د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

نړیوال مرستندویان له افغانستان سره نږدې ۱۲ میلیارده ډالره مرسته کوي


جنیوا د افغانستان په اړه د کنفرانس یوه څنډه
جنیوا د افغانستان په اړه د کنفرانس یوه څنډه

نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالره مرسته کوي.

دوې ورځې له بحث او سلا مشورې وروسته نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپله ژمنه نوې کړه.

د فنلنډ د بهرنۍ سوداګرۍ او همکارۍ د پراختیا وزیر ویل سکیناري د دې کنفرانس له جوړوونکو وو.

ده وویل چې هدف يې د یوه خپلواک، یوموټي، ډیموکراتیک او سوله ییز افغانستان دی.

سکیناري له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو په اړه وویل: "نن موږ د راتلونکي مهمې مودې لپاره تر ۲۰۲۴م کال پورې له افغانستان سره ژمنه وکړه، تمویلوونکو ژمنه وکړه چې تر درې میلیارده ډالرو زیات به د څلورو کلونو په لومړي کال کې افغانستان ته ورکړي، تمه کېږي چې کلنۍ ژمنې پر همدې کچه پاتې شي، دا شمېر به د څلورو کلونو پر مهال ۱۲ میلیارده ډالرو ته ورسېږي."

نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۶م کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له افغانستان سره د ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د تر ۱۵ میلیارده ډالرو زیاتو مالي مرستو ژمنه کړې وه.

افغانستان، فنلنډ او ملګرو ملتونو په ژنیو ښار کې په دې دوه ورځني کنفرانس کې په نیمه مجازي توګه ګډون وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل، په دې کنفرانس کې په ځانګړې توګه پر ۳ موضوعاتو توافق وشو.

محمد حنیف اتمر
محمد حنیف اتمر

هغه زیاته کړه: "لومړی موږ پر یوه سیاسي پروګرام او توسعه توافق وکړ چې په یوه سند کې توضیح شوی، د افغانستان د ملي توسعې او سولې چوکاټ، موږ د مشارکت پر چوکاټ توافق وکړ چې پکې دوه اړخیز مکلفیتونه او ژمنې توضیح شوي دي او اخري دا چې موږ د پام وړ ژمنې تر لاسه کړي چې زموږ د نړیوالو شریکانو سخاوت او ګډ ملاتړ څرګندوي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ډيبورا لاینز د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د مشارکت له نوي کېدو وروسته پر حساب ورکولو ټينګار وکړ.

ډيبورا لاینز
ډيبورا لاینز

هغې وویل: "دا نوې همکاري به په سخت شرط او میکانېزم سره وارزول شي او هر کال به عملي کېږي، دا د ارزونې میکانېزم دی چې موږ ټول په کې ګډون کوو، دا کار ځکه کېږي چې ډاډ تر لاسه شي چې موږ ټول هغه هدف ته ورسېږو چې موږ ته مهم دی او هغه دا دی چې د افغانانو لپاره ښه نتیجې ته ورسېږو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس پر مهال په ویډيويي پیغام کې وویل، په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او اصلاحاتو غوندې اقداماتو ته اړتیا ده.

پومپیو زیاته کړه، د افغانستان د سولې د مذاکراتو نتیجه به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د راتلونکي ملاتړ پر مقدار او اندازه اغېز وکړي.

ده وویل، واشنګټن به د راتلونکي کال پر مهال په مذاکراتو کې پرمختګ وارزوي.

په افغانستان کې د اوربند عملي کېدل په دې کنفرانس کې بله مهمه موضوع وه.

د فنلډ د بهرنیو چارو وزیر پيکا هاویستو وویل، په دې کنفرانس کې ۶۶ ګډونوالو هېوادونو او ادارو په افغانستان کې د دایمي او پراخې سولې سره کلک ملاتړ څرګند کړ.

XS
SM
MD
LG