د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۱

د زیږون پر مهال د میندو د مړینې لوړه کچه؛ په هر یو لک ښځو کې د ولادت پر مهال ۶۰۰ مري

د یوه نوي زیږیدلي ماشوم او ډاکترې لاس
د یوه نوي زیږیدلي ماشوم او ډاکترې لاس

په افغانستان کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه لا هم د اندېښنې وړ ده. بې وزلي، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او خوارځواکي د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په هر یو لک زیږونونو کې نېږدې ۶۰۰ ښځې مري. یو شمېر افغانان هم وایي د دوی د کورنیو ځني ښځې په وروستیو کې، په کورونو  یا هم په روغتیايي مرکزونو کې، د زیږون پر مهال مړې شوې دي.

مرضیه د ۲۶ کالو وه چې د کورنۍ په وینا یې، د سزارین عملیات له لارې د خپل ماشوم له زیږولو وروسته، یو ځل بیا د نامعلومو لاملونو له امله د عملیاتو خونې ته یووړل شوه خو بېرته ژوندۍ راستنه نه شوه.

د مرضیې خور ازادي راډیو ته وویل:

موږ نه پوهېدو چې زما خور څه ستونزه لرله، خو په یوه ورځ کې یې درې ځلي عملیات شوي وو. دا یې دوهم ماشوم و، بل ماشوم یې پنځه کلن دی
د یوې مړې شوې افغانې مېرمنې خور

وايی له مرضیې اوس دوه ماشومان پاتې دي؛ یو نوی زیږېدلی ماشوم چې هېڅکله یې د مور غېږه ونه لیده، او بله لور یې بیا پنځه کلنه ده.

د مرضیې خور، چې نه یې غوښتل خپل او د مرضیې د عملیات د روغتون نوم واخلي ازادي راډیو ته وویل، مرضیه اووه میاشتې مخکې د خپل دوهم ماشوم د زیږولو لپاره د کابل ښار لوېدیځ کې یو روغتون ته مراجعه وکړه، هغه نور کیسه داسې کوي:

«موږ په دهلېز کې ولاړ وو او انتظار مو کاوه چې کور ته ولاړ شو، خو ډاکټرانو هغه په بیړه د دوهم ځل لپاره عملیات خونې ته بوتله. وروسته یې بېرته را نه وستله. کله چې مو وپوښتل چې څه ستونزه لري، ویل یې چې د وینې فشار یې ټیټ شوی دی. د عملیاتو لپاره یې دوه ځله د مېړه د ګوتې نښه واخیسته، خو د درېیم ځل په اړه یې هېڅ وضاحت ورنه کړ.»

کورنۍ یې ادعا کوي چې ښایي د ډاکټرانو د بې‌احتیاطۍ یا بې‌تجربګۍ له امله دا پېښه رامنځته شوې وي، ځکه د دوی په باور مرضیه پر وخت روغتون ته رسول شوې وه.

د مرضیې خور زیاتوي چې لا هم معلومه نه ده چې عملیات خونه کې پر هغې څه تېر شوي دي. د کورنۍ په وینا، هغې ټولټال درې ځله جراحي عملیات تېر کړي وو، خو هېڅکله ورته د دغو عملیاتو او د هغې د مړینې د لامل په اړه روښانه معلومات ورنه کړل شول:

«کله چې مو په کور کې د هغې جسد ومینځه، ومولیدل چې درې ځله عملیات شوي وو؛ د نس په ښکته برخه کې دوه ټپونه او د سینې لاندې یو بل ټپ موجود و. موږ باور لرو چې ښایي ډاکټرانو کافي وړتیا نه لرله او یا بې‌تجربه وو. زما خور کومه ځانګړې ناروغي نه لرله، نو ولې د یوه ماشوم د زیږون لپاره درې ځله سزارین عملیات شوه؟»

ازادي راډیو نه شي کولای د مرضیې د کورنۍ له خوا مطرح شوې ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

په ورته وحت کې د پروان ولایت یوه ۱۸ کلنه اوسېدونکې نبیلا وایي، دوه کاله مخکې یې مور د خپل اتم ماشوم د زیږون پر مهال په کور کې مړه شوه. د دې په وینا، هم مور او هم نوی زیږېدلی ماشوم په هماغه ورځ مړه شول:

دا غمیزه زما پر خپلې مور هم راغله. د زیږون پر مهال هم هغه او هم یې ماشوم دواړه مړه شول. په ځانګړي ډول اوس د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دا ډول ستونزې ډېرې شوې دي.
نبیلا د پروان اوسیدونکې

نبیلا زیاتوي: «ډېرې ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي او د زیږون پر مهال مري. پرله‌پسې زیږونونه، خراب اقتصادي وضعیت او په کور کې زیږون د دې مهم لاملونه دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان کې په هر یو لک ژوندیو زیږونونو کې شاوخوا ۶۰۰ میندې مري.


که څه هم د طالبانو حکومت چارواکي تل په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت خبره ردوي، خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان ښایي د روغتیا په برخه کې ۵۴۰۰ ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کړې منع شوې، په ۲۰۲۲ کال کې د پوهنتونونو دروازې هم د هغوی پر مخ وتړل شوې، او په ۲۰۲۴ کال کې د نجونو او ښځو لپاره په طبي نیمه‌عالي انسټیټیوټونو کې هم زده کړې منع اعلان شوې.

روغتیايي متخصصین وایي چې په افغانستان کې د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د مړینې د زیاتوالي تر شا ګڼ لاملونه شته.

له دې ډلې د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصې ډاکټرې سونیتا بهرام ازادي راډیو ازادۍ ته وویل، چې د ښځینه متخصصو کارکوونکو کمښت، د امکاناتو نشتوالی، له زده کړو محرومیت، د میندواره ښځو د پوهاوي کموالی او اقتصادي ستونزې د میندو او ماشومانو د مړینې مهم لاملونه دي:

«د ښځینه ډاکټرانو، قابلو او نرسانو کمښت، د وسایلو او امکاناتو نشتوالی او د ډاکټرانو او قابلو د ظرفیت نه لوړول مهمې ستونزې دي. تر ټولو اساسي عامل د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل دي. له څو کلونو راهیسې د روغتیا په سکټور کې د ښځینه کادرونو روزنه نه ده شوې. بله ستونزه دا ده چې ډېری میندواره ښځې نه پوهېږي چې د میندوارۍ پر مهال باید څو ځله د معاینې لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي او روغتیايي مرکزونو ته ولاړې شي.»

د مرضیې د کورنۍ په وینا، سره له دې چې د هغې د مړینې په اړه لا هم ډېرې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي، دا قضیه هېڅکله له قانوني لارې ونه څېړل شوه.

دوی وایي چې خاورو ته له سپارلو وروسته د شکایت او قانوني تعقیب په اړه بحث وشو، خو بیا له دې پرېکړې تېر شول.

"زموږ یوه خوږه او ځوانه خور مړه شوه. لور یې ژوندۍ پاتې شوه، خو هغه نه."

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG