د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

خوست کې د ښځو پر وړاندې ډېری پېښې د کورني تاوتریخوالي دي


خوستۍ مدني فعالانې
خوستۍ مدني فعالانې

سږکال د نوومبر ۲۵مه یا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د نورو سیمو په شان خوست کې هم ښځې د تاوتریخوالي د بېلابېلو ډولونو قرباني دي.

خوستۍ مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي، د ښځو وهل ټکول، دوی ته د زده کړو او کارکولو په برخو کې کلتوري محدودیتونه، په کورنیو کې د نجلۍ او هلک ترمنځ توپیري چلند او د پلار په میراث کې ښځو ته حق نه ورکول په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له بېلګو څخه دي.

د فضیله حکیمي په نوم د ښځو یوه مدافع وکیله وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې وهل تکول نه دي، بلکې د ښځې په روح او روان فشار راوستل او د هغو تحقیرول هم تاوتریخوالی دی.

نوموړې وايي: "په خوست کې اوس زیاتره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا قضیې دي چې په زور ودیږي، وهل کېږي او ټکول کېږي، خبرو ته يې غوږ نه نیول کېږي، روحي ځورول کېږي، کورنۍ ورته وايي، لیونۍ يې، نه شي کولی چې نظر وړاندې کړې. "

مدني فعالې پروانه ځلاند وویل، په کور کې د خاوند، خسر، لېور او خواښي له خوا د ښځو وهل ټکول، په لېرې پرتو سیمو کې د زده کړو محدودې اسانتیاوې، د پلار په میراث کې نجونو ته حق نه ورکول او د خسرګنیو له خوا د کوڼدو ښځو د راتلونکې په باب پرېکړې د تاوتریخوالي هغه بېلګې دي چې ښځې ورسره مخامخې دي.

خوستۍ مدني فعالانې
خوستۍ مدني فعالانې

د ښځو د ملي ارمان ټولنې مشره زینب افغان د پخوا پرتله د ښځو په ژوند کې د څه نا څه ښه والي خبره کوي او زیاتوي چې اوس مهال کورنۍ په دې پوهه شوې چې د نارینه وو په شان ښځې هم خپل حق او حقوق لري.

اغلې افغان زیاته کړه: "ستونزې هم شته، ځینې کورنۍ تر نجونو هلکان ښه پالي، یو شمېر کورنۍ د ښو زده کړو لپاره خپل هلکان خصوصي ښوونځیو کې شاملوي، خو بیا نجونو ته په حکومتي ښوونځیو کې هم د زده کړو حق نه ورکوي."

د خوست د ولایتي شورا استازي نعت بي بي عمري هم وايي چې د ښځو په ژوند کې څه نا څه ښه والی راغلی دی.

دې د بیلګې په توګه وايي: "اوس خلک خپلې خویندې لوڼه په بدو کې نه ورکوي، بدلېز یا د بدل ودونه کم شوي، ښځو د خپلو حقونو د غږ پورته کولو جرئت پیدا کړی، خو حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي."

بل لوري ته د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې هم وايي چې د تېرکال پرتله دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې لږوالۍ راغلی دی.

د ښځو چارو رئیسې شافعه نورزۍ وویل، دوی تېرکال د تاوتریخوالي ۸۵ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ یې بیا تراوسه ۵۵ قضیې ثبت کړي، خو ممکن د کال تر پایه د پېښو شمېر یو څه زیات شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG