د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

د "الياس داعي" د وژونکو د علني محاکمې غوښتنه وشوه


محمد الیاس داعي
محمد الیاس داعي

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې د روان زېږدیز کال د نومبر په دولسمه په لښکرګاه کې د ده پر موټر د نښل شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د خلکو استازی غلام ولي افغان وايي: "الیاس داعي له هغو ځوانانو څخه و چې تل یې د هلمندي ولسونو د حقونو د مدافع په توګه د دوی اواز یوازې د افغانستان نه د نړۍ تر ګوټ ګوټ پورې رساوه، د الیاس داعي تشه د هلمندیانو لپاره یو ستر زیان دی."

داعي ۳۳ کلن و، واده یې کړی و او د مهربان په نوم یې یوه دوه کلنه لور درلوده.

الیاس داعي په تېرو دولسو کلونو کې ازادي راډیو سره د خبریالۍ پر مهال په هلمند کې په ټولنیزو، اقتصادي او بېلابېلو نورو برخو او دغه شان یې د جګړو له لومړۍ کرښو ژوندي کره او هر اړخیز راپورنه چمتو کول.

الياس داعي
الياس داعي

د الیاس داعي وژونه په ملي او نړیواله کچه په سختو ټکو وغندل شوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جدي په شلمه اعلان وکړ چې د نوموړي وژونکی یې نیولی دی او د نوموړي اعتراف یې خپور کړ.

خو تر اوسه پورې په دې برخه کې د نورو پرمختګونه په اړه څه نه وايي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټه وايي دوی د ښاغلي داعي د وژونکو د علني محاکمې په تمه دي.

د دې کمېټې مسول عبدالمعید هاشمي ازادي راډيو ته وویل: "د خبریالانو نه د دفاع کمېټه د الیاس داعي او نورو شهید ژورنالیستنو وژونکو ته اشد مجازات غواړي."

په دې اړه مخکې د الیاس داعي ورور مدثر دغوت هم انتقادونه کړي وو.

خو د تازه خبرو په اخیستلو یې بریالي نه شو.

په تېرو نېږدې دوه میاشتو کې په افغانستان کې درې مهم خبریالان وژل شوی، د الیاس داعي له وژنې یوه اونۍ وړاندې په کابل کې د طلوع نیوز پخوانی ویاند یما سیاوش په ورته پېښه کې ووژل شو.

دغه شان د الیاس داعي تر وژل کېدو لنډې ورځې ورسته د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د انعکاس راډیو ویانده او خبریاله کلثوم چې په ملاله میوند مشهوره وه، په یو وسله وال برید کې ووژل شوه.

ملاله ميوند
ملاله ميوند


بیا په کابل کې د اریانا تلویزیون د خبریال فردین امیني د مرموزې وژنې خبر خپور شو چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ځانوژنه بللې وه خو کورنۍ یې دا خبره رد او په دې اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

تراوسه هیچا او یا هم کومې وسله والې ډلې په رسمي د دغو وژنو مسوولیت نه دی منلی.

تازه د افغانستان دولسي جرګې رییس مير رحمان رحماني هم د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې دغو وژونو ته اشاره وکړه او امنیتي بنسټونه یې د پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي وګڼل.

نوموړي وویل، چې په امنیتي بنستونه کې کدري ضعف او مدیرتي ناتوانۍ موجودې دي او هغه امنیتي پالیسۍ چې ګتورې نه دي ثابتې شوي باید بیا کتنه پرې وشي.

XS
SM
MD
LG