د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د غزني خبریالان: "رحمت الله نيکزاد" یو زړور او ځیرک خبریال و


 رحمت الله نيکزاد
رحمت الله نيکزاد

په غزني کې د افغان خبریالانو ملي اتحادیې مشر رحمت الله نیکزاد په یو وسله وال برید کې وژل شوی.

رحمت الله نیکزاد چې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمدالیاس داعي د وژلو په خلاف یې غږ پورته کړی وو، خو اوس د ده غږ هم د تل لپاره خاموش شو.

نېکزاد د دوشنبې ورځ ماښام په غزني ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په خواجه حکیم سیمه کې د خپل کور مخ ته د خپلو ماشومانو د سترګو پر وړاندې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

رحمت الله نیکزاد خبریال وو او له شاوخوا شلو کالو څخه یې په غزني کې له بېلابېلو سیمه ییزو، ملي او نړۍ والو رسنیو سره په رسنیز ډګر کې کار کړی وو.

خو په دې وروستیو کې یې هم مهاله له الجزیره نړیوال تلویزون او اسوشټيډ پریس خبري اژانس سره کار کاوه.

نیکزاد له تېرو شاوخوا دریو کالو څخه په غزني کې د افغان ‎خبریالانو ملي اتحادیې مشر هم وو.

هغه یو زړور، ځیرک، زړه سواند، خواخوږی او د ملي فکر څښتن انسان وو، خو دا چې څنګه خبریال وو؟

په مرکزي ژوند کې د خبریالانو د خوندیتوب کوميټې مشر جمیل وقار وايي، رحمت الله نیکزاد ښه خبریال او په غزني کې ټولو خبریالانو ته ښه انګېزه ورکونکي مشر وو، کلونه به واوړي خو د نیکزاد په رنګه خبریال به په غزني کې پیدا نه شي.

هغه وویل: "نیکزاد یو ډېر متحریک او باجرئته خبریال وو، هغو ساحو ته چې نور خبریالان نه شوای تلی، هغه سوژو ته چې د نورو به نه وو ورپام ده به په لومړي قدم کې ځان وررسولی وو، په مجموعو کې ټول خبریالان د غزني په ده باندې راټول وو، ډېر منسجم یې ساتلي وو او یوه ډېره ښه انګېزه یې ورکوله."

په غزني کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ ټولنې مشره خدیجه اشرفي بیا رحمت الله نیکزاد یو صادق خبریال یادوي.

رحمت الله نيکزاد
رحمت الله نيکزاد

دا وايي، په لرې پرتو سیمو کې به یې د خلکو ګونګ غږ ته هغه ژبه ورکوله چې په غزني کې یې بل کوم خبریال توان نه درلود.

ده تل ولسوالیو او لرو پرتو سیمو ته د خلکو ستونزو ته د پوښښ ورکولو په موخه سفرونه کول.

هغه زياتوي: "صادق خبریال وو او لرې پرته سیمو ته به تلو او هلته به یې د خلکو اواز وچتاوو، نیکزاد هغه غږونه اوچتول چې تر اوسه ډېری خبریالانو ډیری خبریالانو نه وو اوچت کړی."

د رحمت الله نیکزاد د وژلو پړه د دغه راپور ترچمتو کولو پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د هغه ورور، حافظ الله په څو لنډو ټکو ازادي رادیو ته وویل: "سیمې ته د پولیسو د څېړنې ډله تللې، له هغوی څخه به پوښتنه کوم چې جریان څه دی، نور په دې اړه څه نه شم ویلای."

دولتي چارواکو تر اوسه پورې د رحمت الله نیکزاد د وژلو تور په چا نه دی پوري کړي خو د هغه د وژلو پخلی یې کړي دی.

وسله والو طالبانو د رحمت الله نیکزاد وژل کېدل غندلي.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "په غزني ولایت کې د هیواد یو مسلکي خبریال رحمت الله نیکزاد په شهادت رسیدلی، موږ دا بزدلانه عمل په کلکه غندو او دا وژنه د هیواد لپاره یوه ضایعه بولو."

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب او ملاتړ ټولنو تل په خبريالانو بريد غندلی او دا یې پر رسنیو، د بیان پر ازادۍ او ترڅنګ یې پر ولس بريد ګڼلی دی.

دوی وايي، حکومت باید د بیان د ازادۍ له ملاتړو سره يو ځای د هر هغه ګواښ مخه ونيسي، چې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالی کوي.

رحمت الله نیکزاد په داسې حال کې په غزني کې وژل کېږي، چې تر دې څلوېښت ورځې وړاندې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په بمي چاودنه کې وژل شوی وو او تر څنګ یې درې تنه نور خبریالان په دغه ورځو کې د هیواد په بېلابېلو سمو کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG