د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

ولسمشر غني: د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې پر طالبانو بندیزونه پلي کړي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د بحث اصلي ویناوالو د سولې او ثبات د راتلو لپاره د هڅو په چټکۍ ټینګار وکړ.

غونډه په دې عنوان جوړه شوې وه چې امنیت شورا په افغانستان کې د سولې له پروسې د ملاتړ لپاره څه کولی شي؟

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د امنیت شورا په غونډه کې د ګڼو نورو ګډونوالو په څېر د ویډیو کنفرانس له لارې براخه اخېستې وه او په خپله وینا کې یې د سولې لپاره د افغان دولت له هڅو او د ده په خبره قربانیو یادوونه وکړه.

ولسمشر غني طالبان تورن کړل چې له سږ فبروري راهیسې یې د نرمښت پرځای له تشدده کار اخېستی او ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څو غوښتنې وکړې چې یوه او مهمه یې د سولې د خبرو د بریا لپاره پر طالبانو د بندیزونو پلي کول و.

دی وايي: "زه له شورا څخه غوښتنه کوم چې له طالبانو سره د خبرو اترو د بریا لپاره د کليدي وسیلې په توګه د بندیزونو په پوره او اغېزمن پلي کولو باندې ټينګار وکړي. طالبانو تر دې دمه ټاکلي شرایط نه دي پوره کړي. بندیزونه یوازې هغه وخت مؤثریت لرلی شي چې د ټولو له خوا پلي شي او په اوسني مېکانېزم کې په هر ډول بدلون باندې غور باید یوازې د سولې په پروسې او د هغې په پایلو کې د پام وړ پرمختګ د راتلو په صورت کې وشي چې موږ لا تر اوسه نه دي لیدلي او همدا راز یوه داسې افغانستان ته د طالبانو تعهد چې په هغه کې د ښځو اساسي حقونه خوندي وي او لږه کي بیا له تبعیض سره مخ نه شي."

د راپورونو پر اساس د افغانستان د سولې د هڅو په پیل سره د طالبانو په ځینو مشرانو باندې د ملګرو ملتونو لګیدلي بندیزونه نرم شوي او د دغه نرمښت یوه پایله او بېلګه بېلابېلو هېوادونو ته د طالب مشرانو ازادانه تګ راتګ دی.

بندیزونه یوازې هغه وخت مؤثریت لرلی شي چې د ټولو له خوا پلي شي.

طالبانو په دې ډلې باندې د بندیزونو د پلي کولو لپاره د افغان ولسمشر د تازه څرګندونو په غبرګون تردې دمه څه نه دي ویلي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې ځانګړې غونډه کې ولسمشر غني د قطر په کوربه توب د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو خبرې ښې وبللې، خو نیوکه یې وکړه چې د اوربند د ټینګښت هیله یې نه ده پوره کړې.

ارشیف، د افغان سولې په اړه د قطر د غونډې یوه څنډه
ارشیف، د افغان سولې په اړه د قطر د غونډې یوه څنډه

د امنیت شورا دې غونډې ته د قطر مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني وویل چې هېواد یې د افغانانو کوربه توب کوي او د افغانانو د سولې او ثبات د ټينګښت د هیلې په پوره کولو کې هېڅ هڅه نه سپموي.

د غونډې بله ویناواله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره دیبورا لاینز وه.

د اغلي لاینز د وینا یوه مهمه برخه د قطر په خبرو څرخېده: "موږ همدا اوونۍ واورېدل چې امکان لري دواړه ډلې په طرزالعمل باندې موافقې ته نږدې وي چې په مټ به یې د اجنډا په اړه بحث ته لار هواره شي. دا به یو ډېر لوی پرمختګ وي. د دغه نوي باب په پرانېستلو سره باید نړیواله ټولنه وګوري چې څنګه دا هڅې پياوړې کولای شو څو سوله د یوې واقعي بریا چانس ولري."

اغلې لاینز وویل، که څه هم په افغانستان کې تاوتریخوالی لوړ دی خو مهمه او مثبته خبره دا ده چې په دې کړکیچن حالت کې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي خبرې کوي.

د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سېپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې خبرې پيل شوي.

له څه باندې دوو میاشتو خبرو ایله اوس د ځینو پرمختګونو راپورونه خپریږي.

د فرانسې خبري اژانس په پاکستان او دوحه کې د درېیو طالب چارواکو په حواله چې نه غواړي نومونه یې افشا شي، خو د دوحې د خبرو په جزئیاتو خبر دي راپور ورکړی چې موافقه ډېره نږدې ده او ښايي په څو ورځو کې ګډه اعلامیه خپره شي چې ورپسې به رسمي خبرې پيلیږي.

د فرانسې خبري اژانس په دوحه کې د افغان دولت د یوه چارواکي په حواله هم ویلي چې دواړو ټيمونو اختلافي مسایل سره هوار کړي.

طالبان د حنفي فقهې له مخې د کارونو په پرمخ بیولو باندې ټینګار لري او هم غواړي چې له امریکا سره د طالبانو تړون د خبرو اساس وګرځول شي، په تېرو دوو میاشتو کې اصلي لانجې همدا دوه مسئلې یادې شوي.

XS
SM
MD
LG