د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۱

یونیسیف : د نجونو اوښځو په زده کړو او کار محدودیتونه افغانستان ته هرکال ملیارډونه افغانۍ زیان رسوي

کابل کې د طبي انستیتیوتونو محصلانې چې  له زده کړو محرومې شوي دي.
کابل کې د طبي انستیتیوتونو محصلانې چې له زده کړو محرومې شوي دي.

یونیسیف افغانستان کې د نجونوپه زده کړو او د ښځو په کار باندې دمحدودیتونو د اغیزو په هکله خپل یوتازه څیړنیز رپوټ کې وايي چې دغه محدودیتونه هرکال افغانستان ته سلګونه ملیونه افغانۍ زیان رسوي ،ټولنیز بنسټونه او عامه خدمات کمزوري کوي او دهیواد وده زیانمنوي.

دغزني ولایت د طب پوهنځي د دریم سمستر پخوانۍ محصلې فتانې چې له ایګزیټ ازموینې بې برخې شوې په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې هغه نجونې چې په سختو شرایطو کې یې زده کړې کړي اوس نه یواځې له زده کړو بلکه له کار او خلکو ته له خدمت هم محرومې شوي دي.

دا یواځې د امتحان موضوع نه ده بلکه د هغو نجونو د راتلونکې مسئله ده چې خپلې زده کړې یې بشپړې کړي دي او اوس د کار حق هم نلري
فتانه


" دا یواځې د امتحان موضوع نه ده بلکه د هغو نجونو د راتلونکې مسئله ده چې خپلې زده کړې یې بشپړې کړي دي او اوس د کار حق هم نلري ځکه چې دایکزیټ امتحان وانخیستل شي د کار حق هم نه ورکول کیږي، دنده نه ورکول کیږي. مونږ ډیرې ناهیلې او خواشینې یو ځکه چې د مونږ دکلونو زحمتونه نن بې برخلیکه ښکاري."

حسنا احمدي هم له هغو نجونو څخه یوه ده چې له زده کړو بې برخې شوي دي.

هغه وايي څه دپاسه څلور کلونه کیږي چې نه پوهیږي ژوند یې څنګه تیریږي او شپه او ورځ اندیښنه کوي.

دا واقعا یو دردناک احساس دی چې کله زده کړه نه وي نو راتلونکې هم نشته
حسنا احمدی


" دا واقعا یو دردناک احساس دی چې کله زده کړه نه وي نو راتلونکې هم نشته. کله چې درس نه وي زه نشم کول لوستې اوسم او ټولنه کې یو کار ولرم. دا یو ځورونکی حس دی چې زه ورسره مخ یم، زده کړې نشته او زه به هیڅ کار ونلرم. دا د ما لپاره ډیره ګرانه ځکه ده چې کله ښوونځی نه وي نو ته نشې کولی خپلو هیلو ته ورسیږې."

یونیسیف یا د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق ، "افغانستان کې د نجونو د زده کړو اوپه کاري ځواک کې د ښځود ګډون په اړه د اقدام نه کولو لګښتونه" ترعنوان لاندې خپل رپوټ کې وايي د نجونو په زده کړو محدودیت افغانستان له یوې داسې راتلونکې سره مخ کړی چې د ښوونکیو او روغتیايي کارکوونکو شمیر به په کې کم وي.

رپوټ وړاندې لیکي چې په نجونو او ښځو دغه محدودیتونه سربیره پر دې چې ددوی د حقوقو نقض دی ،دهیواد بشري پانګه کمزورې کوي،د هیواد راتلونکې ودې ، عامه خدماتو او ټولنیزثبات لپاره هم جدي عواقب لري.

دغه څیړنه زیاتوي چې د افغانستان د اقتصادي ثبات تر ظاهري بڼې لاندې ژورې او مخ پر زیاتېدو زیانمننې پرتې دي. د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کاري ګډون دوامدار محدودیتونه د هېواد بشري پانګه په داسې چټکۍ سره کمزورې کوي چې نه یوازې راتلونکې اقتصادي وده، بلکې په راتلونکې لسیزه کې د مهمو ټولنیزو بنسټونو پایښت هم له ګواښ سره مخ کوي.


رپوټ زیاتوي چې له اټکلونو سره سم په ۲۰۲۴ کال کې د شاوخوا ۲.۶ میلیونه تنکیو ځوانو نجونو په شمول له ۷ تر ۱۸ کلونو پورې شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې له ښوونځیو محرومې وې او په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۱ میلیونه نجونې په ثانوي زده کړو محدودیتونو څخه په مستقیم ډول اغېزمنې شوې دي.او که اوسني فرمانونه او محدودیتونه همداسې دوام ومومي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا شمېر له ۲ میلیونو څخه واوړي.

رپوټ وړاندې لیکي چې که محدودیتونه لیرې نشي نوهر کال به یوه بله ډله نجونې له فرصتونو داسې محرومې شي چې هېڅکله به د مسلکي کارکوونکو په توګه د کار بازار ته داخلې نه شي.

رپوټ ددغو محدودیتونو د اقتصادي نتایجو په هکله لیکي چې لدې امله افغانستان ته هر کال لږ تر لږه ۵.۳ میلیارده افغانۍ (۸۴ میلیونه امریکایي ډالر) زیان رسیږي.او دا زیانونه چې د وخت په تېرېدو سره راټولېږي، د هېواد د راتلونکې ودې مسیر کمزوری کوي او د دوامدارې اقتصادي بیا رغونې امکانات زیانمنوي.

رپوټ سپارښتنه کوي چې افغانستان کې واکمن چارواکي باید له شپږم ټولګي پورته نجونو په زده کړو او عالي تحصیلاتو محدودیت لیرې کړي.

مرستندوی اړخونه باید په ابتدايی زده کړو کې پانګونو ته دوام ورکړي او چارواکي باید مسلکي زده کړې ډاډمنې کړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې د کار بازار کې برخه واخلي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت چې واک ته له ستنیدو وروسته یې په تیرو څه دپاسه څلورو کلونو کې د شپږم ټولګي پورته نجونو او ښځو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګولی او دښځو لپاره یې کاري فرصتونه هم محدود کړي د ملګروملتونو ددغه رپوټ په هکله تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    سلطان سرور

    سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG