د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۴۶

د کورنیو چارو وزارت کارکوونکې فاطمه چا او ولې ووژله؟


فاطمه د دندې پر مهال
فاطمه د دندې پر مهال

په غزني کې د کورنیو چارو وزارت د وژل شوې کارکوونکې فاطمې مور وايي، لور یې طالبانو ۱۴ ورځې برمته نیولې وه او بیا یې ووژله.

طالبانو له دې قضیې سره تړاو رد کړی.

د ۲۳ کلنې فاطمې مړی دوه اوونۍ مخکې (د جولای په ۲۵مه نېټه) د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وموندل شو.

مور یې وايي، لور يې پر همدومره جرم وژل شوې چې د پولیسې په توګه‌یې د خلکو خدمت کاوه.

دې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په څانګه کې کار کاوه.

د فاطمې مور مریمې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، لور یې ۱۴ ورځې وړاندې په پلچرخي زندان کې له وظیفې څخه د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته د رخصتۍ لپاره روانه وه چې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو له موټره ښکته کړې وه.

فاطمه د دندې پر مهال
فاطمه د دندې پر مهال

مریمه وايي، طالبانو فاطمه په قره‌باغ، مقر، ګیرو او اندړو ولسوالیو کې ژوندۍ ساتلې وه او وروسته‌یې ووژله.

د مریمې په وینا کله چې يې لور ژوندۍ ورکه شوه، دا د مقر ولسوالۍ سپين ږیرو ته ورغله چې د لور په موندلو کې ورسره مرسته وکړي. دا وايي سپین ږیرو یو څه موده وروسته ورته وویل چې فاطمه‌یې ونه‌موندله، خو دا معلومات‌یې تر لاسه کړل چې فاطمه قره‌باغي سیمې ته وړل شوې ده او کله چې دا قره‌باغي ته لاړه، هلته هېڅ‌چا په دې اړه معلومات نه‌درلودل.

مریمه وايي، پر هر څومره لټون سربېره، طالبان له دې سره نه‌مخامخ کېدل، خو د سپين ږیرو له خولې خبره شوه چې طالبان د فاطمې د خلاصون په بدل کې پنځه لکه افغانۍ غواړي.

مریمې په ژړا ژړا کې وویل: "زه پنځه زره لا نه‌لرم، دوه زره نه‌لرم، پنځه لکه خو پرېږده، ډېره غریبه یم."

مریمه وايي: "فاطمه یوه زړوره او دلاروه پېغله وه، ۲۳ کاله عمر یې درلود، دا پولیسه وه، خپلې دندې او کار ته ډېره ژمنه وه، ډېره ښه نجلۍ وه، د هېڅ‌چا غیبت‌یې نه‌کاوه، زما یې ډېر خدمت کاوه، ځکه زه یوه کونډه مېرمن یم، بل څوک د ګټې وټې نه‌لرم، یو زوی مې دی هغه هم رنځور او بې‌دندې دی."

فاطمه
فاطمه

وسله‌وال طالبان بیا وايي دوی د فاطمې په نوم کومه ښځه نه بندي کړې او نه‌يې وژلې ده.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې نه رسنۍ، نه د سیمې خلک او نه هم وسله‌وال طالبان معلومات لري چې داسې ښځه دې له دوی سره بندي او یا دې وژلې وي، دا پېښه په طالبانو پورې تړاو نه‌لري.

خو د غزني چارواکي وايي، فاطمه ۱۴ ورځې وړاندې د دولت وسله‌والو مخالفینو نیولې وه او د تېرې شنبې په ورځ‌یې وژلې.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده ازادي راډيو ته داسې وویل: "فاطمه شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې غزني ته راغلې وه چې وروسته د جاغوري په لور روانه، د قره‌باغ په مربوطاتو کې وسله‌والو مخالفینو له موټره ښکته کړې وه چې تقریباً دوه اوونۍ له دوی سره وه، څه وخت په قره‌باغ کې وه، څه وخت وروسته‌یې اندړو ته راانتقال کړې وه، شاوخوا په ګیرو او دغه ساحو کې هم ورسره وه چې وروسته‌یې مړی د اندړو ولسوالۍ په زکوړو سیمه کې پیدا شو."

ارشیف، غزني کې یو شمېر طالبان
ارشیف، غزني کې یو شمېر طالبان

فاطمه یوازنۍ ښځه نه‌ده چې د خپلې وظیفې په خاطر وژل کېږي. ښاغلی جمعه‌زاده وايي د فاطمې تر برمته نیول کېدو څو ورځې وړاندې په غزني کې د ملي امنیت یوه بله کارکوونکې هم د برید په ترڅ کې ټپي شوې وه.

د دې ترڅنګ ځینې نورې ښځینه کارکوونکې هم په دغه ولایت کې ترور شوې دي.

XS
SM
MD
LG