د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

"ټام، له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو ایستل لویه ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي"


ارشیف، بریتانوي سرتیري
ارشیف، بریتانوي سرتیري

ګڼو لویدیځو ورځپاڼو او رسنیو افغان ځواکونو ته د بګرام د اډې د سپارلو په هکله مطالب خپاره کړي دي.

  • مېل انلاین

مېل انلاین لیکي چې د بریتانیې د پارلمان یو محافظه کار غړي له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د خپل هېواد په پوځي مشرانو انتقاد کړی دی.

ټام توګینداټ له افغانستانه د ځواکونو ایستل یوه لویه ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي.

د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر چې څلور کاله یې په منځني ختیځ کې خدمت کړی وايي، له افغانستانه د ځواکونو ایستل دا معنی ورکوي چې بریتانیا دې په نورو هېوادونو اغېز خپرول هېر کړي.

نوموړي ویلي، د ځواکونو راایستل دښمنان زړور او متحدین مایوسه کوي.

مېل انلاین زیاتوي چې د بریتانوي ځواکونو وروستۍ ډلګۍ به په څو راتلونکو ورځو کی خپل هېواد ته ستنه شي.

ټاکل شوې شااوخوا دوه سوه بریتانوي سرتیري خپل هېواد ته ستانه شي او په دې سره په افغانستان کې د یاد هېواد شل کلن پوځي حضور پای ته رسېږي.

مېل انلاین لیکي:

دغه سرتیري په داسې مهال خپل هېواد ته ستنېږي چې افغانستان کې جنګ جګړو زوراخیستی او د افغانستان حکومت د شنبې په ورځ اعلان وکړچې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو سلګونه جنګیالي وژل شوي دي، خو وروسته طالبانو دا خبره رد کړه.

  • اېن.پي.ار انلاین نشریه

د امریکا د ملي راډیو،اېن.پي.ار انلاین نشریه هم لیکي چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پرته له پوځي رسم ګذشت او د نسبتاً وړو مراسمو په ترڅ کې خپل پای ته نږدې کېږي.

خپرونه لیکي، امریکايي پوځیانو خپله وروستۍ لویه اډه افغانانو ته وسپارله.

اېن.پي.ار انلاین نشریه وايي، په داسې حال کې چې امریکايي اردو د بګرام د اډې سپارل په افغانستان کې د خپلو پوځي هلو ځلو رسمي پای نه ګڼي، خو بیا هم دغه پېښه په افغانستان کې د داسې یو پوځي حضور څرګندونه کوي چې اوس یې یوه ډېره کوچنۍ برخه پاتې ده.

خپرونه وړاندې لیکي:

د بګرام اډه په داسې حال کې وسپارل شوه چې د هېواد په بېلابېلوسیمو کې د طالبانو د پرمختګ ترڅنګ د کورنۍ جګړې احتمال لیدل کېږي او د امریکا د کانګرس ځینو غړو او افغان چارواکو د هېواد د راتلونکي په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

اېن.پي.ار انلاین نشریه د افغانستان د جګړې د پس منظر په هکله لیکي چې شل کال پخوا او پر امریکا د سېپټمبر تر تروریستی بریدونو وروسته، جورج ډبلیو بوش د امریکا هغه مهال ولسمشر د اکتوبر په یوه ورځ اعلان وکړچې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د القاعده شبکې په روزنېزو مراکزو او د طالبانو پر تأسیساتو بریدونه پیل کړل.

هغه وروسته وویل چې د امریکا نږدی متحد هېوادونه لکه کاناډا، اسټرالیا، بریتانیا، فرانسه او جرمني هم له امریکا سره ملګري دي.

خپرونه لیکي:

په وروستیو ورځو کې د دغو هېوادونو سرتیري او دغه راز د پولنډ او ایټالیا سرتیري له افغانستانه په ارامی ووتل چې په خپلو هېوادونو کې پرته له لویو مراسمو د چارواکو له خوا ورته هرکلی وشو.

  • 16x9 Image

    سلطان سرور

    سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG