د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

چارواکي: په غزني کې د ښځو وضعیت ښه شوی


په غزني کې یو شمېر مېرمنې
په غزني کې یو شمېر مېرمنې

د نومبر ۲۵مه په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره عامه پوهاوي ته ځانګړې شوې.

په غزني ولايت کې د ښځو چارو ریاست د شمېرو ترمخه دا کال ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۷ پېښې ثبت شوي دي او تېر کال دا شمېر ۴۸ وو.

د غزني‌ ولايت د ښځو چارو ریاست رییسه ادعا کوي، چې د پخوا په پرتله په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی دی.

شکريه ولي د دې علت د خلکو باسواده کېدل او د ښځو حقونو ته درناوی کول ښيي.

نوموړې د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۴مه) ازادي راډيو ته وويل په ليرې پرتو سيمو کې ځينې ستونزې لا هم شته دی.

په غزني کې یو شمېرمېرمنې
په غزني کې یو شمېرمېرمنې

هغه زياتوي: "زه نه وايم چې په غزني کې هیڅ تاوتریخوالی نه شته، له بده مرغه په ځينو ولسوالیو کې چې امنیتي ستونزې لري، ریاست ته ښځې نه راځي او یا د کلتوري دودونو له امله دوی نه شي کولای چې ریاست ته راشي او له موږ سره خپلې ستونز شریکې کړي، تاوتریخوالى شته خو خوښبختانه د نورو ولایتونو په پرته په غزني کې تاوتریخوالی او ځان سوځونه لږ ده."

شکريه ولي‌په داسې حال کې دا خبرې وکړي چې د چارواکو په وينا د تیرې یک شبنې په ورځ د غزني جاغوري ولسوالۍ په چال سیمه کې یو کس خپله لور او يو سړی له يو بل سره د اړيکو په تور ووژل.

د داسې پېښو د مخنيوي لپاره ځينې نادولتي موسسې کوښښ‌کوي‌، چې د ښځو د حقونو په اړه د خلکو عامه پوهاوی زیات شي.

په دوی کې یوه هم، عدالت د ټولو لپاره ده.

په غزني کې د دې موسسې ساحوي مشر عبدالله پتمن د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۴مه) ازادي راډيو ته وويل چې دوی په هرو څلور میاشتو کي یو څل ۴۰ تنو قومي مشرانو، دیني علماوو او ځوانانو ته له ښځو سره د ښه چلند او هغوی ته د حقونو د ورکړې په موخه ورکشاپونه جوړوي چې ګټور ثابت شوي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې په سختۍ سره د قوانينو عملي‌کېدل هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمولو سبب کېږي.

هغه زياتوي: "عدلي او قضايي ارګانونه په دې برخه کې ډېر چټک برخورد کوي، قانون هم همداسې توند قانون دی، که په نورو برخو کې مشکلات وي خو په دې برخه کې یعنې د ښځو په برخه کې ډېر په جدیت پرېکړې کوي."

د چارواکو د ادعاوو او د نادولتي موسسو د کوښښونو سربېره هم د غزني ځينې وګړي د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر بولي.

په دوی کې یوه هم د ولايتي شورا غړې فاطمه رحيمي ده.

هغې د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۴مه) ازادي راډيو ته وويل چې د ښځو رياست چارواکي‌بايد لا نور کار وکړي.

رحيمي وايي: "له بده مرغه چې د ښځو چارو ریاست هم په دې برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی، موږ حتی څو ځله د بشري حقونو له کمېسیون څخه دا غوښتنه وکړه چې یو دفتر یا یو مرکزیت په غزني ولایت کې ولري، څو حداقل هغه لومړنۍ ستونزې چې په غزني کې د ښځو پر وړاندې پيدا کېږي، دوی ورته مراجع وکړي،موږ باید یو داسې ځای ولرو چې د غزني ښځې هلته خپلې ستونزې شریکې کړي."

په افغانستان کې په ۲۰۰۹ کال کې پارلمان د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره يو قانون تصویب کړ.

د دې قانون په پنځمې ماده کې ۲۲ موارد د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی بلل شوی.

د ښځو په بدو کې ورکول، هغوی د خپلې خوښې له واده منع کول، د هغوی وهل ټکول، په کم عمر کې یې واده او يا په زور پر هغوی کار کول د تاوتريخوالي‌له دغو مواردو څخه دي.

XS
SM
MD
LG