د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

دوحه کې د افغان سولې خبرو پر وړاندې ځنډ او خنډ کوم لورى رامنځته کوي؟


قطر کې د سولې د خبرو پرانیستغونډې يو انځور
قطر کې د سولې د خبرو پرانیستغونډې يو انځور

که څه هم افغان حکومت وايي، له طالبانو سره خبرو د بهیر پر وړاندې ټول خنډونه لرې کړي، خو طالبان وایي د افغان دولت د مذاکراتي ټیم تر منځ د همغږۍ نشتوالي د سولې خبرې له خنډونو سره مخ کړي.

په داسې حال کې، چې افغان حکومت او د دغه حکومت د مذاکراتي ټيم ځینې غړي د سولې په خبرو کې د پرمختګونو خبرې کوي خو طالبان وایي په مقابل لوري کې د نه همغږۍ له امله دغه پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ شوې.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "اوسمهال د مقابل جهت په مذاکراتي ټيم او هغه څوک یې چې تر شا دي، د هغوی نه همغږي او منفي دریځونه او بېلابېلو موقفونه د دې لامل شوي دي د سولې مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي، که چېرې دوی په واقعي توګه په دغو مذاکراتو کې پرمختګ غواړي له ښه نیت او واحد موقف سره راوړاندې شي، هیله مندي شته چې دغه مذاکرات پایله ورکړي."

خو د ښاغلي وثیق د دغو خبرو په غبرګون کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل، ټول هغه خنډونه چې د سولې بهیر پر وړاندې وه دوی لرې کړي دي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

صدیقي وايي: "موږ هر هغه خنډونه چې د سولې پروسې پر وړاندې پراته وو، لرې کړي مو دي، د سولې په بهیر کې مو چې تر ټولو ستر اقدام کړی هغه د ۵ زره بندیانو ازادول وه، چې له بده مرغه طالبانو یې په مقابل کې هېڅ ډول ژمنتیا ونه ښوده، دا د افغانستان د دولت د مذاکراتو او سولې د ټینګښت په برخه کې د ښه نیت او ارادې ژوندۍ بېلګه وه."

تېر ماښام ( یکشنبه) د افغان دولت د مذاکراتي ټیم یوې غړې فوزیه کوفي ازادي راډيو سره خبرو کې ويلي، چې د سولې خبرې له خنډونه سره مخ شوي نه دي بلکې دوی د دغو خبرو نوي پړاو ته دننه شوي دي.

بلخوا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو راپور کې د ځينو سرچینو په حواله لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني غواړي د سولې خبرې ودروي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د نیویارک ټایمز د دغه راپور په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیلکي چې ولسمشر د سولې خبرو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

صدیق صدیقي لیکي، چې طالبانو نه یوازې دا چې د سولې په بهیر کې اسانتیاوې نه دي برابرې کړي بلکې ورځې بلې ته افغانان وژني.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت مذاکراتي ټيم او طالبانو د شنبې په ماښام د بین افغاني خبرو د کړنلارې د وروستي کېدو اعلان وکړ.

طالبانو وايي، چې د کړنلارې د مقدمې په ګډون پر ۲۱ مادو د دواړو ټیمونو له ‌خوا موافقه شوې او د دې کړنلارې یوه نسخه کوربه هېواد قطر او دواړو لورو مذاکراتي ټيمونو ته هم سپارل شوې ده.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو، له مقدمې پرته پر ۲۱ مادو «په اصولو کې» موافقه شوې، خو د مقدمې متن نور بحث او وضاحت ته اړتیا لري.

کوربه هېواد قطر چې دغه مذاکرې په‌ کې روانې دي، رسماً د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه‌ ده کړې.

دا وضاحت هم نه‌ دی ورکړل شوی چې د کړنلارې په مقدمه کې کوم مسایل یاد شوي او کومې برخې یې نورو بحثونو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG