د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

نى: افغان حکومت د خبريالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلى


رحمت الله نيکزاد
رحمت الله نيکزاد

د خبریالانو د ملاتړ یوې ډلې حکومت د خبریالانو په خوندیتوب کې په پاتې راتلو تورن کړ.

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی اجراییه رئیس وايي، حکومت نه دی توانېدلي په لویو او وړو ښارونو کې د خبریالانو خوندیتوب تضیمن کړي.

مجیب خلوتګر دا خبره تېره شپه وروسته له هغې ازادۍ راډیو ته وکړه، چې تر دې څو ساعته مخکې په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر رحمت الله نېکزاد د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.

مجيب خلوتګر
مجيب خلوتګر

ښاغلي خلوتګر وویل: "د رحمت الله نېکزاد شهادت دا مسئله په روښانه بڼه بیانوي، چې خبریالان نه په ښارونو او نه په لیرې پرتو سیمو کې خوندیتوب لري. له بده مرغه د افغانستان حکومت د خبریالانو د ساتنې په هکله هېڅ کار نه کوي، خپل قانوني مسوولیت او دنده نه اجرا کوي. موږ په ملي او محلي سطحه له چارواکو غواړو چې لږ تر لږه د رحمت الله نېکزاد قتل ژر وڅېړي."

په غزني کې دې پېښې د دې ولایت نور خبریالان اندېښمن کړي او له دولته د خوندیتوب غوښتنه کوي.

د افغان سوله څار ویبسایټ خبریال مجید ژړاند ازادۍ راډیو ته وویل: "د خبریالانو په وړاندې ډول-ډول تهدیدونه رامنځته کوي چې نن یې په نتیجه کې رحمت الله نېکزاد شهید شو. په راتلونکي به هم دا ګواښونه وي. له دولته غواړو چې د خبریالانو په وړاندې پر شته تاوتریخوالي چوپ پاتې نه شي."

دغه راز د پژواک خبري اژانس خبریال سیف اله مفتون وويل: "په دې وروستیو ورځو کې د خبریالانو وژنې زیاتې شوي، چې دې کار واقعاً د خبریالانو پر کار ناوړه تاثیر کړی دی. خبریالان نه شي کولای په ډاډه زړه د کار ساحې ته لاړ شي، په ډاډه زړه کار وکړي، په ډاډه تحقیقي راپورونه جوړ کړي. که دا لړۍ دوام وکړي، واقعاً دا به د خبریالانو لپاره ډېره ګرانه وي او د دوی پر کار به ډېر بد اغېز وکړي."

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه ټیټ کې د رحمت الله نېکزاد چې له الجزیره ټلویزیون او اسوشېټېډ پریس اژانس سره یې هم کار کاوه، وژنه یو جنایت بللی.

د حکومت د نورو مشرانو تر څنګ ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو دا حمله غندلې ده.

خو د نی ادارې اجرایه مشر مجیب خلوتګر وايي د افغان چارواکو غندنې کفایت نه کوي، بلکې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.

فريدون خوځون
فريدون خوځون

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادۍ راډیو ته وویل: "د افغانستان دښمنان د دوی د جنایتونو او ناانساني کړنو له پوښښ او انعکاس وېره لري، په دې وروستیو کې یې د افغان خبریالانو په وړاندې خنډونه جوړ کړي او په نښه کوي یې. دا کار بشري جنایت او نه بخښل کېدونکی عمل دی."

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، د رحمت الله نېکزاد د قاتلانو په موندلو پسې به جدي هڅې کېږي.

طارق ارین
طارق ارین

هغه زياتوي: "دا د خبریالانو او د بیان د ازادۍ په وړاندې یو جنایت او نه بخښل کېدونکی عمل دی. امنیتي ځواکونه، پولیس او کشفي څانګې دا پېښه هراړخیزه څېړي."

ذبیح اله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په یوه اعلامیه کې د خبریالانو د ټولنې د مشر رحمت الله نېکزاد پر وژل کېدو خواشیني ښوولې دا یې د افغانستان لپاره یوه ضایعه ګڼلې ده.

له تېرو دوو میاشتو د طلوع پخوانی ویاند یما سیاوش، د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي، د خورشید ټلویزیون پخوانی مشر محمد رفیق صدیقي، د اریانا ټلویزیون ویاند فردین امیني، ملاله میوند او اوس رحمت الله نېکزاد ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې جملې د محمد رفیق صدیقي او فردین امیني وژنې جنايي اړخ لري.

XS
SM
MD
LG