د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو کمپاین پای ته ورسېد


په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو ۱۶ ورځنی کمپاین کمپاین د ښځو شبکې له خوا د نوومبر میاشتې په ۲۵مه پیل شوی و.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو ۱۶ ورځنی کمپاین کمپاین د ښځو شبکې له خوا د نوومبر میاشتې په ۲۵مه پیل شوی و.

نن د دسمبر لسمه نېټه چې د بشر د حقونو نړیواله ورځ ده په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو ۱۶ ورځنۍ کلنی کمپاین هم پای ته ورسېد.

دا کمپاین د ښځو شبکې له خوا د نوومبر میاشتې په ۲۵مه پیل شوی و.

د دغه بنسټ مسوولان وايي، دا کمپاین په ۷ زونونو کې چې د کابل په ګډون، ننګرهار، بلخ، کندهار، پکتیا ، هرات، بامیان او کندز ولایتونه رانغاړي، پیل شوی و، له بېلابېلو لارو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

د ښځو شبکې رئیسه مشعل روشن وايي: "زموږ په اند د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو په برخه کې د مسوولانو د پاملرنې لپاره د پیغامونو خپرول، د غږیزو پیغامونو، د عامه پوهاوي بېلبورډونه او عدالت غوښتنه دا ګټور دي."

افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې له حکومت، عدلي او قضايي بنسټونو، د کورنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او د ملي پروګرامونو په پلي کولو سره د عدالت غوښتنې په برخه کې له ښځو سره مرسته وکړي.

دوی د مدني فعالانو د خوندیتوب د طرحې او قانون د تصویب غوښتونکي هم شول.

په ورته وخت کې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني، دغې غونډې ته په رالېږل شوي پیغام کې د ولسي جرګې له خوا، ښځو نوماندانو ته د رایو نه ورکولو موضوع د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یاد کړ.

د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني
د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني

د لومړۍ مېرمنې سلاکارې یلدا شریفي د پیغام دا برخه داسې ولوسته: "لکه څنګه چې تاسې په جریان کې یاست تېره اوونۍ ولسي جرګې د څو تنو ښځو نوماند وزیرانو رایې باطلې کړې. د افغانستان ولسي جرګې نه یوازې دا چې قانون یې مراعت نه کړ، بلکې د ښځو پر وړاندې یې تاوتریخوالی ترسره کړ."

خو ولسي جرګه وايي، دغو نوماند وزیرانو د خلکو استازو ته قناعت ورنه شو کړای.

د ولسي جرګې د منشي مرستیال حجت الله خردمند وايي: "نارینه وو نوماند وزیران هم رایه وانه خېسته، نو موږ به دا د نارینه وو پر وړاندې تاوتریخوالی ګڼو؟ دا خبره زه ردوم، چا چې رایه وانه خېسته دا یې خپله ستونزه وه، ځکه د خلکو استازو ته یې قناعت ورنه شو کړای."

تېره ورځ ولسمشر غني هم د رد شویو ښځينه نوماند وزیرانو حسینې صافۍ او رنګینې حمیدي په اړه ویلي و چې دوی پاک، اصولي او ملي کار کړی او د دولت د مشرتابه ملاتړ له ځانه سره لري.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال له جنوري تر نوومبر میاشتې پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نېږدې درې نیم زره قضیې ثبت شوي چې له ۱۲۰۰ زیاتې یې د فزیکي تاوتریخوالي دي.

دغه کمیسیون وايي چې دا رقم د تېرکال پرتله ۱۱ سلنه راکم شوی دی او لامل یې د کمېسیون له نظره، عدلي او قضايي بنسټونو ته پراخ نه لاسرسی او د کرونا ویروس خپرېدل دي.

XS
SM
MD
LG