د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

غفاري: زما د پلار د وژنې په اړه د امریکا غندنه هیڅ درد نه دوا کوي


د میدان وردګو ولایت ښارواله ظریفه غفاري
د میدان وردګو ولایت ښارواله ظریفه غفاري

د میدان وردګو ولایت ښارواله ظریفه غفاري وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خوا یې د پلار د وژنې په اړه د غندنې اعلامیه هیڅ درد نه دوا کوي.

دی وايي پومپیو ته یې څرګند لیکلي چې لطفاً د انسانانو په سرونو معامله مه کوئ.

د اغلې غفاري پلار عبدالوسع غفاري چې پوځي منصب دار و د تېرې پنجشنبې په ورځ د خپل کور مخې ته ووژل شو.

اغلې غفاري یې وژونکي طالبان او د پاکستان استخبارات ګڼي، دی وايي طالبانو په الجهاد ویب پاڼه کې دا خبر خپور کړی او مسوولیت یې اخیستی دی.

له اغلې غفاري سره زمونږ همکار اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د پلار د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه ترې پوښتلي دي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG