د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۱

په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو بې وسې میندې او د خوراکي توکو کمښت

خوارځواکۍ باندې اخته ماشوم له خپلې مور سره
خوارځواکۍ باندې اخته ماشوم له خپلې مور سره

په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو میندې وايي د تېر په پرتله وضعیت لا پسې خراب شوی  او اوس چې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي ورته ویل کیږي چې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره ځانګړي غذايي توکي نه لري. بل لورته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام« ډبیلو ایف پي» د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکي د زیاتېدو په اړه یو وار بیا اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان د خوارځواکۍ له تر ټولو سخت ثبت شوي زیاتوالي سره مخ دی، او په ځوارځواکۍ اخته ۵ میلیونه ماشومان او میندې درملنې ته اړتیا لري.

نور بي بي چې په خبره یې په کور یې درې کوچني ماشومان خوارځواکه دي، وايي اوس د پخوا په څېر په روغتیايي مرکزونو کې د دوی د ماشومانو لپاره تغذیوي مواد او ځانګړي غذایي خواړه نه ورکول کېږي.

هغه چې د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ کې اوسیږي وايي د اقتصادي ستونزو، بې کارۍ او بې وزلۍ له امله نه توانیږي چې خپلو ماشومانو ته مناسب او کافي خواړه برابر کړي، له همدې امله یې دوه اولادونه چې یو یې ۶ کلن او بل درې کلن دی په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

نور بي بي شنبه د ثور ۲۶مه ازادي راډيو ته وویل:

«د ماشومانو لپاره ولاکه ډوډۍ لا لرو، هره شپه په نهره ویده کیږي، دوه اولادونه مې په سوی تغذیه اخته دي، ځکه موږ نه شو کولای هغوی ته پوره خواړه برابر کړو، دلته چې کلینک ته ځو، راته وايي اوس د سوی تغذیه ماشومانو لپآره هیڅ نشته، څو ورځې مخکې مې درې ساعته مزل وکړو، کلینک ته لاړم خو بیرته تش لاس کورته راستنه شوم، دا ډېر سخت حالت دی، خاوند مې هیڅ کار نه لري، مخکې ښه وو، کله نا کله ورته کوم کار پیدا کېده، خو اوس هېڅ کار نشته، په داسې حالت کې ماشومان څنګه ماړه شي؟ او کله چې ماشومان وږي وي، نو طبیعي ده چې په خوارځواکۍ اخته کېږي.»

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې لیلما چې په خبره یې پنځه کلن زوی یې خوارځواکه شوی ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته شکایت وکړو.

هغې چې خپل خوارځواکه ماشوم د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون د ماشومانو په څانګه کې بستر کړی شنبه د ثور ۲۶مه ازادي راډيو ته وویل:

حکومت دې هم خدای لري، هیڅ کار په کې نشته، مخکې ښه وو، یو نیم کار پیدا کېده خو اوس داسې یو بد وضعیت راغلی چې له ژونده ستړي یو، د ماشومانو لپاره ډوډۍ نه لرو ځکه خو سویه تغذیه شوی دی
د ننګرهار د کامې یوه اوسیدونکې

هغې زیاته کړه: «ماشومان مو کالي غواړي، ډوډۍ غواړي خو موږ هیڅ نه لرو، ډېر بد وضعیت سره مخ یو، مجبوریت نور سوال کولو ته اړ کړي یو.»

دغه کورنۍ وايي مخکې به په بیلابیلو روغتیايي مرکزونو کې خوارځواکه ماشومانو ته ځانګړي تغذیوي بسکټونه، شدې او نور بیلابیل خواړه ورکول کیدل خو اوس هر څه په بشپړ ډول بند شوي دي.

دغه میندې وايي ماشومان یې ورځ تر بلې کمزوري کېږي او د درملنې او مناسب خوراک د نشتوالي له امله یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ شوی دی.

دوی له مرستندویه ادارو او اړوندو روغتیايي بنسټونو غواړي چې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ ماشومانو ته بېړنۍ پاملرنه وکړي او د تغذیې پروګرامونه بېرته پراخ او فعال کړي، ځکه د دوی په خبره ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو ماشومانو د مناسبې تغذیې توان نه لري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام« ډبیلو ایف پي» د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکي د زیاتېدو په اړه یو وار بیا اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان د خوارځواکۍ له تر ټولو سخت ثبت شوي زیاتوالي سره مخ دی، او په ځوارځواکۍ اخته ۵ میلیونه ماشومان او میندې درملنې ته اړتیا لري.

ډبیلو ایف پي په یو بیان کې چې جمعه د ثور ۲۵مه خپور شوی ویلي د خوړو نړیوال پروګرام د مرستیال اجراییوي او عملیاتي ریس کارل سکاو په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې له هغو میندو او ماشومانو سره لیدلي چې په خوارځواکۍ اخته وو او تر دوو ساعتونو زیات یې مزل کړی و څو یوه کلینیک ته ورسېږي، خو د خوړو د مرستو د ختمېدو له امله بې له کومې مرستې بېرته ستانه شول.

د طالبانو حکومت تازه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو مخکې، د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی و چې شاوخوا درې میلیونه ښځې او ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د سخت مالي کسر له مله په افغانستان کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول تړل شوي دي.

دغه سازمان د تېرکال په ډیسمبر کې ویلي وو چې له دې امله لږ ترلږه ۳ عشاریه ۷۹ میلیونه خلک اغیزمن شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په دې تړل شویو مرکزونو کې ګرځنډه روغتیايي او تغذیوي ټیمونه، بنسټیز او فرعي روغتیايي مرکزونه او هغه چې خلکو ته یې ژوند ژغورونکي بشري خدمات وړاندې کول شامل وو.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG