د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۰

افغانستان

د غزني په ګیرو کې ۹ کاله وروسته یو روغتیایي مرکز بیا پرانیستل شو

د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې یوازنی روغتیايي مرکز چې ۹ کاله پخوا بند شوی و، بیا پرانیستل شو.

په غزني کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د ګیرو ولسوالۍ د (پناه روغتیايي مرکز) پرون پرانیستل شو.

دا کلینیک په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د طالبانو د ګواښونو له کبله بند شوی و.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د کلینیک په پرانیستلو خوښ دي، ځکه چې د عادي روغتیايي ستونزو لپاره مجبور وو چې نورو ولسوالیو یا ولایتونو ته لاړ شي.

محمد امیري وايي:

"خوشحاله یوو چې یو ځل بیا د ناروغانو غم وخوړل شو، داسې وخت راغلی چې له دې لوري به مو پر موټرسایکل حامله ناروغه سپره کړه، له هغې خوا به مو مړه راوړه، د عامې روغتیا ریاست دې د دغه مرکز لپاره ټول امکانات راته برابر کړي."

د سیمې یو ډاکتر نظر افغان وايي چې د کلینیک د بندېدو له کبله د ګیرو یو نسل له واکسیناسیونه بې برخې شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جنوبي وزيرستان کې د يوې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

جنوبي وزیرستان واڼه سیمه کې امنیتي ځواکونه ، ارشیف
جنوبي وزیرستان واڼه سیمه کې امنیتي ځواکونه ، ارشیف

په جنوبي وزيرستان کې ناپېژاندو وسلوالو د يوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.

د جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر محمد طاهر شاه پرون (د مارچ پر ۲۴مه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ملک سردار علي د کورنۍ غړي دي.

هغه زیاته کړه چې پولیسو په اعظم ورسک کې د مشکوکو کسانو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.

له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو،شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو د تښتونې پیښې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره وايي ، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان اوخیبر پښتونخوا کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

په ۲۱ولایتونو کې د وروښتونو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د حکومت د هوا پیژندنې ریاست نن چهارشنبې د افغانستان په ۲۱ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو خبرداری ورکړی دی.

دغه ریاست په فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، غور، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندی، غزنی، بامیان، میدان وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، کابل، پروان او ننګرهار ولایتونو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی دی.

له دې سره همهاله، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د روانې میاشتې تر پایه د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د وروښتونو اټکل کړی چې د دې ادارې په خبره، د کرنې په برخه کې به له کروندګرو سره لویه مرسته وکړي.

دغې ادارې د وروښتونو له کبله د سیلابونو خبرداری هم ورکړی دی.

نن چهارشنبې په لندن کې د طالبانو د مخالفو څیرو د ناستې دویمه ورځ ده

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

نن چهارشنبې په لندن کې د طالبانو د مخالفو څیرو د ناستې دویمه ورځ ده.

دغه ناسته چې د "اتفاق او باور جوړونې " تر نامه لاندې پیل شوې له څه باندې ۴۰ د سیاسي ګوندونو، بهیرونو، مدني ټولنو غړو، رسنیو او خبریالانو په کې ګډون کړی دی.

"د افغانستان لپاره د ښځو" په نوم یو بنسټ د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي،" د لندن د ناستې موخه د افغانستان د مدني ټولنو او سیاسي بهیرونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي".

له دې مخکې د طالبانو مخالفو څیرو د تیرکال په میزان میاشت کې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې ورته ناسته جوړه کړې وه.

د طالبانو حکومت یو امریکايي تبعه دینس کویل خوشې کړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې کویل د اختر په مناسبت خوشې شوی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کویل د افغانستان د نافذو قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوی و، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو له سفیر او د دینس کویل د کورنۍ له یوه غړي سره ولیدل.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، کویل شاوخوا یو کال پخوا په افغانستان کې نیول شوی و.

د روغتیا نړیوال سازمان، نری رنځ د افغانانو لپاره یو جدي روغتیايي ګواښ بولي

د روغتیا نړیوال سازمان (دبلیو‌اېچ‌او) وایي چې د نري رنځ ناروغي لا هم په افغانستان کې یو جدي روغتیايي ګواښ دی.

دې سازمان نن د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د خپل استازي اېډوېن سېنېزا سلوادور له قوله په اېکسپاڼه کې لیکلي چې هر کال زرګونه کسان په افغانستان کې پر توبرکلوز اخته کېږي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د نري رنځ ډېرې پېښې نه تشخیص کېږي.

په خبر کې دا هم ویل شوي چې پر وخت د نري رنځ د تشخیص لپاره او دا چې ډاډ ترلاسه شي چې هیڅوک له پامه نه غورځول کېږي، ګډو او همغږو هڅو ته اړتیا ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، د دې ساري ناروغۍ له کبله په ۲۰۲۴ کال کې د یو میلیون او ۲۳ زره کسانو مړینې ثبت شوې وې.

جرمني وايي، په برلین کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو له لوري معرفي شوی استازی د سفیر په توګه نه پېژني

د جرمني د باندنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو له لوري نوی ګومارل شوی استازی د سفیر یا شارژدافیر په توګه نه پېژني.

جرمني دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د دغه هیواد ARD تلویزیون د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت د جرمني له تایید پرته خپل یو دیپلومات د برلین د سفارت د مشرۍ لپاره معرفي کړی دی.

د دویچې ویلې د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل: «د افغانستان په سفارت کې د کارکوونکو د بدلون په اړه موږ ته هېڅ رسمي خبر نه دی راکړل شوی.»

هغه زیاته کړه چې د جرمني حکومت به د افغانستان د طالبانو له حکومت سره اړیکه ونیسي او په دې به ټینګار وکړي چې د سفارت حقوقي وضعیت په اوسني حالت پاتې شي.

د ARD په راپور کې راغلي وو، هغه کس چې طالبانو د سفارت د مشرۍ لپاره معرفي کړی، له هغو دوو قونسلي مامورینو څخه یو دی چې جرمني د تېر کال په جولای کې منلي وو، څو افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په بهیر کې مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اوربند پایته رسیدو سره سم طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي

بلخ کې د هوايي برید له رپوټونو وروسته د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستاني الوتکو لور ته یې ډزې کړي دي.

حماد وصال د الفتح د ۲۰۹ قول اردو ویاند پرته له جزییاتو طلوع نیوز ته ویلي چې دافع هوا ځواکونه د پاکستاني الوتکو لور ته ډزې کوي او له خلکو یې غوښتي چې اندیښمن نه اوسي.

مخکې لدې، بلخ کې د طالبانو د والي ویاند عطاء الله زید ازادي راډیو ته ویلي وو چې نن شپه کومه پیښه نه ده شوې .

د پاکستان حکومت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

ځینو داخلي رسنیو د منابعو په وینا رپوټ ورکړی وو چې بلخ کې هوايي بریدونه شوي دي.

پاکستان مخکې ویلي وو چې اوربند نن دوشنبه د شپې تر دولسو بجو دوام کوي.

د بریتانیا ځانګړی استازی : له زده کړو څخه د نجونو د محرومیت دوام د افغانستان راتلونکې زیانمنوي

افغانستان کې نجونې وايي د زده کړو بندیز ناهیلې کړي دي.
افغانستان کې نجونې وايي د زده کړو بندیز ناهیلې کړي دي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی وايي چې له زده کړو څخه د نجونو د محرومیت دوام د افغانستان راتلونکې ته تاوان رسوي.

ریچارډ لینډسي د دوشنبې په ورځ (د حمل درېیمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د نوي تعلیمي کال له پیل سره به د زده کړې له حق څخه د میلیونونو نجونو محرومیت دوام ومومي.

هغه د زده کړې ته د ټولو پر لاسرسي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو له زده کړو محرومول د افغانستان راتلونکې زیانمنوي او د هېواد ټول قشرونه شاته ساتي.

تر دې مخکې، ریچارډ بنېټ، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ویلي وو چې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر زده کړو محدودیتونه د منلو وړ نه دي.

په همدې حال کې، په کابل کې د ځینو ښوونځیو مدیرانو ازادي راډیو ته ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال د وري په شپږمه نېټه پیل شي.

ملګري ملتونه ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي

اسلام کلا بندر ته راستنېدونکي افغان کډوال ، ارشیف
اسلام کلا بندر ته راستنېدونکي افغان کډوال ، ارشیف

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند خبرداری ورکړی چې په ایران کې جګړه په جدي توګه پر هغو افغان کورنیو اغېزکړی چې ژوند یې د ورځني کار پورې تړلی دی.

د دې ادارې د افغانستان څانګې د دوشنبې په ورځ، د حوت په درېیمه نېټه، په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې دا حالت کولی شي دغه کډوال مجبور کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بیا ادغام ظرفیت ډیر کمزوری دی.

له دې مخکې، په ایران کې ځینو افغان کډوالو ازادي راډیو ته ویلي وو چې جګړې د هغوی ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د شمېرو له مخې، د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د بریدونو له پیل وروسته، د مارچ میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې له ۷۰ زرو څخه زیات افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې ۲،۱ ملیون وګړو ته پاکې اوبه برابرې کړي دي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونیسف وایي، تیر۲۰۲۵ کال کې یې د شریکانو په مرسته په افغانستان کې ۲،۱ ملیون وګړو ته پاکې اوبه برابرې کړي دي. د دې صندوق چارواکي تاج الدین اویوال د مارچ په ۲۲ د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې دغو هڅو یې له ماشومانو سره د سالمې روغتیا په برخه کې مرسته کړې او هم یې میندو ته د دې زمینه برابره کړي چې د خپلو کورنیو ښه پالنه وکړي. یونیسف دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون یکشنبې د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې وویل چې" په افغانستان کې اوبو ته لاسرسی په سختېدو " دی. دې کمیټې ویلي چې د اوبو کموالي د افغانانو ورځنی ژوند متاثره کړی دی. د دې کمیټې په وینا د ورښت کموالي، د نفوس زیاتوالي او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راستنېدنې د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبه له ډېر فشار او بې دریغه استفادې سره مخامخې کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG