د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۸

پاکستان کې د افغان کډوالو میلیاردونه ډالره سوداګري او شتمني بې حسابه پاته ده

پاکستان کې د افغان کډوالو په کډو بار لارۍ، ارشیف
پاکستان کې د افغان کډوالو په کډو بار لارۍ، ارشیف

له پاکستانه اخراج شوي یوشمېر کډوال وایي، ټولې شتمنۍ یې پاکستان کې پاته دي او دوی تش لاس په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

له دغو کډوالو څخه دوکانونه، مارکیټونه او بېلابېل نور ملکیتونه پاته دي او په خبره یې دا فرصت نه دی ورکړل شوی چې تصفیه یې کړي یا بل چا ته یې وسپاري.

دوی وایي خپل برخه لیک ته ډېر اندیښمن دي.

د دواړو لورو حکومتونو که څه هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې پخوا ازادي راډیو ته ویلي و چې د افغانانانو میلیاردونه ډالره سوداګري پاکستان کې پاته ده.

له پاکستانه تازه دوه میاشتې مخکې اخراج شوی افغان کدوال چې ځان حاجي لالا معرفي کوي، وایي کورنۍ یې په زوره د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت پېښور کې له کابو څلوېښتو کلونو ژوند وروسته افغانستان ته ایستل شوې، خو د دوی سوداګري، شتمنۍ او د کار او بار وسایل هلته بند پاتې دي.

ده چې موټرو د ټایرونو کار او بار کاوه او اوس خپلې کورنۍ سره ننګرهار ولایت کې مېشت دی، وړاندې یې ازادي راډیو ته وویل:"زموږ ټوله سرمایه هر څه پاکستان کې پاتې دي،ځکه پولیسو ډېر سخت تنګولو، هر څه رانه هلته پاتې شول، او دلته ډېر سخت وضعیت سره مخ یو، پیسې مو هم پاکستانیانو سره پاتې دي، هغوی یې هم نه راکوي، کله یوه پلمه کوي او کله بله، دلته هم ډېرو ستونزو سره مخ یو ځکه کار او بار هېڅ نه لرو،مجبور یم چې قاچاقي بېرته پاکستان ته ولاړ شم ځکه هلته مې پیسې او کار روزګار بند پاتې دي."

دی وایي څو ځله یې هڅې وکړې چې په قانوني ډول د خپلې سرمایې د ټولولو لپاره پاکستان ته ولاړ شي، خو ویزه نه ورکول کېږي.

عبدالمطب خان چې شاوخوا اته میاشتې مخکې له اسلام اباده کابل ته له خپلې کورنۍ سره ستون کړل شوی، وایي د دېرش کلونو کار او بار او شتمني یې په پاکستان کې پاتې ده.

ده وویل چې څو میاشتې مخکې یې کله چې د خپل کار او بار یوه برخه توکي افغانستان ته انتقالول، تورخم کې پاکستاني پولیسو یې بدل کې زرګونه پاکستانۍ کلدارې ترې اخیستي دي:"موږ ۴۷ کلونه پاکستان کې تېر کړل، چې کله راتلم، زما خپله د ګند افغاني جامو دوکان و،چې اوه اته کاله مې په کې کار کړی و،چې کله راغلو تورخم ته، ښځې او ماشومان مو دېخوا راواوښتل عمري کمپ کې پراته وو، او زه یې دوه شپې او دوه ورځې هاخوا ایسار کړی وم،او یو لک او دېرش زره روپۍ یې رانه واخیستې، په ډېر خفګان او زما مال یې هم دوه شپې ایسار کړی و، سخت یې پرې وکړولو،دلته هم کارونه صفر سره ضرب دي.

دی وایي د دوکان پاتې ګڼ نور توکي، پر خلکو یې پورونه او له خیاطانو سره یې ورکړې ټوکرې پاتې شوې دي.

د دوی په وینا، د پاکستاني چارواکو له لوري د بېړنۍ خبرتیا او د پولیسو د عملیاتو له امله نه دي توانېدلي چې خپلې شتمنۍ خوندي کړي،کاروبارونه وتړي یا شخصي توکي له ځان سره راوړي، دوکانونه او سوداګریز ځایونه یې لا هم په پاکستان کې تړلي دي او دوی ته د لاسرسي یا د خپلو شتمنیو د انتقال اجازه نه ده ورکړل شوې.

دوی وايي چې د کلونو زحمت او پانګه یې له لاسه ورکړې او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دغه ستانه شوي افغانان غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت له پاکستاني اړخ سره په خبرو د دوی د شتمنیو او سرمایو ورګرځونه کې اقدام وکړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت نظر ولرو، خو د دوی د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني زموږ د څو ورځو مکررو تماسونو او پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د پاکستان حکومتي چارواکو سره هم د ځواب په تر لاسه کولو ونه توانېدو.

خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و چې دوی هڅه کوي په افغانستان کې دننه د افغان ستانه شویو کډوالو لپاره د ژوندانه امکانات برابر کړي او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی و چې افغانانو ته دې د دوی د شتمنیو د ټولولو فرصت ورکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونې هم ازادي راډیو ته تایید د کره شمېر له ورکولو پرته ویلي و چې د افغان سوداګرو میلیاردونه ډالره شتمني په پاکستان کې پاته ده او باید مسولین دغې ستونزې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کار د فرصتونو کمښت، اقتصادي ستونزو او د مناسب استوګنځي نشتوالی د راستنېدونکو ژوند لا ستونزمن کړی دی.

ډېری کورنۍ وايي چې د ژوند له سره پیل کول ورته اسانه نه دي او د خوراک، سرپناه، روغتیا او زده کړو په ګډون له ګڼو اړتیاوو سره مخ دي.

بلخوا پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

په ټوله کې، له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر د زرګونو کورنیو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

د شتمنیو له لاسه ورکول، اقتصادي بې‌ثباتي او د ژوند د بیا رغونې ستونزې هغه مهمې ننګونې دي چې راستنېدونکي ورسره مخ دي او د حل لپاره یې د ملي او نړیوالو ادارو همکارۍ ته اړتیا لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG