د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

له رسنیو سره د ولایتي ویاندویانو پر خبرو بندیز د قانون خلاف وبلل شو


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د خبریالانو د دفاع او د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، له رسنیو سره د ولایتي ویاندویانو پر خبرو بندیز د اساسي قانون خلاف عمل دی.

د حکومت دا پرېکړه، چې ولایتي ویاندویانو یې له رسنیو سره له خبرو منع کړي، له نیوکو سره مخ شوې ده.

د افغانستان د خبریالانود دفاع او رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه دا د افغانستان د اساسي قانون خلاف عمل بولي او وايي، چې په دې سره به معلوماتو ته لاسرسی چې لا دمخه ستونزمن دی نور هم سخت شي.

د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټې مسول عبدالمعید هاشمي ازادي راډيو ته وویل: "تر دې وړاندې هم معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼې ستونزې موجودې وې په ځانګړي ډول والیانو به په ډېرې سختۍ رسنیو ته معلومات ورکول، خو کله چې ولایتي ویاندویانو دفترونه جوړ شول دا ستونزه یو څه حل شوه، زموږ غوښتنه داده چې باید ولسمشر خپله دا پرېکړه بېرته واخلي."

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې يا نى نن په یوه خبرپاڼه کې د والیانو د ویندویانو د بستونو د لغوه کېدو خبره کړې او ویلي یې دي، چې په هغه لیک کې چې د ملي امنیت شورا د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته استولی، ولسمشر اشرف غني امر کړی چې له دې وروسته والیان د ویاندویانو د لرلو حق نه لري.

د نى په خبر پاڼه کې راغلي، دا چې له دې وروسته به د ویاندویانو دندې پخپله والیان سرته رسوي دا غیر عملي ځکه دی چې اکثره وختونه والیانو ته لاسرسی، ورځې او ان اونۍ وخت نیسي.

خو د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د ولایتونو د ویاندویانو بستونه له منځه نه دي تللي بلکې یوازې له رسنیو سره له خبرو منع شوي.

نرګس مومند
نرګس مومند

د دې ادارې د عامه اړیکو د دفتر مشرې نرګس مومند رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي: "د دوی ( ویاندویانو) بستونه له موږ سره حفظ دي خو یوازې په لږ توپیر، هغه دا چې وروسته له دې به د موثرې او د ښې اطلاع رسونې په موخه به یې محترم والي صاحبان په خپله د ولایت اړوند اطلاعات له رسنیو سره شریکوي او د اطلاعاتو او عامه اړيکو مديران به د اجتماعي صفحاتو مدیریت، همداسې د محل په کچه د مختلفو اقشارو ترمنځ د روابطو ټینګښت او والي صاحبانو ته به اړوند موضوعګانې راټولوي."

افغان خبریالان وايي، دوی ته مهمه نه ده چې د ویاندویانو بستونه ساتلي او که لغوه شوي، خو دا چې له رسنیو سره له خبرو کولو منع شوي او دا چاره والیانو ته سپارل شوې، نو اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمنوي، ځکه والیان ګڼ نورو مسولیتونه لري او نه شي کولی، چې ټوله ورځ په ولایتونو کې پر روانو پېښو له خبریالانو سره معلومات شریک کړي.

افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په دې برخه کې د ولایتي ادارو د ویاندویانو رول مهم بولي.

حمدالله ارباب
حمدالله ارباب

د دې کمېسیون غړي او ویاند حمد الله ارباب ازادي راډيو ته وویل: "ټول حکومتي ادارات مکلف دي چې دوی په وخت معلومات له رسنیو سره شریک کړي، په دې برخه کې د ولایتي ویاندویانو موجودیت ډېر مهم وو ځکه دوی وخت پر وخت اطلاعات له رسنیو سره شریکول، زموږ غوښتنه داده چې باید په دې برخه کې ادلون بدلون اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د محدودیت لامل نه شي."

خو د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي چې دغه اقدام یې د اطلاع رسونې د موثریت لپاره کړی دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون وړاندیز کړی، چې په دې برخه کې د منظم جوړښت رامنځته کېدو په پار باید د ملي امنیت شورا، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتېژیکو اړیکو عمومي اداري ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، اطلاعات او فرهنګ وزارت، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، مدني ټولنو او د رسنیزو بنسټونو مسوولینو ترمنځ ګډه کمېټه جوړه شي څو د دغه ستونزې د حل لپاره لارې چارې ولټول شي.

د یادونې وړ ده، چې افغان خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړ ادارو تر دې مخکې هم وخت په وخت پر حکومتي ادارو نیوکې کړي، چې معلوماتو یې د خبریالانو لاسرسی ستونزمن کړی، هغه څه چې حکومتي چارواکو رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG