ایټالوي رسنیو د هغو څلورو کاریګرو هویت اعلان کړ چې په دې وروستیو کې ددغه هیواد په جنوب کې په موټر کې دننه سوځول شوي دي.
په دوی کې درې کسه د افغانستان او یو تن د پاکستان وو.
په دې پیښه کې وژل شوي افغانان ، ۲۸ کلن امین فضل خوګیاڼی، ۲۷ کلن صفي ایجاد او ۱۹ کلن عصمت الله قیمي معرفي شوي دي. پاکستانی کس ۲۹ کلن وسیم خان معرفي شوی.
ایټالوي چارواکو وویل دوه کسه پاکستانیان چې دغو څلورو کاریګرو یې ترڅارنې لاندې کار کاوه ددې قضیې په تړاو د کامرو د تصویرونو په مټ نیول شوي دي.
رسنیو رپوټ ورکړ چې نیول شویو کسانو د حق السکوت څخه کار اخیستی او د پیښې د انګیزې د معلومولو په اړه د څارنوالۍ او پولیسو تحقیقات روان دي.
ویل کیږي چې دغو کارګرانو د ځمکنیو توتو یا ستروبیري په کروندو کې کار کاوه.
د محمد عالمیار په نامه یو بل ۳۵ کلن افغان کارګر چې له پیښې ژوندی پاته شوی دی او د بدن ځینې برخې یې سوي خبریالانو ته ویلي چې دوی تورکار کاوه او له پیښې مخکې یې له هغو کسانو چې دوی یې په کار ګمارلي وو غوښتنه کړې وه چې دکار قرارداد ورکړي.
د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني دغه پیښه بوږنونکې بللې او ویلي چې ټولو خلکو ته یې ټکان ورکړی دی.
میرمن میلونې د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې "دغه وحشتناک جنایت باید په بشپړه توګه څرګند شي او ټول عاملان باید عدالت ته را وستل شي."
افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د دریو افغانانو د وژل کیدو پیښې ته په غبرګون کې د ایټالیا له حکومت وغوښتل چې عاملان عدالت ته وسپاري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه بیان کې دغه پیښه "له جنایت او ظلم ډک " یو برید وباله او وویل چې دغه افغانان قصدا سوځول شوي او وژل شوي دي.
بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا او نورو هیوادونو کې دافغان کډوالو د ځان ، امنیت او اساسي حقوقو د ساتنې په اهمیت ټینګار کړی دی.
بلخوا نیویارک ټایمز لیکي چې دغې پیښې، ایټالوي چارواکي دې ته اړ کړي چې د کارګرانو پراخ استثمار ته چې د جرمي ډلو له خوا رامنځته شوی او د ایټالیا د کرنې صنعت ته یې نفوذ کړی پاملرنه وکړي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي چې دغه وژنه د دوشنبې په ورځ د سویلي ایټالیا د کالابریا په سیمه کې د تیلو په یوه تمځاي کې شوې. دا پېښه په کمره کې ثبت شوې ، او ویډیو یې ایټالویان سخت ولړزول او دصدراعظمې جورجیا میلوني په شمول یې د هېواد د لوړپوړو چارواکو پام ځان ته واړاوه.
د څارنې د کمرې ویډیو کې لیدل کیږي چې دوه کسان پر یوه موټر پټرول شیندي او دروازې یې بندوي.