکر نیاز بېګ د توقیف مرکز ته ولېږدول شول.

د دې عملیاتو یوه مسول فیصل کامران ویلي چې د غیرقانوني بهرنیو وګړو پر ضد روان عملیات د قانون له مخې او له هر ډول تبعیض پرته ترسره کېږي. هغه زیاته کړه چې په ټول ښار کې به د هغو بهرنیانو پرضد چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، خپل کمپاین ته دوام ورکړي.

په پاکستان کې پرافغان کډوالو د پاکستاني چارواکو د زیاتیدونکو فشارونو په ترڅ کې ډیرې داسې افغانې کورنۍ هم شته چې کلونه او لسیزې یې په پاکستان کې ژوند کړی او له هغه هیواده د په زوره ایستلو له ویرې په خپله خوښه خپل هیواد ته ستنې شوې دي. یوه له دغو کډوالوکورنیو څخه د دولت خان کورنۍ ده چې په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې اصلي مینې ته ستنه شوې ده.

دولت خان څه موده مخکې ازادي راډیو ته وویل چې څه باندې څلورلسیزې یې په پاکستان کې تیرې کړې او اوس یې د کورنۍ شمیرلسګونو کسانو ته رسیږي. نوموړی وایي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، زنداني کولو او ایستلو د پراخو عملیاتو له پیل سره سم یې نور په هغه هیواد کې ځان خوندي نه احساسوه ځکه یې پرېکړه وکړه چې باید خپلې اصلې مېنې ته ستون شي، خو په خبره یې د خیبرپښتونخوا پرېښودل هم ورته اسانه نه و ځکه د ژوند مهم او خواږه کلونه یې هلته تېر کړي دي.

" د پاکستان حکومت د افغانانو په وړاندې عملیات پیل کړل، په کورونو به ننوتل او خلک یې بې عزته کول، نو موږ فکر وکړو چې له دې مخکې چې هغوی راشي او موږ په زور وباسي، ماشومان مو پاتې شي او موږ راوایستل شو، نو دا خو بیا شرم وو نو پرېکړه مو وکړه چې په خپله خوښه راستانه شو."

پرپاکستان سربیره له بل ګاونډي ایران څخه هم د افغانانانو د بیرته ستنولو لړۍ روانه ده. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر ویاند چارلي ګوډلیک د تیرې دوشنبې په ورځ وویل چې اټکل کیږي چې د روان ۲۰۲۶ کال ترپایه پورې به له دووملیونو تردونیمو ملیونو پورې نور کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شي چې دا به په دې هیواد کې پر روان بشري وضعیت فشارلازیات کړي. د هغه په خبره په وروستیو دریو کلونو کې شپږ ملیونه افغانان له بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو دغه مرستندویه اداره وایي چې د د دغو زیانګالو د لاسنیوي لپاره کافي بودیجه نه لري او تراوسه یې د هغې بودیجې چې دې کمیشنیرۍ په روان کال کې د افغانستان لپاره غوښتنه کړې، یوازې ۲۵ سلنه یې تامین شوې ده.

افغانان په دومره زیات شمیرکې داسې مهال بیرته خپل هیوادته ستنیږي چې د هیواد نژدې دریمه برخه نفوس په یوډول په بشري مرستو پورې تړلی دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG