د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۳

هلمند کې د محمد الياس داعي په نوم د کرکټ ۲۵ سيالۍ پيلېږي

محمد الیاس داعي
محمد الیاس داعي

د محمد الياس داعي په نوم په هلمند کې د کرکټ ۲۵ اوريزه سيالۍ پيلېږي.

د دغو سیالیو تنظیموونکی ځايي کرکیټر ګل اغا نوید وایي، دغه سیالۍ یې د بیان د ازادۍ د قرباني الیاس داعي په نوم تنظیم کړې چې د پنځو ټیمونو په ګډون به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په لښکرګاه کې پیل شي.

د کړکټ په دغو سیالیو کې د لښکرګاه ښاروالي، د ډاکتر عبدالرازق، د سباوون راډيو ټلوېزيون، د روحاني کرکټ اکاډمي او د اراکوزيا پوهنتون کرکټ لوبډلې لوبېږي.

د ښاغلي نوید په وينا په هلمند کې د کرکټ د ۲۵ اوریزه سیالیو د ترسره کېدو هدف‌یې دا دی چې د الياس داعي یاد ته د درناوي ترڅنګ په دې ولایت کې د کرکټ لوبغالی د هغه په نوم ونومېږي.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعې څه باندې یوه میاشت وړاندې د نومبر په ۱۲مه په لښکرګاه کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

چا یا کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د قتل په تور یې یو کس نیول شوی، خو کورنۍ یې وایي چې تر اوسه پورې چا ورسره په دې اړه نور جزئیات نه‌دي شریک کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG