د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

"ښځو سره فزیکي تاوتریخوالی د تېرکال پرتله ډېر شوی،۱۲۴۱ قضیې ثبت دي"


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د روان ۲۰۲۰ زېږدیز کال په لسو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ثبت شوېو قضیو په اړه خپل تازه راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې په تېرو لسو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۷۴۴ قضیې ثبت شوي چې لوړ شمېر یې فزیکي تاوتریخوالی دی.

د راپور له مخې د فزیکي تاوتریخوالي په ۱۲۴۱ ثبت شویو قضیو کې ان ۲۸۱ یې د قتل، تیري، اختطاف او ځان وژنې قضیې دي.

د راپور په حواله په سختو قضیو کې ۱۶۷ يې د ښځو د قتل دي چې وژونکي يې د مېرمنو نږدې خپلوان بلل شوي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي وايي، که څه هم له دوی سره د تاوتریخوالي ثبت شوي شمېرې د تېرکال د همدې مودې پرتله ۱۱ سلنه کم والی ښیې خو ښایې قضیې له دې هم لوړې وي.

نوموړې وايي: "هغه څه چې موږ ته د اندیښنې وړ دي، د فزیکي تاوتریخوالي د کچې لوړوالی دی او دا د شدت حالت ښيې، پخوا به موږ رواني تاوتریخوالی ډېر درلود خو سږکال موږ د قتل، ځان وژنې او د بدن د غړو پرې کولو ډېرې قضیې لرو."

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي

د راپور له مخې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو شمېر تېرکال په همدې موده کې ۳۹۱۰ وې.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون په یاد تازه راپور کې له ښځو سره د ناوړه چلند قضیې په کابل، کندهار، بامیان، بلخ، ننګرهار، هرات او دایکنډي ولایتونو کې ثبت شوی، خو د کمېسیون د مسؤلینو په وینا په نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي قضیو د نه ثبتېدو لامل ښايي مسوولو ادارو ته د ښځو نه لاسرسی وي.

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د یاد راپور شمېرې ښيي چې د ۹۵.۸ سلنه مېرمنو په وړاندې تاوتریخوالی د خپلو کورنیو د غړو له لوري ترسره شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په نږدې یو کال کې له دوی سره د ښځو سره د تاوتریخوالي ۷۲۰۳ قضیې ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۱۰۸ یې فزیکي چال چلند دی.

د ۹۵.۸ سلنه مېرمنو په وړاندې تاوتریخوالی د خپلو کورنیو د غړو له لوري ترسره شوی دی.

د دې وزارت ویاندې رویا دادرس هغو بنسټونو ته په اشارې چې د ښځو د قضیو د څیړلو په برخه کې کار کوي وویل: "تر اوسه هېڅ کوم بنسټ، د ښځو برخه کې له زړه کار نه دی کړی، هغه ډول چې موږ کار ترې غواړو دوی نه دي توانیدلي چې ترسره یې کړي، نو موږ دې برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ یو په ځانګړي توګه چې مجرمین له زندانونو په تېښتې بریالي کېږي."

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومته د تاوتریخوالي کچې کمولو لپاره د عامه پوهاوۍ کچې لوړولو، ناوړه دودونو سره مبارزې، د ښځو مالي خپلواکۍ، ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو څیړلو لپاره د ښځینه څارنوالانو او قاضیانو شمېر ډیروالی غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG