د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

'غزني کې د طب محصلین او درمل پلورونکي د خلکو درملنه کوي'


د غزني یو شېر اوسېدونکي وايي، د درملنې په نوم د دغو ډاکترانو د اقداماتو له امله ان یو شمېر کسان مړه شوي هم دي. 
د غزني یو شېر اوسېدونکي وايي، د درملنې په نوم د دغو ډاکترانو د اقداماتو له امله ان یو شمېر کسان مړه شوي هم دي. 

د غزني ولایت د لیرې پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي داسې کسان یې درملنه کوي چې یا د طب پوهنځي محصلین دي او یا یې هم مخکې د شرکتونو درمل پلورل.

دوی وايي، د درملنې په نوم د دغو ډاکترانو د اقداماتو له امله ان یو شمېر کسان مړه شوي هم دي.

د غزني ولایت ګېلان ولسوالۍ اوسېدونکی راز محمد خپلواک وايي، د څو داسې پېښو شاهد پاتې شوی.

هغه وايي: "یوه پېښه موږ په ګېلان کې لرو چې یوه ښځه‌یې په حق ورسوله او په ناوه کې درې پېښې لرو چې هغه ډاکتر هم اوس ورک دی، له هغه ځایه تښتېدلی دی، درملتون‌یې هم بار کړی دی، حتی د جنډې بازار په شینکي کلي کې یو ډاکتر د اصغر په نوم یوه کس ته ستن ولګوله او مړی یې له دواخانې راوایست، تقریباً داسې محصلین موږ لیدلي دي چې په دوهم صنف کې وي، هلته‌یې کتن‌ځای او دواخانې خلاصې کړې دي، د درېیو میاشتو لپاره په رخصتي راځي، دواخانې یې خلاصې کړې وي، خلکو ته په خپل سر درمل ورکوي، نو که د دغه کارونو مخه ونیول شي ښه به وي."

ارشیف
ارشیف

د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی ولي محمد احمد هم په خپله سیمه کې د یوې پېښې یادونه کوي او وايي د سیمې ډاکتران هېڅ وړتیا نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "په تېر ژمي کې یوه داسې پېښه رامنځته شوې وه، داسې ډاکترانو یوې ښځې ته پېچکارۍ ورلګولې وه چې وفات شوله، هو هلته دا رقم بې‌کفایته ډاکتران دي چې هېڅ دا وړتیا نه‌لري چې د ناروغانو درملنه وکړي."

د عامې روغتیا ریاست بیا د خلکو دا خبره نه‌مني چې ګنې داسې ډاکتران دې د خلکو درملنه کوي.

د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ظاهر شاه نېکمل ازادي راډیو ته وویل، د څارنې ټیمونه لري او هغوی تل په لیرې پرتو سیمو کې له دولتي او شخصي کلینیکونو او درملتونونو څخه وخت په وخت څارنه کوي.

نېکمل زیاته کړه: "موږ داسې کوم راپور نه‌لرو، موږ په سیمه کې د امنیت له ستونزو سره هم ډېر مخ نه‌یو، یا موږ ته څوک مشکل نه‌جوړوي، خو که داسې کوم مشخص راپور تاسو لرئ او یا کوم بل څوک‌یې لري، له موږ سره‌یې شریک کړئ، موږ به یو ټیم واستوو هلته، ترڅو له نږدې څېړنه وکړي."

خو د غزني ولایت مدني فعالان بیا د عامو خلکو د خبرو پخلی کوي وايي، نه‌یوازې په لیرې پرتو سیمو، بلکې د ښار غزني په څنډو کې هم د معالجو ډاکترانو په نوم د طب محصلین او یا هم درمل پلورونکي د خلکو درملنه کوي.

د غزني ښار یوه څنډه
د غزني ښار یوه څنډه

د غزني ولایت یو تن مدني فعال میرویس اسلمي ازادي راډیو ته وویل، د عامې روغتیا ریاست مسؤلین باید په دې اړه خپله څارنه جدي کړي او له خلکو هم هیله کېږي چې د دا شان قضیو په شریکولو سره د عامې روغتیا ریاست سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG