د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

بلخ کې ناامنیو د ښځینه سوداګرو فعالیتونه زیانمن کړي


آرشیف
آرشیف

په شمالي ولایتونو کې یو شمېر ښځینه سوداګرې وايي، چې د ناامنیو له امله یې سوداګریز فعالیتونه زیانمن شوي دي.

سیما هاشمي په بلخ له سوداګرو مېرمنو یوه ده.

د هغې په خبره چې د ناامنیو د زیاتوالي او د حکومتي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د اوږدېدو له کبله د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد بهیر ته زیان رسېدلی.

هغې ازادي راډیو ته ووېل چې طالبانو د سولې په خبرو کې د امتیاز د ترلاسه کولو په موخه خپلې حملې زیاتې کړي چې له امله یې په شمال زون کې د ناامنیو د زیاتوالي ترڅنګ د پانګونې کچه هم کمه شوې.

آغلې هاشمي وویل، چې پر لویو لارو د طالبانو پراخ حضور او له سوداګریزو توکو د هغوی باج اخیستل سبب شوي چې له بهر څخه او له یوه ولایت نه بل ولایت ته د سوداګریزو توکو لېږد بند شي.

هغې زیاته کړه: "د طالبانو وسله وال فعالیت او د سولې د خبرو پر مهال یې د حملو زیاتوالی سبب شوی چې سوداګریزې چارې خاصتاً د سوداګرو ښځو فعالیت زیان وویني، مونږ د ناامنیو له امله نه شو کولی چې د هېواد مختلفو برخو ته د پېر او پلور لپاره توکي واستوو."

سیما هاشمي
سیما هاشمي

مېرمن هاشمي سره له دې چې په افغانستان کې د سولې راتلو ته هیله لري خو وايي، چې د سولې د خبرو د لومړي پړاو اوږدېدو په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت د پلاوي ترمنځ د سولې خبرو مثبتو پایلو ته ناهیلي زیاته کړي دي.

هغې وویل، که دا خبرې یوې پایلې ته هم ورسېږي بیاهم دا وېره شته، چې د طالبانو د بیا راتګ سره د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه ونه لګول شي.

نوموړې زیاتوي: "زمونږ وېره دا ده چې طالبان هغې خپلې پخوانۍ تګ لارې ته مخه کړي، او بیا به ښځې اجازه ونه لري چې سوداګریز فعالیت ترسره کړي."

تردې دمخه طالبانو ویلي چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې به د ښځو حقونه خوندي وي، خو په دې اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

په همدې حال کې د شمال زون د صنایعو او سوداګرۍ خونې اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمي ویلي چې د ټول شمال په سطح ۱۵۰ ښځې د سوداګرۍ په برخه کې فعالې دي.

هغه ویلي، چې د هغوی فعالیت له بهر څخه پر وارداتي توکو ولاړ دی او دغه چاره اوس مهال د ناامنیو له امله له خنډ سره مخ شوې.

د هغه په خبره چې طالبانو د حملو په زیاتوالي سره په شمالي ولایتونو کې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد کم کړی او همداراز سوداګر په بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

قاسمي زیاته کړه: " ناامنۍ په ټول سوداګریز فعالیت خو خاصتاً د سوداګرو ښځو پر فعالیت ناوړه اغېزه کړې، لارې ناامنه دي او له سوداګریزو توکو باج اخستل کېږي."

د بلخ پولیسو هم تایید کړې، چې طالبان پر لویو لارو د سوداګریزو توکو د لېږد له ګاډو باج اخلي.

هاخوا بیا د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، چې د دوی ملګري د شرعي احکامو له مخې پر سوداګریزو توکو مالیه لګوي.

آرشیف، طالبان د لویې لارې د موټرو تالاشۍ پرمهال
آرشیف، طالبان د لویې لارې د موټرو تالاشۍ پرمهال

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مشر شیر احمد سپاهي زاده هم وايي، چې د طالبانو د حملو په زیاتېدو سره د سوداګرو ښځو فعالیت کم شوی دی.

په مزارشریف کې د خوارکي توکو تولید کوونکي هم د ناامنۍ او په قطر کې د سولې د مذاکراتو د بې پایلو هڅو په اړه اندېښمن دي او وايي، چې یاد بهیر د دوی کار و بار ته صدمه رسولې.

پرستو بابر په مزار ښار کې د کیک او کلچې د تولید کارخونه لري، او وايي چې د ناامنۍ په خاطر نه ده توانېدلې چې ولسوالیو کې خپلو مشتریانو ته توکي ورسوي.

هغه زیاتوي: "وضعیت ښه نه دی زموږ توکی هم نه خرڅېږي، اوس لارې ناامنه دي مونږ نه شو کولی چې د خپلو مشتریانو فرمایشونه ورته برابر کړو ځکه په لارو کې طالبان حضور لري او مونږ ولسوالیو ته توکي نه شو استولی."

پرستو وايي، چې په تمه ده څو د قطر په دوحه کې د سولې پیل شوې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي او هیله لري چې د اوربند په ترسره کېدو سره د نورو اداري او ټولنیزو فعالیتونو ترڅنګ د ښځو سوداګریز فعالیت هم وده وکړي.

پرستو بابر
پرستو بابر

پرستو زیاته کړه:" که څه هم له ډېرو ستونزو سره مخ یو او ناامني زیاته شوې، خو هیله لرم چې اوربند وشي او مونږ وکولی شو مختلفو سیمو ته تولیدات ورسوو، له دې سره به ډېرو ښځو ته د فعالیت زمینه برابره شي."

د قطر په دوحه کې د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل څخه دوې میاشتې تېرېږي خو تراوسه دواړه لوري پر دې نه دي بریالي شوي چې د خبرو د دوام لپاره پر یوه ګډه تګلاره سره موافقې ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې هم وسله وال تاوتریخوالی زیات شوی چې ډېری طالبان پرې ګرم بلل شوي.

XS
SM
MD
LG