د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

 تلګراف: پر کابل ښار راکټي بریدونو ډېرو خلکو ته زړې خاطرې وریادې کړې


ارشیف
ارشیف
  • تلګراف

د بریتانیا چاپ تلګراف ورځپاڼي د افغانستان په اړه په یوې مقالې کې لیکلي چې د افغانستان په جګړو کې یو ځل بیا د خلکو کورونه د جګړو په لومړیو کرښو بدل شوي دي.

د ورځپاڼي په لیکنه ، په پلازمېنه کابل کې هره ورځ د خلکو په وژنو او پرله پسې او پراخو بریدونو سره تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی.

تلګراف په کابل کې د شنبې د ورځې راکټي بریدونو ته په اشارې لیکلي چې په هغو کې تر ډېره د خلکو کورونه په نښه شوي دي.

په هغو ۲۴ راکټونو کې چې د ښار له منځه توغول شوي وو، لږ تر لږه اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر دېرشو ډېر کسان ټپیان شول.

داعش وسله والو د هغو بریدونو مسئولیت واخیست.

تلګراف وړاندې لیکلي چې پر کابل ښار د شنبې د ورځې راکټي بریدونو ډېرو خلکو ته زړې خاطرې وریادې کړې، هغه ښار چې په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي لخوا د بریدونو هدف شو او هم په نویمه لسیزه کې دا ښار د ډېر تاوتریخوالي شاهد وو او بلاخره د ۲۰۰۱په ژمې کې د امریکا له لوري په نښه شو.

د ورځپاڼي په مقاله کې راغلي، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی داسې مهال ډېر شوی چې د دولت مرکچي پلاوی او د طالبانو استازي لا هم په قطر کې سولې د رسمي مذاکراتو د پیل په اړه خبرو ته دوام ورکوي.

تلګراف ویل، چې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په ترڅ کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ژر وتلو اندېښنې هم رامنځته شوي دي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې اعلان کړی چې ډېر ژر به خپل شاوخوا نیمایي پوځیان له افغانستان څخه وباسي او په دې سره به په افغانستان د پاتې امریکایي سرتېرو شمېره ۲۵۰۰ ته ورسېږي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو له راپورونو سره هم مهاله شاوخوا سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د ژنیو کنفرانس په دوهمه ورځ له افغانستان سره د مالي همکارۍ او په دې هېواد کې د سولې او اوربند راوستلو په برخه کې د همکارۍ ژمنې بیا تازه کړې.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼي هم په یوه مطلب کې د افغانستان په اړه لیکلي، چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن داسې مهال واک ته رسېږي چې په افغانستان د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په ټپه ولاړ حالت کې ده.

وروسته له دې چې د ولسمشر ټرمپ ادارې د ۲۰۲۱ کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمېدو اعلان وکړ، د جو بایډن اداره د لیکوال په خبره باید د راتلونکي په اړه له صبر او زغم څخه کار واخلي.

ورځپاڼي لیکلي چې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د بریالي مذاکراتو چانس لږ دی او په وینا یې په افغانستان کې د ۲۵۰۰ امریکایې پوځیانو حضور به متحده ایالات یوې پراخېدونکي جګړې ته بوځي.

په دې مطلب کې راغلي، چې د سولي برالی توافق دې ته اړتیا لري چې طالبان د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، امریکا خپل پوځي حضور په بشپړ ډول په افغانستان کې ختم کړي او د افغانستان حکومت له طالبانو سره سیاسي توافق ته ورسېږي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د شمېر په کمېدو سره به امنیتي وضعیت لا خراب شي او طالبان به د جګړو په ډګرونو کې برلاسي وي.

د ورځپاڼي په لیکنه، په دې صورت کې طالبان له افغان حکومت سره مذاکراتو ته اړتیا ونه لري او د جګړې دوام به انتخاب کړي.

XS
SM
MD
LG