د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

ګارډین ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو لیکنه کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼه له افغانستانه د نیمایي امریکایي سرتېرو د احتمالي وتلو په اړه لیکي، د ټرمپ اداره په پام کې لري چې د جوبایډن په مشرۍ د نوې ادارې تر راتلو پورې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له څلورنیم زرو، دوه‌نیم زرو ته راکم کړي.

ویل شوي چې د ټرمپ اداره به له عراقه هم ۵۰۰ امریکایي پوځیان وباسي او په دې سره به په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو شمېر دوه‌نیم زرو ته راکم کړي.

ګارډین د ټرمپ د ادارې د منتقدینو له قوله لیکي چې تر وخت مخکې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل به له طالبانو سره د سولې تړون کمزوری کړي او له وسله‌والو سره به دا باور پیاوړی کړي چې کولای شي قدرت ته ورسېږي او د افغانستان دولت به هم لا کمزوری کړي.

ورځپاڼې د امریکا په سنا جرګه کې د اکثریت جمهوري‌پالو د مشر میچ مک‌کانیل څرګندونې هم را اخیستي چې د دوشنبې په ورځ‌یې دغې جرګې ته کړې دي.

هغه خبرداری ورکړی چې له افغانستانه په ناڅاپي توګه د امریکایي ځواکونو ایستل به د امریکا متحدان خوابدي کړي او هغه کسان به خوشحاله کړي چې د دې هېواد ملي امنیت ته زیان رسوي.

د افغانستان د چارو ډېری کتونکي هم له دې هېواده د امریکایي ځواکونو ژر وتلو ته اندېښنه لري، یو یې هم پوځي کارپوه عتیق‌الله امرخېل دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستانه په بېړه د امریکایي ځواکونو وتل به طالبان هم په مذاکراتو او هم د جګړې ډګر کې لاس بري کړي او د ټولو ځواکونو د وتلو لپاره به هغوی د خپلې غوښتنې پوره کېدو ته لا ورنږدې کړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین‌الافغاني ابتدایي خبرو پر پیلېدو څه باندې دوه میاشتې تېرې شوې، خو دواړه لوري تر اوسه د سولې د خبرو د دوام لپاره پر کړنلاره نه‌دي سلا شوي.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې هم له افغانستانه د نیمایي امریکایي سرتېرو د احتمالي ایستلو موضوع ته پام اړولی او لیکي، د امریکا د دفاع پخوانی وزیر مارک اسپر چې په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا له دغې دندې لیرې شوی، هېڅکله له دې سره موافق نه‌وو چې له افغانستانه دې تر وخت مخکې ځواکونه وایستل شي.

د فارین پالېسي په لیکنه له دندې د اسپر د لیرې کېدو یو دلیل هم همدا مسئله وه او وړاندې لیکي، ولسمشر ټرمپ د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره سیالیو کې د عراق جګړه ستره تېروتنه بللې وه.

هغه قدرت ته تر رسېدو وروسته تل په افغانستان او عراق کې د زیاتو پوځي لګښتونو په خاطر پر دفاع وزارت یا پنټاګون انتقاد کاوه.

ولسمشر ټرمپ دغه‌راز د روان ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې ویلي چې ټول امریکایي سرتېري به تر کرسمس پورې بېرته له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه کړي.

خو فارین پالېسي لیکي، تر اوسه نه‌ده روښانه چې ټرمپ دغه پرېکړه د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ لپاره په انتخاباتي سیالیو کې د خپلو ژمنو د پرځای کولو لپاره کړې یا غواړي د امریکا د ولسمشرۍ د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته ودرېږي او هغه وګټي.

XS
SM
MD
LG