د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۳۷

له تاوتریخوالي سره مخ ښځې څنګه حقوقي خدمات ترلاسه کولای شي؟


بلخ کې له تاوتریخوالي سره مخ د یوې نجلۍ انځور- ارشیف، 12Nov2012

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبرونه تل په رسنیو کې اورېدل کېږي، د حکومتي ادارو ترڅنګ یو شمېر نور غیر دولتي ادارې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي.

  • د تاو تریخوالي سره مخامخ شوې ښځې څنګه کولای شي دغو ځایونو ته لاسرسی پیدا کړي او خپل ژوند وژغوري؟
  • د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم د ښځو حقونه کوم دي او که یوه ښځه د کورني تاوتریخوالي سره مخ کېږي کوم ځای ته باید مراجعه وکړي؟
  • د امن په خونو کې ښځو ته کومې حقوقي مرستې ورکول کېږي او کله چې د دوی حقوقي دوسیې وروستۍ شي د دوی برخلیک څه کېږي؟

لیمې، چې د تاوتریخوالي له امله یې له خاونده طلاق اخیستی اوس د خپلو څلورو اولادو سره یوځای ژوند کوي.

هغه اوس د خیاطۍ په یوه کار ځای کې کار کوي او خپلو اولادونو ته نفقه برابروي.

ارشیف
ارشیف

لیمې د خپل تېر ژوند په اړه وویل: "خاوند مې په ډېره لږه خبره راسره کور کې خپله هم تاوتریخوالی کوه او کورنۍ یې هم راسره تاوتریخوالی کوه، د کور ټول تکلیف هم پر ما و، خو اوقات مې یې زیات تریخ کړي وو، د بچو خرچه به یې هم نه ورکوله، خیاطي به مې کوله خپل او د بچو خرچه به مې برابروله، د روغ رنځور غم به یې هم نکولو، مجبوره شوم چې حقوقو کې عریضه ورباندې وکړم او طلاق واخلم."

په افغاني ټولنه کې داسې ښځې هم شته چې حقوقي مراجعو ته لاسرسی نه لري، له همدې کبله هر ډول تاوتریخوالی ګالي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ګل بي بي د خپل تریخ ژوند کیسه داسې کوي: "سر مې څو ځایه ټوټه ده کوکونه یې خوړلي خاوند به مې راته ویل چې ډاکتر ته ونه وایې چې خاوند وهلې یم، ورته ووایه چې په دېوال لږېدلې یم ګنې بیا دې مردارومه، ما به هم له ډاره ډاکتر ته ویل چې سر مې په دېوال لګېدلی، پښه مې اوس ماته ده، سرمې څلور پنځه ځایه مات دی، ماشومان به یې راته له پښو ځوړندول، ډېر ظلم او زیاتی یې راسره کوه، ما هیڅ ځای نه وو ليدلی چې ورغلې وای او عریضه مې کړې وای خپل خپلوان مې هم دلته نه وو."

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په افغانستان کې د تېرو نږدې ۱۸ کلونو په اوږدو کې کم شوی، اوس یو شمېر افغانې ښځې حقوقي او مدافعو ارګانونو ته د خپلو مشکلاتو د حل کولو لپاره لاس رسی لري، خو د رپوټونو له مخې بیا هم ښکاري چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په پراخه کچه روان دی.

  • د تاوتریخوالي سره مخامخ شوې ښځې څنګه کولی شي چې د قانون له مخې خپل ژوند وژغوري؟

کورنیو چارو وزارت د هغو ښځو لپاره چې له تاوتریخوالي سره مخ دي یو شمېر ضروري مرستې کوي، څو د تاوتریخوالي سره د مخامخ شوو ښځو ژوند وژغوري.

دا چې پولیس په دې برخه کې څه قانوني اجراات کوي او د تاوتریخوالي سره مخامخ شوې ښځې څنګه کولای شي چې دغو خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي، په دې اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین داسې وایي: "۱۱۹ شمېره زموږ دټولو هېوادوالو په خدمت کې ده، هرڅوک چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وي کولی شي چې دپولیسو ١١٩ شمېرې ته زنګ ووهي زموږ پرسونل ٢٤ ساعت ناست دی شکایتونه راجستر کوي او بېرته مربوطه مرجع ته د اقداماتو ابلاغ کوي."

طارق ارین
طارق ارین

د ښځو د حقونو مدافعین تل ادعا کوي چې له کلیو او بانډو نه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کره شمېره نه ده معلومه، ځکه چې ډېری شمېر ښځې حقوقي خدماتو ته لاسرسی نه لري او یا هم د نورو ستونزو له امله نه غواړي چې دغو ادارو ته مراجعه وکړي.

د ښځو چارو وزارت د ښځو لپاره د ډېر شمېر خدماتو او کارونو یادونه کوي.

د دې وزارت مسلکي او د پالیسۍ مرستیاله سپوږمۍ وردګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د ښځو چارو وزارت د حقوقي خدماتو په اړه داسې وایي:‌ "موږ ډېر شمېر داسې ښځې لرو چې حقوقي ارګانونو ته د حق غوښتنې په هدف راغلي، خو بېرته یې کورنۍ دوی نه مني یا هم دوی خپله کورنیو ته نه ستنېږي، ځکه چې خطر احساسوي، موږ سره په حمایوي مرکزونو کې داسې ښځې شته چې شپږ، اووه، لس او یوولس کاله کېږي چې دلته بې برخلیک پرتې دي، موږ اوس متوجې شو چې دا د حل لاره نه ده، موږ د دوی لپاره د جمهوري ریاست عدلي او قضایي غونډه کې یو وړاندیز مخته کړ چې د کمېټې د مشر د جمهوري ریاست د دویم معاون لخوا ومنل شو، په دې طرحې اوس کار جریان لري او موږ به نه یوازې د هغو ښځو لپاره چې د تاوتریخوالي له وجې یې کورونه پرې ایښي، بلکې هغه ښځې چې د پولو نه اړول کېږي، هغه ښځې چې د جنګونو له امله یې کورنۍ له لاسه ورکړي او هغه ښځې چې له زندانونو خوشې کېږي او کورنۍ یې دوی نه مني، موږ دوی ټولو ته طرحه جوړه کړې، چې د زون په اساس به موږ دولتي مرکزونه د دوی د خوندیتوب لپاره جوړوو، چې هم به هلته کسب او کار زده کوي او هم به ژوند کوي او له همدې لارې به دوی په ټولنه کې مدغمې شي."

د راپورونو له مخې یو شمېر ښځې چې کله د کورني تاوتریخوالي سره مخ وي او د خپل حق غوښتنې په هدف حقوقي او مدافعو ادارو ته مراجه وکړي، نو نور بیا کورنۍ کې ځای نه نه لري او آن ژوند یې هم له ګواښ سره مخ وي، د دغه ډول ښځو سره د مرستې لپاره د امن خونې د ښځو چارو وزارت په هڅو جوړ شوي دي.

دا چې په دغو مرکزونو کې ښځو ته کومې آسانتیاوې ورکول کېږي او یوه ښځه تر کومې مودې دلته پاتې کېدای شي، په دې اړه د ښځې او افغانو ښځو لپاره امن خونې یوه مسئوله لیلا حیات وایي: "د دغو ښځو لپاره روغتیايي خدمتونه په نظر کې نیول شوي، په هر فصل کې مختلفې مېوې، درې وخته ډوډۍ، د خیاطۍ او موره بافۍ زده کړې، دیني درسونه، د سواد زده کړه او د ژوند په نورو لارو چارو پوهول، د ژمي او د دوبي کالي او نور خدمات او د حقوقي خدمتونو په اړه باید ووایم چې د ښځو حمایوي مرکزونه دوی ته وړیا حقوقي خدمات وړاندې کوي، تر درېیمې محکمې د دوی قضیه د مدافعو وکیلانو لخوا مخته وړل کېږي، د قضیې د ختم نه وروسته دا ښځې او کورنۍ یې که وغواړي بېرته کورنۍ او ټولنې کې مدغم کېدای شي، خو موږ تر یوه کاله د دې پوښتنه کوو، څو بیا ورته کوم مشکل پیدا نه شي او له کورنیو نه یې ضمانت اخیستل کېږي، کله چې د دوی قضیه خلاصه شوه، دوی د ښځو چارو وزارت په مرسته هغو خلاصو مرکزونو ته ورپېژندل کېږي، چې دوی په خپلو پښو ودرېږي او خود کفا شي او یا هم دوی د محکمې له لوري کولای شي چې خپل ژوند جوړ کړي او قانوني واده وکړي اویا هم کولای شي چې خپل تحصیل ته دوام ورکړي."

د ټولو یادو شویو خدماتو سره سره چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې شوې دي بیا هم د ښځو په وړاندې تاوتریخ والی شته.

د بشري حقونو د خپلواکې ادارې د رسنیو او نشراتو رییس ‌ذبیح الله فرهنګ د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې په اړه خبرې وکړې.

‌ذبیح الله فرهنګ
‌ذبیح الله فرهنګ

هغه زیاته کړه: "د ٢٠٢٠ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ١٩٧٩ د مختلفو تاوتریخوالو قضیې په کمېسیون کې ثبت شوي دي، اقتصادي تاوتریخوالي ٣٥٧ قضیې، د جنسي تاوتریخوالي٧٣ قضیې، د فزیکي تاوتریخوالي ٥٩٦ قضیې او د لفظي او رواني تاوتریخوالي ٧٢٤ قضیې ثبت شوي دي."

د انسان پر وړاندې تاوتریخوالی د افغانستان د قانون له مخې منع شوی دی او ښځې هم د نورو انسانانو په څېر په دغه او نورو برخو کې د قانون ملاتړ له ځانه سره لري، د ښځو د اسلامي او قانوني حقونو په اړه د فقهې او قانون له ډاکتر محمد ظریف علم ستانکزي سره مرکه شوې.

ستانکزي وویل: "که چېرته دغه قانون مطالعه شي د دغه قانون احکام په درېیو برخو تقسیمېږي، اوله برخه یې د ښځو لپاره وقایوي تدابير دي، چې ښځې باید د جرایمو په مقابل کې په ټولنه کې وقایه شي او دویم حمایوي تدابير دي، چې ښځې باید په ټولنه کې حمایه شي او همدا راز په آخره کې مبارزوي تدابير دي، چې د جرم د عاملینو لپاره احکام ځانګړي شوي دي، په دغه برخه کې غواړم وضاحت ورکړم مخکې له دې نه چې د ښځو پر وړاندې جرم په ټولنه کې صادر شي، دولت مکلف دی، چې د تاوتریخوالي د منعې له قانون سره سم په ټولنه کې وقایوي او حمایوي تدابير وضعه کړي، چې په دغه برخه کې بلخصوص حکومتي سکتوري ادارې چې په قانون کې ورته دندې سپارل شوي اړین اجراآت په اعتقادي، اسلامي او مشروع فرهنګي اصول نه لري متاسفانه، همدا راز د ښځو پر وړاندې جرایم چې په دغه قانون کې ځانګړي شوي دي په دغه اړه ځانګړې څارنوالۍ او مرستیالي، د لویې څارنوالۍ په چوکاټ کې شتون لري، او په لویو ښارونو کې ابتدایه محکمه او استېناف اختصاصي محاکم لري، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جرایم تحقیق او فیصله کوي، نو په هر صورت کې باید ووایم چې د دغه قانون سره سم څارنوالۍ او محاکمو کې اقامه او فیصله کېږي، په دوه وو اولو برخو کې چې حمایوي او وقایوي تدابير دي، د دولت په کچه ستونزې شته، دولت نه دی توانېدلی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي جرایم را کم کړي او د دغه موضوع ثبوت د جرایمو زیات والی دی، چې ورځ تر بلې زیاتېږي."

دا راپور چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موضوع جوړ شوی دا پایله ورکوي، چې په افغاني ټولنه کې اوس هم ډېری ښځې د خپلو حقونو څخه ناخبره دي او هغوی چې خبرې هم دي د ځینو ټولنیزو محدودیتونو له کبله نه شي کولای څو حقوقي ادارو ته لاسرسی پیدا کړي، که څه هم یادې ادارې وايي چې د دغو ښځو حقوقي دوسیو ته په خپل وخت رسیدنه کوي.

راپور: وږمه جبارخېل

XS
SM
MD
LG