د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د غزني ځيني اوسېدونکي: د ولسي جرګې وکیل ننګیالي کوچي مو ځمکې غصب کړي


د غزني د ځينو خلکو د لاریون یو انځور
د غزني د ځينو خلکو د لاریون یو انځور

‎په غزني کې د خشک، قلعه قاضي، سنجیتک او کلا جوز سیمو لسګونه تنو اوسېدونکو مظاهره وکړه.

دوی وايي، د ولسي جرګې د کوچیانو د حوزې وکیل ننګیالي کوچي او د هغه پلار یې شخصي ځمکې غصب کړي دي.

دوی د شنبې په ورځ د غازي امان الله خان څلورلاري ترڅنګ د یوه لاریون په شکل سره راټول شوي وو او د خپلې ځمکې د بېرته ترلاسه کولو غوښته یې کوله.

دوی وايي، دغه ځمکې د غزني ښار لوېدیځ لوري ته د قعله قاضي، خشګ او د کډوالو ښارګوټي ترڅنګ پرتې دي چې یادو کسانو غصب کړي او درګرده یې پلوري.

هغوی غوښتنه کوله چې دولت دې ننګیالی کوچی او د هغه پلار ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې د حاجي غلام سخي په نوم یوه تن رسنیو ته وویل: دا زموږ ځمکې دي، دوه درې سوه کاله کېږي چې موږ دلته مېشت یوو، دوی دا پنځه کاله نه کېږي چې راغلي دي، دلته د درېیو څلورو کلونو ځمکه ده چې دوی غصب کړې او لګیا دي خرڅوي یې.

حاجي ظاهر چې ځان د ننګیالي کوچي تره معرفي کوي، خبریالانو ته وویل: که یې محلي ادارې غم ونه خوري، په کابل کې به په اعتراضونو لاس پوري کړي.

بل لور ته بیا د د ولسي جرګې غړی ننګیالی کوچی د اعتراض کوونکو لاریون د دوی بدنامول او شخصي خبره بولي.

ښاغلي ننګیالي کوچي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: که دغه خلک اعتراض لري چې دا ځمکې د دوی شخصي ملکیت دی، نو هغوی دې اسناد عدلي او قضايي ارګانونو ته وړاندې کړي، تر څو ثابته شي چې ځمکې د چا دي.

که څه هم دغه کسان وايي چې دوی دولت ته مراجعه کړې او غږ یې نه دی اورېدل شوی، خو د ولایت ویاند محمد عارف نوري وايي: تر اوسه پورې ورسره دغو کسانو هېڅ ډول اړیکه نه ده ټینګه کړې، تر څو دولت ورسره د ځکې د غصب په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مدني فعالان وايي، په دغه ځای کې ډېری غاصبینو او زورواکو زرګونه جریبه دولتي او شخصي ځمکې غصب کړي دي.

XS
SM
MD
LG