د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

"د افغانستان خبریالانو ټولنې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره خپله اندېښنه شریکه کړې


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې پر کابل ښار د پرونیو راکټي بریدونو په اړه لیکنه خپره کړې او هغه‌یې پر دغه ښار له تېرو راکټي بریدونو سره ورته بللي چې درې اوونۍ پخوا شوې وې.

د تېرو بریدونو مسؤلیت داعش سخت‌دریځې ډلې په غاړه اخیستي وو.

د ورځپاڼې پر اساس، داعش پر دې سربېره چې په افغانستان کې د وررستۍ میاشتې د خونړیو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی، د کابل پوهنتون د حملې مسؤلیت هم منلی چې ۲۲ تنه محصلان په‌کې ووژل شول.

ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو هم چې د افغانستان له دولت سره په خبرو بوخت دي حملې کمې کړې نه‌دي.

  • د بې‌پولې خبریالانو ټولنه

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې بیا په خپله وېب‌پاڼه کې په افغانستان کې د خبریالانو پر ضد د حملو د زیاتېدو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې د افغانستان د خبریالانو ټولنې د نومبر په ۱۸مه په یوه لیک کې د افغان خبریالانو د امنیت په اړه خپله اندېښنه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره شریکه کړې ده.

په دغه لیک کې له امنیت شورا غوښتل شوي چې پر خبریالانو د حملو د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وشي.

دا لیک د بې‌پولې خبریالانو، د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې او د خبریالانو د ملاتړ نړیوال سازمان له لوري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر ته سپارل شوی دی.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې لیکلي، په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ادارې ټینګار کوي چې د نړیوالو نورمونو، د بشري حقونو د نړیوالو ژمنو او تر ټولو مهم د جنیوا د کنوانسیون پر اساس باید رسنۍ او خبریالان له پوځي حملو خوندي وي.

په افغانستان کې په وروستیو کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په شمول څو خبریالان ووژل شول.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري ځیني اقدامات شوي، خو د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالو د مخنیوي او د هغو د قاتلانو د قانوني تعقیب لپاره هلې ځلې کافي نه‌دي.

XS
SM
MD
LG