د افغانستان د څېړنې او ارزونې د ادارې مشره اورځلا اشرف نعمت وايي د جینوا کنفرانس ګډونوالو تر ډېره ټينګار وکړ چې د سولې او پرمختیايي پروسو په برخه کې د ښځو فعاله ګډون په پام کې ونیول شي.
اغلې اورځلا په خپله د جینوا ۲۰۲۰ کنفرانس په لومړۍ ورځ خبرې وکړې.
هغې ټینګار وکړ چې خبرې باید عملي شي او ډاډ ترلاسه شي چې د ښځو حقونه او راتلونکې خوندي پاتې کېږي.
له اورځلا اشرف نعمت سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی یې پوښتنه کړې چې ایا افغان حکومت د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره لازم کارونه کړي چې په مټ یې د نړیوالو مرستې جلب کړي که څنګه؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
-
صفيالله ستانکزی
صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ