د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

د "ملالې میوند" کورنۍ د نیول شویو عاملینو علني محاکمه وغوښته


ملاله میوند
ملاله میوند

په ننګرهار کې د وژل شوې خبریالې ملالې میوند کورنۍ د نیول شویو عاملینو علني محاکمه وغوښته.

د ملالې میوند ورور وایي، د ده د خور قاتلینو ته په سزا ورکولو یا نه ورکولو بېرته د دوی خور لاسته ورځي خو په علني مجازاتو سره به یې د رسنیو کورنۍ ډاډمنه او وژونکو ته به یې د عبرت سبب شي.

په ننګرهار کې د ټلویزیوني خپرونو د ښځينه کارکوونکې ملالې میوند د وژلو له پېښې شااوخوا ۱۲ ساعته وروسته د ننګرهار والي د نوموړې د قاتلینو د نیولو خبر ورکړ.

که څه هم د نیول شویو کسانو د هویت په اړه لا تردې دمه څه نه دي ویل شوي، خو تېر ماښام د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل پرخپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې د پېښې عاملین نیول شوي او په خپلل جرم یې اعتراف کړی دی.

خو اوس د ملالې میوند کورنۍ د نیول شویو کسانو په تړاو معلومات، څېړنې او د دوی علني محاکمه غواړي.

د ملالې میوند ورو حماد وایي، که څه هم د نیول شویو عاملینو مجازات او نه مجازات ورته بېرته ملاله نشي ورکولی خو په علني ډول یې محاکمه ځکه غواړي څو خبریالان پوه شي چې د دوی وژونکي څوک او څه غواړي.

هغه زیاتوي: "د دوی په سزا ماته څه ګټه نه رارسېږي، خو زه غواړم چې د ملالې کورنۍ په یقیني ډول خوندي وي، زه د ملالې کورنۍ یم، خو ملالې یوه بله کورنۍ هم لرله چې هغه د رسنیو کورنۍ په نامه یوه کورنۍ وه."

نوموړي دغه څرګندونې نن د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ملالې میوند په نوم د یوه نوي جوړ شوي پارک د نومولو په مراسمو کې وکړې.

په دغو مراسمو کې د ملالې میوند پر کورنۍ سربېره د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مسؤلینو، ننګرهار مېشتو خبریالانو، د خبریالانو ملاتړ ټولنو غړو او له نورو یو شمېر ولایتونو راغلو ژورنالېستانو او فعالانو ګډون کړی و.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوګیاڼي وایي، د اطلاعاتو فرهنګ ریاست پارک د ملالې میوند په نوم ځکه نوموي څو د نومړې د ژورنالېتسیکو فعالیتونو قدردانی وشي او یاد یې د خلکو په زړونو کې تل پاتې شي.

هغه وویل: "دغه پارک کې موږ دایمي فرهنګي او ولسي غونډې کوو، د دې په خاطر چې نوم یې تل یاد پاتې شي، دغه ځای چې بالخصوص ما په خپل شخصي امکاناتو برابر کړی دی، د ملالې په نوم سر له ننه ونوماوه."

نوراجان بهیر چې د خواخوږۍ او غمرازۍ لپاره له خوسته ننګرهار ته راغلی و او په دې دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل چې د خبریال وژل کوم امتیاز نه دی او ټولې خواوې دې د خبریالانو ژوند خوندي کړي.

ده زیاته کړه چې د ملالې میوند درد یواځې د ننګرهار نه بلکې د ټول هېواد ګډ درد دی او په خبره یې چې د ټول هېواد د سولې او امن په ارمان وژل شوې ده.

هغه زیاتوي: "ملاله د ټول وطن یوه رښتینې ملاله وه، هغه یوه پتمنه پېغله وه، هغې د وطن دردونو ته پټۍ غوښته، دردونو ته یې دوا غوښته."

۲۵ کلنه ملاله میوند د شااوخوا ۹کالو راهیسې په ننګرهار کې په راډيویي او ټلویزیوني ویاندویۍ بوخته وه چې د معلوماتو له مخې، د خپلې کورنۍ سرپرستي هم ور ترغاړې وه.

ملاله میوند د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه چې مور یې مړه او په کورني کې یې له سپین ږیری پلار، یو ورور او یوې خور سره ژوند کاوه.

نوموړې پرون پنجشنبه سهار شااوخوا ۷بجې په داسې حال کې چې تازه له کوره راوتلې او دفتر ته پرلاره وه، د دې د دفتر له موټرچلوونکي طاهرخان سره یوځای د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ووژل شوه.

XS
SM
MD
LG