د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

بین‌الافغاني خبرو کې پرمختګ؛ د سولې اجنډا د ترتیبولو لپاره کاري کمېټو هڅې پیل کړې


قطر کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

د افغان سولې د اجنډا د ترتیبولو لپاره کاري کمېټو هڅې پیل کړې. په دوحه کې افغان پلاوي وروسته تر دې دا خبر ورکړ چې په څه باندې ۱۹ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ لیکل شوی سند لاسلیک شو چې په‌کې د سولې د خبرو تګلاره روښانه شوې ده.

واشنګټن او ناټو په افغان سوله کې د دې پرمختګ هرکلی کړی او ژمنه‌یې وکړه چې د سولې په مذاکراتو کې به مرستې وکړي.

د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې هڅې وروسته تر دې دوهم پړاو ته داخلې شوې چې دواړو لورو د بین‌الافغاني مذاکراتو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل د نهایي کېدو خبر ورکړ.

د افغان دولت د پلاوي غړي نادر نادري په دوحه کې د چهارشنبې په ورځ له رسنیو سره د تګلارې پر سر د موافقې د خبر تر شریکولو وروسته وویل چې کاري کمېټو ته دنده سپارل شوې ده چې د سولې د مذاکراتو اجنډا ترتیب کړي.

نادر نادري
نادر نادري

ښاغلي نادري د افغانستان د دولت د اجنډا په اړه وویل: "هغه غوښتنې دي چې د افغانستان خلک‌یې په مکرر ډول تقاضا لري او دا د ټوپکو غلي کېدل دي چې څومره ژر کېدای شي، د لاسته راړونو خوندیتوب دی په جدیت او په ورته وخت کې څه چې مهم دي، جګړه باید ختمه شي او د افغانستان خلک د دې مستحق دي چې وګوري اور غلی شوی دی."

د امریکا متحده ایالاتو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په پلازمېنه دوحه کې وروسته له نږدې درې میاشتو وروسته په خبرو کې د پرمختګ هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دواړو لورو یو شمېر مهمې پرېکړې کړې دي چې له دې سره به‌یې مذاکرات د سیاسي جوړجاړي او پراخ اوربند لور ته روان شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي چې دا توافق د دې څرګندونه کوي چې د افغانستان جمهوريت او طالبان د شته اختلافاتو د لیرې کولو په برخه کې جدي دي، د اختلافاتو د حل توان لري او دې ته چمتو دي چې پر سختو موضوعاتو موافقې ته ورسېږي.

ناټو هم په افغان سوله کې د پرمختګ هرکلی وکړ، د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې رسنیو ته د انلاین غونډې له لارې تېر ماښام وویل: "دا لومړی ځل دی چې په حقیقت کې طالبان او افغان حکومت توانېدلي دي چې یو سند لاسلیک کړي او پر داسې یوه چوکاټ موافقه وکړي چې په افغانستان کې اوږدمهالې سولې ته د رسېدو لپاره مذاکرات وکړي او البته د لومړي ګام لپاره دې هدف ته د رسېدو په خاطر باید په هر اړخیز اوربند موافقه وکړي."

د ناټو سرمنشي زیاته کړه چې د فبروري په میاشت کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه ده او تر هغه وخت پورې به ناټو وګوري چې د سولې په خبرو کې څومره پرمختګ کېږي چې د هغې له مخې به په افغانستان کې د ناټو د پوځیانو د مأموریت په اړه پرېکړه وکړي.

ستولتنبرګ وویل، که چېرته په خبرو کې پرمختګ ونه‌شو، نو دوی به په افغانستان کې خپل مأموریت ته په عادي ډول ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG