د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

څه لامل شو چې طالبان یو ځل بیا سره منسجم شي؟


ارشیف،عکس تئزیني بڼه لري.
ارشیف،عکس تئزیني بڼه لري.

کابل په دغو ورځو کې له پنځه میلیونه زیاتو انسانانو کوربه دی، له ګڼې ګوڼې په دغه ډک ښار کې د طالبانو د حاکمیت او پر ښاریانو د دوی د محدودیت په اړه اوس هم خلک کیسې کوي.

په ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په شپږمه طالبان کابل ته ننوتل او پر کابل ښاریانو یې زیات محدودیتونه له هغې ډلې، د موسیقي اورېدو، له محرم پرته له کوره د ښځو راوتل، له زده کړو د دوی بې برخې کېدو په ګډون بېلابېل بندیزونه ولګول.

کابل ښاریان وايي، دغې ډلې د دوی د تعریف پر اساس سخت اسلامي قوانین پلي کړل.

د کابل اوسېدونکي محمد اسلیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو په پير کې قیودات داسې و چې ښځې له کورونو نه شوی وتلای، خلک کار ته نه شو رسېدلای، نارینه وو باید خپل لمونځ کړی وای او ږېرې یې پرېښې وای، موسیقۍ بنده وه حتی په یو وخت مې درې ځله د لمونځ ادا کول ولېدل، زه همدلته په پل خشتي کې وم، له لاهور څخه مې لیلامي جامې راوړلې، له اودس پرته یې پر لمانځه درولو."

د کابل َښار یوه څنډه
د کابل َښار یوه څنډه

کابل ښاریان وايي، اوس په کابل ښار کې وضعیت بدل شوی، له ناامنۍ سره په خوا کې له محدودیتونو پرته چې د طالبانو په وخت کې په خلکو وضع شوي و، خلک ژوند کوي او زیاته ازادي لري.

په امریکا کې د سېپټمبر د ۱۱مې له حملې وروسته په افغانستان کې د طالبانو رژیم د له منځه تلو زمینه برابره شوه.

له دغې حملې وروسته امریکا له طالبانو وغوښتل چې د القاعده شبکې رهبر اسامه بن لادن دوی ته وسپاري، هغه ډله چې په دغه حمله کې مسؤله پېژندل شوې وه. له دغه غوښتنې د طالبانو انکار امریکا او متحدینو ته پر افغانستان د حملې زمینه برابره کړه.

امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان حمله پیل کړه او د شمال ائتلاف ځواکونو په مستقیمې همکارۍ بلاخره د هماغه کال د نومبر په ۱۳ مه طالبان د کابل پرېښودو ته مجبور کړل، خو د ۱۹ کالو په تېرېدو او سلګونو زرو افغان او ناټو ځواکونو د طالبانو پر خلاف له جګړې وروسته نه یوازې طالبان په بشپړه ډول مات نه شول، بلکې د سقوط له لومړي کلونو پرتله یو ځل بیا سره منسجم او فعال شوي دي.

د مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال او د جمعیت ګوند اوسنی مرستیال احمد ضیا مسعود چې د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د دولت فعال غړی و، په دې باور دی، طالبان د سیاسي دیکتاتوري مذهبي جوړښت په چوکاټ کې په افغانستان کې نړیوالو ترهګرو ته فعالیت زمینه برابره کړې وه.

ښاغلی مسعود وايي، همدا اصلي لامل و چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوالې ټولنې د شمال ائتلاف په همکاري د طالبانو را نسکورولو ته مټې بډ وهلې او له یوې میاشتې په کمه موده کې یې له افغانستانه وویستل، خو څه لامل شول چې طالبان یو ځل بیا سره منسجم شي؟

د مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال او د جمعیت ګوند اوسنی مرستیال احمد ضیا مسعود
د مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال او د جمعیت ګوند اوسنی مرستیال احمد ضیا مسعود

د احمد ضیا مسعود په باور زیات لاملونه شته:

  • په جنوب ختیځ او جنوب کې د دوی د اډو په بشپړ نه له منځه تلل.
  • د افغانستان د وخت حکومت او د پاکستان له حکومت سره د طالبانو اړیکې.
  • لېرې پرتو سیمو امنیت ته نه پاملرنه طالبان یو ځل بیا مسجم کېدو ته زمنیه چمتو کړه.

ښاغلي مسعود زیاته کړه: "د کرزي صاحب حکومت په دوه - درې کلونو کې وتوانېدل چې د پاکستان له حکومت سره ښې اړیکې پیدا کړي، بیا وروسته د ښاغلي کرزي او پاکستان د حکومت ترمنځ ستونزې رامنځته شوې، دا ټول د دې باعث شول چې پاکستان بیا طالبان سره منظم کړل او یو ځل بیا یې افغانستان ته راولېږل."

پخوانی جهادي مشر او د افغانستان د سولې ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد په دې باور دی چې له ۱۱م سېپټمبر وړاندې نړیوالې ټولنې د طالبانو د رژیم له منځه وړلو تصمیم نیولی و او دغه حمله د دې لامل شوه چې په طالبانو بریدونه چټک کړي.

پخوانی جهادي مشر او د افغانستان د سولې ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد
پخوانی جهادي مشر او د افغانستان د سولې ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد

د نوموړي په وینا له ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو له ماتې وروسته دغه ډله په نوي حکومت کې شامله نه کړه: "په ننګرهار کې چې زه والي وم، تجربه مې دا وه چې هغه طالبان چې په کور ناست و، کورنیو او بهرنیو ځواکونو په کورونو باندې حملې کولې او نیول به یې او دا د دې لامل شول چې دوی بیا غرونو ته پورته شي."

د طالبانو د رژیم پرمهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوی قلم الدین هم ورته نظر لري، دی د دغه کار پړه پر نړیوالې ټولنې اچوي.

ښاغلی قلم الدین زیاتوي: "موږ تمه درلوده، نړیوال ټولنه به کابل ته راشي، افغانستان کې به سوله او ارامي راشي او موږ به یو هوسا او قانوني حکومت ولرو، خو له بده مرغه داسې ونه شول، دوی چې راغلل، له کورنیو دوستانو سره هغو طالبانو پر ضد چې په کورونو کې و پر ضد یې اقدام وکړ دوی بګرام او په ګوانټانامو کې زندانیان کړل."

د طالبانو د رژیم پر مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوی قلم الدین
د طالبانو د رژیم پر مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوی قلم الدین

بالاخره له کم زیات ۱۹ کلو وروسته امریکا له طالبانو سره په ۲۰۱۹ میلادي کال کې مذاکراتو دروازه پرانېسته او د روان میلادي کال د فبروري په ۲۹مه یې په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي او طالبان به له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره اړیکې پرې کوي چې د افغانستان له خاورې به په امریکا او متحدانو استفاده نه کوي.

له دې سره په خوا کې د سولې ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد فکر کوي، که له طالبانو سره د سولې مذاکرت نتیجه ورنه کړه جګړه به دوام وکړي، له بلې خوا احمد ضیا مسعود وايي، له طالبانو سره د سولې مذاکرات پایله نه ورکوي او په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو لپاره باید لومړی له پاکستان سره تفاهم ته ورسېږو او په افغانستان کې سوله تامین شي.

XS
SM
MD
LG