د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

له طالبانو د ناټو غوښتنه: د لومړي ګام په توګه افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړئ


قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي
قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي

د ناټو سرمنشي له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې د لومړي ګام په توګه په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

ینس سټولټنبرګ وویل، وروسته دې د سولې خبرې بریالۍ او پر یوه اوربند سلا وشي.

د ناټو سرمنشي وویل چې دوی په خپله پرونۍ غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ پر دوام هم بحث وکړ.

ینس سټولټنبرګ برايي د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې یوه انلاین کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل: "موږ له طالبانو غواړو چې د لومړي ګام په توګه تاوتریخوالی کم کړي. وروسته غواړو چې د سولې پر یوه موافقه سلا وشي چې اوربند یې هم یوه برخه وي. په لومړي ګام کې دې تاوتریخوالی کم شي، هدف د افغانانو ترمنځ سوله‌ییز حل دی، البته چې هر اړخیز اوربند یې باید یوه برخه وي."

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

وسله‌والو طالبانو د ناټو د سرمنشي د دې تازه غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې دولتي ځواکونه د تاوتریخوالي په زیاتولو تورن کړي وو.

د طالبانو او دولت مذاکره کوونکي د سپټمبر له ۱۲مې په قطر کې په مذاکرو بوخت دي چې د اصلي مذاکرو پر کړنلار او اجنډا سلا شي، خو تر اوسه پر کړنلار موافقه نه‌ده شوې.

د ناټو سرمنشي خوښي وښوده چې په تېرو څه کم دوو لسیزو کې د اول وار لپاره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مستقیمې مذاکرې کېږي.

ینس سټولټنبرګ وویل، دا لا معلومه نه‌ده چې دا مذاکرې به نتیجه ورکړي که نه، خو دا یې له سیاسي لارې د افغانستان د روانې کشالې د حل یوازنی امکان وباله.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز په دوه ورځني سفر پرون قطر ته ورسېده.

دیبرا لاینز
دیبرا لاینز

مېرمن لاینز به په دوحه کې د دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو هیئتونو له غړو سره د سولې پر موضوع خبرې وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، دوی د سولې د موضوع ترڅنګ په خپله پرونۍ غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ پر دوام هم بحث وکړ: "ناټو د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي. د دې پروسې د برخې په توګه مو په افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړی دی. په داسې حال کې چې متحده ایالاتو په افغانستان کې ۲،۵۰۰ ته د خپلو پوځیانو د کمولو پرېکړه کړې، د ناټو د ملاتړ مأموریت به دوام کوي. په افغانستان کې د دېره بهرنیو ځواکونو نیمايي شمېر غیر امریکايي پوځیان دي. وزیرانو واضحه کړه چې ټول متحدان به دغه مأموریت او د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې د افغان امینتي ځواکونو ملاتړ ته ژمن پاتې وي."

امریکايي چارواکو ویلي چې د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته راکم کړي.

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي ځواکونه
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي ځواکونه

تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي، ناټو باید تر ټاکلي وخت مخکې له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره د سولې خبرې له ستونزو سره مخ نه‌کړي.

هغه دا خبره پرون د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې چې په انلاین بڼه جوړېږي کړې ده.

XS
SM
MD
LG