د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۶

یونیسیف سږکال افغانستان کې شدیدې خوارځواکۍ سره مخ سلګونه زره ماشومانو ته درملنه رسوي

د یوې ماشومې د خوارځواکۍ معاینه ، ارشیف
د یوې ماشومې د خوارځواکۍ معاینه ، ارشیف

د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق ،یونیسیف وايي چې په روان میلادي کال کې غواړي په افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره هغو ماشومانو ته درملنه ورسوي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. یونیسیف وايي دا کار به د اسیا د پراختیايي بانک په ملاتړ په ټول افغانستان کې ترسره شي.

د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسیف وايي چې په روان میلادي کال کې غواړي په افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره هغو ماشومانو ته درملنه ورسوي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه ادارې د یکشنبې په ورځ (۱۳ ثور، ۳ مې) په ایکس کې لیکلي چې د اسیا د پراختیايي بانک په ملاتړ به د دې ماشومانو درملنه په ټول افغانستان کې ترسره شي.

یونیسف مخکې ویلي وو چې له خپلو شریکانو سره یې په ۲۰۲۵ کال کې یې د ۶۱۰ زره هغو ماشومانو درملنه کړې چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وو، او خبرداری یې ورکړی چې خوارځواکي د افغانستان د ماشومانو ژوند ګواښي.

د خوړو نړیوال پروګرام تېر کال ویلي وو چې د خوارځواکۍ زیاتوالی هره ورځ نور ماشومان کابل کې د دې ادارې تر ملاتړ لاندې کلینیکونو ته راکاږي.

د دې ادارې شمېرې ښيي چې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه ښځې په افغانستان کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي؛ خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په وروستیو کې ویلي وو چې شاوخوا درې میلیونه ښځې او ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د کندهار څخه عایشې په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې فقر او بېوزلي د دې سبب شوي چې ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته شي.

زما مېړه په ښاروالۍ کې کار کوي او میاشتنی معاش یې پنځه زره دی. له دې پیسو نه یا اوړه واخلو او یا یې د درملو لپاره مصرف کړو.

خوارځواکي څه ده؟
د تغذیې متخصص ډاکټر عبدالجمیل باوري وایي:

خوارځواکي یو سندروم دی، یعنې د څو ناروغیو مجموعه ده چې د خوړو د زیاتوالي یا کموالي له امله رامنځته کېږي


" خوارځواکي یو سندروم دی، یعنې د څو ناروغیو مجموعه ده چې د خوړو د زیاتوالي یا کموالي له امله رامنځته کېږي. یعنې که یو کس له اړتیا زیات خواړه وخوري او یا د انرژۍ د اړتیا په پرتله کم خواړه واخلي."

د خوړو نړیوال پروګرام تېر کال د میزان په میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې د سلګونو تغذیوي مرکزونو تړل کېدل او د بشري مرستو بودیجې سخت کمی، زرګونه ماشومان د مرګ او خوارځواکۍ له خطر سره مخ کړي دي.

دې ادارې په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې ۲۹۸ تغذیوي مرکزونه تړل شوي او له ۲۰۲۴ کال راهیسې د ګرځنده روغتیايي او تغذیوي خدمتونو ټیمونه ۵۴ سلنه کم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري مرستو وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    سلطان سرور

    سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG