د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

اشرف غني: پر رسنیو او خبریالانو بریدونه بشري ضد جنایت او نه‌بخښونکی عمل دی


په ننګرهار کې وژل شوې خبریاله ملاله میوند
په ننګرهار کې وژل شوې خبریاله ملاله میوند

په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون د خپرونو د چلوونکې او خبریالې ملالې میوند د وژلو کېدو په غبرګون ارګ په یوې اعلامیه کې دغه پېښه غندلې ده.

جمهور رئیس غني د دې برید د سخت غندلو پر مهال وویل، زموږ رسنۍ او خبریالان چې په سختو شرایطو کې د هېواد، سیمې او نړۍ له حالاتو څخه د خلکو د خبرولو په موخه کار کوي، پر دوی بریدونه بشري ضد جنایت او نه‌بخښونکی عمل دی.

په اعللامیه کې د جمهور رئیس غني په حواله دا هم ویل شوي چې د جهل او وحشت لارویان د دا شان بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي چې د اساسي قانون د صریح حکم پر بنسټ د افغانانو مسلم حق او زموږ د هېوادوالو او د رسنیو فعالانو په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې لاسته راوړنه ده، نه‌شي محدودولی او حکومت‌یې په ټول توان ساتنې او پالنې ته ژمن دی.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلي غني د پېښې د څېړنې او د قانون منګولو ته د وژونکو د سپارلو امر کړی دی.

د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم په یوه اعلامیه کې دا برید د بیان په ازادۍ برید ګڼلی دی.

ښاغلی عبدالله هم ویلي، د افغانستان دښمنان نه‌شي کولای چې په دې ډول بریدونو سره د افغانستان د خلکو رسا غږ غلی کړي، خو په خبره‌یې دا د دې ښودنه کوي چې دښمن د افغانستان له عیني واقعیتونو او د روښانه راتلونکې لپاره د افغانانو له هڅو څومره وېره لري.

د انعکاس راډیو ټلوېزیون خبریاله ملاله میوند او د هغې موټر چلوونکی نن سهار په یوه برید کې ووژل شول.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې دا درېیم خبریال دی چې په افغانستان کې وژل کېږي، په هلمند کې د ازادي رادیو خبریال الیاس داعي، په کابل کې د طلوع‌نیوز د سیاسي خپرونو پخوانی چلوونکی یما سیاووش او اوس هم ملاله میوند.

مخکې هم دا وژنۍ په کور دننه او په نړیواله کچه غندل شوې دي.

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي
په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

که څه هم د تېرو ورته پېښو مسؤلیت هم تر اوسه چا نه‌دی منلی، خو همدا روانه اوونۍ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو او د امریکا په ګډون، د استرلیا، کاناډا سفیرانو او د ناټو استازي له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې په دې هېواد کې دا هدفي وژنې ودروي.

XS
SM
MD
LG