د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

هشت صبح: نړیواله ټولنه د سولې ټینګښت او د لاسته راوړنو ساتل غواړي


قطر کې د سولې د بين الافغاني خبرو پرانیستغونډې يو انځور-ارشيف
قطر کې د سولې د بين الافغاني خبرو پرانیستغونډې يو انځور-ارشيف

د کابل چاپ ورځپاڼو په نننيو ګڼو کې، په جینوا کنفرانس کې د نړیوالو مرستو خپلولو د افغان حکومت له لورې تازه پاکستان ته د یو اړخیز امتیازونو ورکړه او د افغان سولې وروستیو لاسته راوړنو په اړه ليکنې او تبصرې شوي دي.

مسير

مسیر ورځپاڼه د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت نرمښت له پاکستان سره د افغان ولسمشر د تازه معاملې نښې بولي.

د دې ورځپاڼې سرمقالې لیکونکي لیکلي، افغانستان ته د پاکستان صدراعظم عمران خان له سفر وروسته ښکاري چې کابل یو ځل بیا پاکستان ته یو اړخیز امتیازات ورکوي.

د لیکوال په باور د ولسمشر غني لخوا په یو فرمان کې د پاکستاني بندیانو خوشې کول، د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو رسمي سند کې د افغانستان بهرنۍ پالیسۍ په تړاو پاکستان ته سپیناوی د افغانستان له لوري پاکستان ته د یو اړخیزو امتیازانو ورکړه ګڼل کېږي.

په سرمقالې کې راغلي، افغانستان له دې وړاندې هم پاکستان ته ورته امتیازات ورکړي خو مقابل لورې کله هم په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

سرمقالې کې وړاندې راغلي،که د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په دې باور دی چې پاکستان ته په امتیاز ورکولو کولی شي د افغان سولې په اړه د هغوی ملاتړ ترلاسه کړې نو دا به يې لویه تېروتنه وي.

هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې سرمقالې کې راغلي، نړیواله ټولنه افغانستان کې د سولې ټینګښت او د دوه لسیزو د لاسته راوړنه ساتل غواړي.

سرمقاله ليکونکی لیکلي، په جینيوا کنفرانس کې له افغانستان سره د نړیوالو متهدینو ویناوو او په مشروط ډول د مرستو دوام دا وښوده چې دوی افغان دولت سره په دې سختو شرایطو کې یو مټ شول.

د جینيوا کنفرانس له افغانستان سره د نړیوالو مالي مرستو د راټولولو په موخه د نومبر په ۲۳ د نږدې سلو دولتونو او سازمانونو په ګډون پیل او د نومبر په ۲۴ پای ته ورسېد.

په دې کنفرانس کې یادو نړیوالو بنسټونو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره څه دپاڅه د ۱۲ میليارده ډالره مرستو ژمنې وکړې.

په سرمقالې کې راغلي په دې کنفرانس کې له افغانستان سره د نړیوالو تازه مرستې طالبانو ته یو روښانه پیغام لېږدوه،که طالبان غواړي ځانته نړیوال مشروعیت ورکړي نو باید نړیوالو قوانینو او شرطونو ته غاړه کېږدي.

د لیکوال په باور اوس، چې نړیوالو په افغان حکومت باور کړی او په په مشروط ډول یې په لوړه کچه د مرستو ژمنه کړې نو افغان حکومت هم باید د دوی باور وساتي او دا پيسې شخصي جېبونو ته وا نه چول شي.

اطلاعات روز

د اطلاعات روز ورځپاڼې سرمقالې کې بيا د سرچینو له قوله لیکل شوي، چې په قطر کې د طالبانو او د افغان دولت مرکچي پلاوي ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره په لومړیو خبرو هوکړه شوې.

ورځپاڼې ليکلي، يوې سرچیني ورته ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې هوکړې نه دی خوښ نو ځکه یې د افغان دولت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د پلاوي غړی سلام رحیمي کابل ته راغوښتي دي.

په قطر کې د طالبانو او افغان دولت د مرکچپ پلاوو ترمنځ د سولې د خبرو په کړنلاره څه باندې دوه میاشتي بحث وشو او بلاخره ویل کېږي، چې اوس دواړه لوري په بدیلو لارو هوکړې ته نېږدې شوي دي.

XS
SM
MD
LG