د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

تاوتریخوالي سره مخامخ ښځې څه ډول حقوقي خدمات ترلاسه کړي؟


نیمه نړۍ
نیمه نړۍ

د ازادي راډیو د ښځو اوونیزې 'نیمې نړۍ' خپرونې موضوع دا ده چې له تاوتریخوالي سره مخامخ ښځې څه ډول کولای شي حقوقي خدمات ترلاسه کړي؟

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي خبرونه تل په رسنیو کې اورېدل کېږي، د حکومتي ادارو ترڅنګ یو شمېر نور غیر دولتي ادارې هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو په برخه کې کار کوي، په دې خپرونه کې به واورئ چې؛

  • د تاوتریخوالي سره مخامخ شوې ښځې څنګه کولای شي دغو ځایونو ته لاسرسی پیدا کړي او خپل ژوند وژغوري؟
  • د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم د ښځو حقونه کوم دي او که یوه ښځه د کورني تاوتریخوالي سره مخ کېږي کوم ځای ته باید مراجعه وکړي؟
  • د امن په خونو کې ښځو ته کومې حقوقي مرستې ورکول کېږي او کله چې د دوی حقوقي دوسیې نهایي شي د دوی برخلیک څه کېږي؟

موږ هڅه کوو دغو ټولو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړو!

دا خپرونه نوریې جبارخېل جوړه کړې ده او تاسو یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ!

نیمه نړۍ خپرونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:06 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG