د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۳۵

جورجیت ګانیون: هرکال شاوخوا ۲۵۰ زره نجونې د ثانوي زده کړو له بهیرڅخه محرومیږي

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه ، ارشیف
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه ، ارشیف

افغانستان کې د ملګروملتونو دمرستندوی ماموریت، یوناما، سرپرستې جورجیت ګانیون امنیت شورا ته خپله وینا کې یوځل بیا یې له طالبانو وغوښتل چې په نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي. بلخوا فعالانې وايي د طالبانو له حکومت سره له داسې تعامل څخه باید ډډه وشي چې د دوی ځپونکې پالیسي عادي کوي.

افغانستان کې د ملګروملتونو دمرستندوی ماموریت، یوناما، سرپرستې جورجیت ګانیون امنیت شورا ته خپله وینا کې وویل چې په نجونو او ښځو د طالبانو محدودیتونه شدید او مخ په زیاتیدو دي او یوځل بیا یې له طالبانو وغوښتل چې دغه محدودیتونه لیرې کړي.

میرمن ګانیون دغه راز له طالبانو وغوښتل چې دملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته ددغه سازمان دفترونو ته ځکه د ورتګ اجازه ورکړي چې دا بندیز د ملګروملتونو د منشور څخه سرغړونه ګڼل کیږي.

جورجیت ګانیون په خپله وینا کې د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق ، یونیسیف، وروستي رپوټ ته په اشاره وویل :

د ښځو په زده کړو او کار محدودیت، دافغانستان اقتصاد او د هیواد اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ ته زیان رسوي
جورجیت ګانیون


" د یونیسیف وروستی تحلیل څرګندوي چې د ښځو په زده کړو او کار محدودیت، دافغانستان اقتصاد او د هیواد اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ ته زیان رسوي. د روغتیا او زده کړې په څیر سکتورونه د مسلکي ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ دي چې د اټکلونو سره سم به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۵ زره مسلکي کارکوونکې له لاسه ورکړي. "

میرمن ګانیون زیاته کړه چې د ۲.۸ ملیونو بالغو نجونو په شمول له ۷- ۱۸ کلونوشاوخوا ۳.۸ ملیون نجونې له ښوونځیو محرومې شوي دي.

دیوناما سرپرستې وویل چې هرکال شاوخوا ۲۵۰ زره نجونې د ثانوي زده کړو له بهیرڅخه په دایمي توګه محرومیږي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو او ښځو په مخ د ښوونځیو او عالي تحصیلاتو دروازې تړلي دي.

میرمن ګانیون امنیت شورا ته خپله وینا کې وویل چې په نجونو او ښځوباندې شدید او زیاتیدونکي سیستماتیک محدودیتونه په مجموع کې د افغاني ټولنې نسلونه اوږدمهالو زیانونو سره مخ کوي.

هغې وویل سره لدې چې د طالبانو ترحاکمیت لاندې افغانستان ظاهرا با ثباته دی خو ولس که په ښاري سیمو کی اوسي یا په کلیوالي سیمو کې د بشري مرستو ، اقتصاد او د بشري حقوقو په برخه ترسخت فشار لاندې دی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت ددغو څرګندونو په هکله تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی دی.خو له دې وړاندې یې د امنیت شورا د تیرو غونډو دبحثونو او پریکړو په اړه په تکرار دا ادعا کړې ده چې د افغانستان وضعیت یې د شته واقعیتونو پر بنسټ نه دی ارزولی.

دیوناما مشرې زیاته کړه چې د طالبانو ترحاکمیت لاندې ځمکنی او اداري کنټرول ټینګ شوی دی اوپه ټکو یې " د حاکمیت په وړاندې واقعي مخالفه وسله واله او سیاسي ننګونه نه لیدل کیږي."

بلخوا د افغانستان د عدالت د ارشیف موسسې میترا مهران د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودوونکو فرامینو ته په اشاره ټینګار وکړ چې طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې خپلو ځپکونو پالیسیو ته پرته له محاسبې دوام ورکړی او له دوی سره تعامل کې اصول او ارزښتونه باید قرباني نه شي.

هغې له امنیت شورا ، یوناما او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو له حکومت سره له داسې سیاسي او دیپلوماتیک تعامل څخه ډډه وکړي چې د دوی ځپونکې پالیسي عادي کوي.

اوس تر بل هر وخت ډېر اړین دي چې نړیواله ټولنه د عملي مصلحتونو پر ځای اصولو او ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي
میترا مهران


" په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو ځپونکې او محدودونکې کړنلارې لا پسې ژورېږي، اوس تر بل هر وخت ډېر اړین دي چې نړیواله ټولنه د عملي مصلحتونو پر ځای اصولو او ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي. د افغانستان د ښځو او همدارنګه د مدني ټولنې ،بشپړ، برابر، واقعي او خوندي ګډون باید تضمین شي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په درشل کې د ښځو د حقوقو د ملاتړیو شمیر فعالانو ازادي راډیو ته وویل چې د نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو د پالیسیو د بدلون لپاره باید ملګري ملتونه او په ځانکړې توګه امنیت شورا عملي اقداماتو ته مخه کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    سلطان سرور

    سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG