د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د راپورونو له مخې، لاهم په افغانستان کې په میلیونو میندې او ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.
د کابل یوه اوسېدونکې زهره وايي ۴ کلن کوچنی زوی یې عمر په خوارځواکۍ اخته دی، خو دا خپله دومره توان نهلري چې ورته د هغه د خوښې خواړه تیار کړي: "نن غرمه مې خور بانجان پاخه کړي و. زوی مې بانجان نهخوري، تر اوسه مې ورته ډوډۍ هم نهده ورکړې، که بانجان په زور ورکړم د خولې او شونډو شاوخوا یې سرې دانې راخیژي، که په کور کې کچالو وي چپس ورته وکړم هغه خوري، خو کچالو نهشته، زوی مې پلو خوښوي، خو وریجې ګرانې دي نهیې شو اخیستلای."
مېرمن زهره زیاتوي چې یوې نړیوالې مؤسسې یوازې د ۶ میاشتو لپاره ورسره مرسته کړې چې هره میاشتیې ۲،۶۰۰ افغانۍ ورکولې، خو وروسته بندې شوې.
هغه چې خپله هم په خوارځواکۍ اخته وه او درملنهیې ترلاسه کړې وايي چې خاوند یې څه د پاسه دوهنیم کاله کېږي چې زنداني دی او هغه له عمر، خپل بل ۱۲ کلن زوی او ۱۳ کلنې لور سره د خپلې خور کور کې اوسي.
- د خوارځواکۍ عوامل
د ډاکترانو په وینا، خوارځواکي د افغانستان په څېر مخ پر ودې هېوادونو کی یوه عامه ناروغي ده چې د خوراکي موادو د نشتوالي، خپله ماشوم کې د ناروغۍ له کبله او د چاپېریال د عواملو څخه رامنځته کېږي.
خوارځواکي د خوراکي موادو د نشتوالي، خپله ماشوم کې د ناروغۍ له کبله او د چاپېریال د عواملو څخه رامنځته کېږي.
فقر او بېوزلي، جنګونه، طبیعي افات لکه سېلابونه، وچکالي او زلزلې هم د دغې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې لوی رول لري.
د کابل د طب پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر احمدالدین معارج وايي کله چې ماشوم د هضمي جهاز یا په کومه بله اړوند ناروغۍ اخته وي، یا میندې پلرونه په دې نهپوهېږي چې ماشوم ته په کوم عمر کې کوم خواړه ورکړي، دا هم د خوارځواکۍ سبب کېږي.
- د خوارځواکۍ علایم
ډاکتر معارج وايي د خوارځواکۍ د پېژندنې بارزه نښه دا ده چې د ماشوم وزن نهزیاتېږي یا پړسېږي، بېاشتها وي او بدنیې خوله کوي.
- علاج
د ډاکتر معارج په خبره "علاجیې ساده دی، ماشوم ته انرژي او پروتین ورکول کېږي. انرژي کېدای شي له هر ډول خوړو نه حاصله شي، له شیریني خوړو نه، له غوړو خوړو نه، له پروتیني خوړو نه لکه غوښه، لوبیا، نخود، هګۍ، شیدې، مستې. غوره لار دا ده چې نباتي پروتین لرونکي مواد لکه لوبیا، دال، نخود او باقلي ټول سره ګډ او مېچن شي، په اوبو کې پاخه او په مناسبه اندازه غوړي پهکې واچول شي او ماشوم ته ورکړل شي."
د خوارځواکۍ د پېژندنې بارزه نښه دا ده چې د ماشوم وزن نهزیاتېږي یا پړسېږي، بېاشتها وي او بدنیې خوله کوي.
- وقایه
ډاکتر معارج زیاتوي چې د دو ماشومانو ترمنځ د سن توپیر باید لږترلږه له ۳-۵ کلونو پورې وي، پۍ په پۍ یا شیر په شیر ماشومان راوړل د میندو او ماشومانو دخوارځواکۍ سبب کېږي.
ماشوم ته باید تر ۶ میاشتو پورې د مور شیدې ورکړل شي او وروسته باید د روغتیاپالانو په مشوره ورته پروتین، نشایسته او غوړ لرونکي خواړه او په وخت واکسین ورکړل شي او د خوارځواکۍ په مخنیوي کې د کورنۍ اقتصادي وضعیت ډېر مهم رول لري.
ماشوم ته باید تر ۶ میاشتو پورې د مور شیدې ورکړل شي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر (اوچا) وايي سږکال ۴،۹ میلیونه میندې او ماشومان چې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، خوراکي مرستو ته اړتیا لري او په وخت اقدام سره د دوی ژوند ژغورل کېدای شي.
بلخوا افغانستان کې د یونېسف دفتر وايي زیانګالو کورنیو سره نقدي مرستې کوي ترڅو مغذي خواړه او نور اړین مواد واخلي او روغتیايي خدماتو ته بهتر لاسرسی ولري.