د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

سټارس اینډ سټرایپس:

سټارس اینډ سټرایپس ورځپاڼې چې له امریکا خپرېږي او تر ډېره پر پوځي مسایلو لیکنې خپروي، په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د لګښتونو د څار ادارې یا سیګار پر تازه راپور لیکنه خپره کړې ده.

د سیګار راپور د روان میلادي کال د جولای له لومړۍ څخه د سپټمبر تر ۳۰مې میاشتې پورې پر پېښو راڅرخي.

ورځپاڼې د سیګار په حواله لیکلي، په دغو درېیو میاشتو کې د مخکنۍ ربعې پر تله د وسله والو حملې نږدې ۵۰ فیصده زیاتې شوې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د وسله والو طالبانو د حملو زیاتېدل له هغې موافقې سره په ټکر کې دي، چې له واشنګټن سره یې په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک کړې ده.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، په هغه موافقه کې ځینې شرطونه ایښوول شوي، چې د ۲۰۲۱م کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره یې باید طالبان رعایت کړي.

د سټارس اینډ سټرایپس په لیکنه، یو شرط دا ایښوول شوی، چې طالبان به د امریکا او د هغې د متحدانو امن ته ګواښ نه پېښوي، دغه راز د یوې شفاهي موافقې له مخې طالبان به په افغانستان کې پر امریکایي او ائتلافي پوځیانو حملې نه کوي، خو د لیکوال په باور داسې ښکاري چې طالبانو په اګست میاشت کې په افغانستان کې د امریکا د پوځ پر تاسیساتو دوه وارې حملې کړې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو له القاعده شبکې سره هم خپل ارتباطات نه دي پرې کړي، حال دا چې په موافقه کې د دغو اړیکو پرې کولو غوښتنه شوې وه.

ټلیګراف:

بریتانوۍ ورځپاڼې ټلیګراف پر کابل پوهنتون د دوشنبې ورځې پر حمله لیکنه خپره کړې، چې د مړو شمېر یې د ورځپاڼې په حواله له ۲۲ څخه ۳۵ ته زیات شوی دی.

د لیکنې په پیل کې یې د څلورو محصلانو یادونه کړې، چې عمرونه یې د شلو کلونو په شا و خوا کې وو او له بېلابېلو سیمو پوهنتون ته راتلل.

خو د ورځپاڼې په حواله د دوشنبې ورځې حمله د پوهنتون فضا د تل لپاره بدله کړه، هلته د وینې سېلاب وبهېد، د ټولګي دېوالونه په مرمیو سوري- سوري شول او دا څلور محصلان بیا پر یوه ځای سره ونه لیدل شول.

ګارډين:

ګارډین لیکي، له هغو څلورو محصلانو، دنیا چې ملا یې ټپي شوې نن پر کور ناسته ده، نصرت چې څلور مرمۍ لګېدلی په روغتون کې دی، رقیه او راشد چې په حمله کې وژل شوي، د کابل په بېلابېلو سیمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

ګڼو محصلانو ویلي، که څه هم طالبانو د دې حملې مسوولیت نه دی منلی، خو د دوی په باور همدغو طالبانو د اسلامي دولت ډلې یا داعش په څېر ډلو ته د دغسې حملو زمینه برابره کړې ده.

که څه هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې پر کابل پوهنتون د حملې مسوولیت منلی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دا حمله د طالبانو کار بللی دی.

تر دې مخکې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر کوثر دانش ښوونیز مرکز د لړم/عقرب پر دوهمه حمله کې ۲۴ کسان وژل شوي وو. د هغې حملې مسؤلیت هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې منلی و.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي، تېره سې شنبه پوهنتون ته څېرمه مظاهره هم وه او برخوالو یې په قطر کې د هغو مذاکرو د بایکاټ غوښتنه وکړه، چې د دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ د سپټمبر له ۱۲مې روانې دي.

XS
SM
MD
LG