د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

"د ولسمشر غني مخالفت د افغان مذاکراتي پلاوي په منځ کې درز رامنځته کړی"


ولسمشر غني
ولسمشر غني

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې په مسایلو په ځانګړي ډول په دې اړه د ولسمشر غني د وروستي دریځ او د کابل ښار د ککړې هوا په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

مسیر

مسير ورځپاڼې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ته په اشارې سره لیکي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

په سرمقاله کې راغلي، د جینیوا غونډې وړاندې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي د سولې د خبرو په اجنډا توافق ته رسېدلي وو او په ټیټه کچه لاسلیک هم شوی و، چې یوه کاپي یې د قطر حکومت ته سپارل شوې وه.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي، له دې وروسته د افغان حکومت پلاوی کابل ته راغی او ولسمشر غني له دې هوکړې سره مخالفت وکړ.

د سرمقاله لیکونکي په باور ولسمشر غني ټینګار کوي، چې طالبان دې اساسي قانون او لاس ته را وړنې ومني او له سولې وروسته دې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د لیکوال په اند له ارګ سره دا ډول شرطونه یوه وړه ډله هم نه مني او دا شرطونه له سولې سره ښکاره مخالفت دی.

خو تراوسه ارګ په دې اړه څه نه دي ویلي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي له لومړني توافق وروسته د ولسمشر غني مخالفت د افغان پلاوي په منځ کې درز رامنځته کړی دی.

په سرمقاله کې راغلي د پلاوي ځینې غړي د سیاسي هوکړې له مخې د سولې واک د ملي مصالحې عالي شورا بولي او ټینګار یې داده چې ښاغلی غني د مشورې او څار صلاحیت لري، خو د پلاوي یو شمېر نور غړي بیا د سولې بهیر بشپړ واک د ښاغلي غني صلاحیت ګڼي.

په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل نېغ په نېغه د سولې له پرمختګونو سره تړلی دی، نو د ورځپاڼې په باور په کار ده، چې ژر تر ژره د سولې پر وړاندې پراته خنډونه یوې خواته شي.

اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د کابل ښار د ککړې هوا په اړه تبصره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د کابل هوا ډېره ککړه شوې ده، چې بېلابېلې تنفسي ناروغۍ یې رامنځته کړې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي تېر کال حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوي یو کمېسیون جوړ کړ، خو د اطلاعات روز په وینا تراوسه یې په دې برخه کې هیڅ هم نه دي کړي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، دغه کمېسیون یوازې د یو څو اپارتمانونو فلترې بدلې کړي او بس.

لیکوال ټینکار کوي د ککړې هوا د مخنیوي لپاره لازمه ده چې په کابل ښار د برېښنا ستونزه هواره شي، دغه شان کابل ښاریان هم باید ځان د خوندیتوب په موخه د ډبرو سکرو پرځای له ګازه او نورو کم لوګیه سونګ توکو کار واخلي.

XS
SM
MD
LG