افغانستان، غزني کې د ازادي راډیو خبریال
له هغه وروسته موټر چلوونکو او سپرلیو د کابل-کندهار لویه لاره د اعتراض په توګه وتړله. لاره د دې راپور تر چمتو کېدو یعنې د ځايي وخت پر دوو بجو لا تړلې وه.
د ۲۳ کلنې فاطمې مړی دوه اوونۍ مخکې (د جولای په ۲۵مه نېټه) د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وموندل شو.
دوی وايي، د درملنې په نوم د دغو ډاکترانو د اقداماتو له امله ان یو شمېر کسان مړه شوي هم دي. د غزني ولایت ګېلان ولسوالۍ اوسېدونکی راز محمد خپلواک وايي، د څو داسې پېښو شاهد پاتې شوی.
د غزني ښار په منځ کې د بزازي او سبزيو پلورنځي سړک ترمنځ د تېر شوي سیند پر سر پر اوسپنیز پل ډېری وخت په شنو چادریو کې پټې یو شمېر میرمنې ناستې وي، چې تیرېدونکو کسانو ته د خیرات لاس غځوي.
د افغانستان د جنوبي ولایت غزني لسګونو اوسېدونکو په خواجه عمري ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د ولسي خلکو پر وژل کېدو اعتراضي لاریون وکړ. د غزني والي هم ولسي مرګ ژوبله تائیدوي، خوايي په دغه برید کې د دولت پنځه مخالفان وژل شوي دي.
د غزني ولایت اوسېدونکي وايي چې سږکال د دې ولایت په څو ولسوالیو کې بنګ کرل شوي او د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم خلک د چرسو د کاروبار لپاره دې ولایت ته ورځي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له حکم سره سم چې د خپلواکۍ د سلمې کلېزې د جشن په هدف به په هېواد کې د غازي امان الله خان هغه تاریخي اماکېن چې په جګړو او یا هم په طبیعي پېښو کې ویجاړ شوي دي، له سره رغول کېږي، خو په غزني کې لا هم دغه تاریخي نښې همداسې کنډ او کپر پاتې دي.
په غزني کې د خشک، قلعه قاضي، سنجیتک او کلا جوز سیمو لسګونه تنو اوسېدونکو مظاهره وکړه.
د غزني ولایت اوسېدونکي د ملکي روغتون له خدمتونو څخه شکایت لري.
د پنجشنبې په ورځ په غزني کې د څلوېښت تنه هغه پېغلو او ځوانانو ډلهییز واده ترسره شو چې د ولور دروند پېټۍ یې نهشوی پورته کولای.
په دوحه کې د سولې د بین الافغاني کانفرانس پریکړه لیک، پر اساس چې د نورو ترڅنګ، د هېواد په ټولو سیمو کې د عامه ګټو بنسټونو لکه، د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو...
نور راوښيه